CRI Online

په چين کې د افغانستان زده محصيل عبدالعزيز نېکزاد

cri     (GMT+08:00) 2015-07-06 13:32:59

په چين کې د افغانستان زده محصيل عبدالعزيز نېکزاد

څرنګه چې د هنر او کلتور په تېر پروګرام کې چين ته د افغان زده کوونکو د راتګ په اړه څه مالومات تاسو ته وړاندی شوی وو، د چين د لياو نينګ ولايت په شن يانګ ښار کې د طب په پوهنتون کې افغان زده کوونکي عبدالعزيز نيکزاد په دې هکله نور زيات مالومات له ټولو افغانو ځوانانو سره چې په چين کې د زده کړې هېله لري، شريکې کړې. د پروګرام په دغه کړۍ کې به عبدالعزيز نېکزاد په چين کې د ده د ژوند او څنګه چين ته د راتګ په اړه څه خبرې وکړې. (اواز د ځان په اړه لنډ مالومات)

عبدالعزيز نيکزاد له منځني ښوونځي څخه له فارغيدو وروسته وغوښتل چې د يوه ډاکتر په توګه د ناروغانو لپاره خدمت وکړي، نو له ډېرو ملګرو څخه له پوښتنو نه وروسته يې د چين په پوهنتون کې د زده کړې پلان ټاکلی و. ( اواز:په چين کې د زده کړې راتلونکی ټاکل )

تر اوسه پورې عبدالعزيز نيکزاد د شن يانګ په ښار کې د څلورو کالو لپاره زده کړه او ژوند کړی، او له چين او چينايانو سره يې ژور احساسات او نژدې اړيکې ټينګې کړې دی. (اواز: په چين کې د ده د ژوند خاطرې)

عبدالعزيز نيکزاد وايي چې په چين کې د زده کړې او ژوند لګښت ډېر دی، خو هغه په شخصي ډول د چين په پوهنتون کې ټول لګښتونه پخپل غاړه لري چی پلار او مور يې ده ډېر ملاتړ کړی دی، په دې هکله نيکزاد له دوی څخه په زړه پورې مننه کوي. (اواز)

د عبدالعزيز نيکزاد په اند په اوس په افغانستان کې د ابادۍ او رغاونې په حال کې دی، او پوهې د هېواد د ګړندې ترقۍ لپاره ډېر اهميت لري ، ښه ژوند پرمختګ او علم ته اړتيا شته. نو هغه غواړی لا زياتې طبي پوهنې خپلې کړي څو چې په راتلونکې کې خپلو وطنوالو ته ښه خدمتونه وکړي. هېله ده چې هغه په له پوهنتون څخه له فارغيدو وروسته د يوه ډاکتر لا زيات ناروغان جوړ کړي!


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای