CRI Online

د پروجکشن تکنالوژۍ په کارولو سره په افغانستان کې د باميان د بتانو اصلي بڼې بيرته راګرځېدلې دي

cri     (GMT+08:00) 2015-07-06 14:54:25

د افغانستان په منځ باميان کې دوه ستر بوډايي بتان د غره په سمڅ کې ولاړ وو چې جګوالی يې په جلا توګه دری پنځوسو او اووه ډېرشو مترو ته ورسيد، خو د ٢٠٠١ کال په مارچ مياشت کې طالبانو د نړيوالو د سختو غندنو سره سره د چاوديدونکو موادو په وسيله دغه جګ بتان ويجاړ کړي دي. د څوارلسو کلونو راهيسی د زياتو هېوادونو کارپوهانو وغوښتل چې د بتانو اصلي بڼې اعاده کړي، خو دغه هېله نه ده پوره شوې.

په وروستيو ورځو کې ښاغلي جانګ شين يوی او د ده ميرمن ليانګ هونګ او ددوي په مشرۍ يوې ډلې په ساختماني ساحه کې د پروجکشن تکنالوژۍ په کارولو سره په بريالۍ توګه د درې پنځوسو مترو په جګوالی د يو بت اصلي بڼه ښودلې ده چې په دې توګه يې د چين او افغانستان تر منځ دوستۍ ته يوه ډالۍ ورکړې ده.

د نړۍ د کلتوري ميراث په توګه د باميان بتان که څه هـم وران شوي ، خو شهرت يې لا هم ساتل شوی دی . نن ورځ د ويجاړ شويو بتانو ډبرينې ټوټې پاتي دي چې ډېر د انديښنې وړ دی.پوښتنه ده چې د بتانو اصلي بڼه څرنګه وه؟ زيات افغانان او د نورو هېوادونو کارپوهان او سيلانيان غواړي چې يو ځل بيا د بتانو اصلي څيری وګوري. خو د زياتو ستونزو په موجوديت سره په لنډه موده کې د بتانو اصلي بڼې نشی اعاده کېدای ، خو د پروجکشن تکنالوژۍ په کارولو سره له لارې د بتانو اصلی څيری ليدلی شي.

جانګ شين يوی او ليانګ هونګ د چين له بيجينګ څخه راغلي سيلانيان دي او د پروجکشن تکنالوژۍ سره پوره اشنا دي . دوی وايي کله چې دا خبر يې واوريد چې جاپاني عالمانو غوښتي چې د لايزر وړانګو په وسيله د باميان بتانو اصلي څيرې بيا ښکاري، خو د تخنيکي نيمګړتيا له امله ددوي ادعا د م م لخوا رد شوه . نو دا سوچ يې ور ته پيدا کړ چې کېدای شی د بتانو د اصلي څېرو د اعادې لپاره د پروجکشين تکنالوژۍ وکاروي ، دغه خيال د روان کال په پيل کې پلی شو .

د مالوماتو له مخې په ساختمانی ساحه کې د پروجکشن تکنالوژۍ په وسيله د بتانو اصلي څېرو ښکارېدل اسان کار نه دی او دا خطر هم رامنځته کېږي چې د لوړې تودوخې له امله به ويجاړ شويو بتانو ته بيا زيان ورسوي . د خپل هدف د سالم تحقق لپاره ښاغلي جانګ شين يوی او د ده ميرمن ليانګ هونګ په ځانګړې توګه يوه تخنيکی ډله جوړه کړه او د کابل پوهنتون کارپوه نانشي دوپ ته بلنه ورکړه چې په ګډه دغه کار تر سره کړي او څو څو ځله په ځايي موزيم کې د څه دپاسه يو زرو پنځه سوه کاله مخکې د يادو بتانو مالومات کتلي دي. د ډېرو ستونزو او ننګونو تر لېرې کولو وروسته دغه ډلې په امن او د يو بت اصلي څيره په بريالۍ توګه ښودلې ده.

د باميان يو بت اصلي څېره د چينايانو د کوششونو له برکته بيا ښکاره شوې چې له امله يې څه دپاسه يو زرو ځايي وګړو تودې چکچکې وکړې او شاباسي يې وويله ، ځينو يې نڅا وکړه او يا سندرې وويلې ، ګڼ شمېرماشومان له شاوخوا څخه راغونډ شول او حتی وسلوالو پوليسو او سرتيريو هم عکسونه واخيستل. ځينو سپين ږيرو په دې موقع کې د ځينو سپين ږيرو له سترګو څخه اوښکې بهيدلې ، دوي وويل چې دا اصلی بت دی چې پخوا مو کتلی و.

جانګ شين يوی او ليانګ هونګ وويل د دوی په اند ټول لګښتونه او زيارونه وړ دي، امکان شته چې دغه افغانان زموږ نومونه په ياد نه دي ، خو دوی نه هيروي چې څو تنوچينايانو په دې ځای کې دغه ستر ارزښتناک کار تر سره کړی دی.

د يو بت اصلي بڼه د جون په شپږمه او اوومه نېټه شپه کې د څه دپاسه لسو ساعتو لپاره ښکاره شوې ده . د افغانستان لرغون پيژندونکي مجتبی ميرزی وويل دا د باميان بت تر ټولو ريښتنی څيره ده.

له دې وروسته د چين دغه ډلې د يو لکو امريکايی ډالرو په ارزښت د روجکشن تجهيزات په وړيا ډول ځايي حکومت ته ورکړی او غوښتنه يې کړې چې هر کال يو ځل ځايي وګړو ته د ياد بت اصلي بڼه وښيي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای