CRI Online

د شي ان ښار د هوا جوی شيانګ په جومات کې د قران کريم قرائت زده کړه

cri     (GMT+08:00) 2015-07-22 20:09:11

د ښونځي د دوبي په رخصتۍ کې د چين د شان شي ولايت د شي ان ښار د هوا جوی جوی شيانګ په جومات کې د ماشومانو په ښکلو غږونو کې د قران کريم د لوستلو قرائت اوازونه اورېدل کېږي. دا په دوبنۍ رخصتۍ کې په جومات کې د ماشومانو لپاره د د قران کريم د درس د لوست يوه برخه ده.

په دغه ځای کې د عنعنوی اسلامي کولتور د خپرېدو په موخه د شي ان ښار د مذهبي چارو رياست او نوموړي جومات زيات تدابير غوره کړي دي چې د قران کريم د لوستلو درس په کې هم شامل دی. دغه ډول درس هر کال تر سره کېږي چې له پنځم کلن څخه يوولسم کلن پوري ماشومان پکې ګډون کوي چې پکې په وړيا ډول د عربی ژبی او د قران کريم په هکله بنسټيزې پوهنې ورته زده کړه کوي. د شي ان ښار د مذهبي چارو رياست مامور يوسف وويل (اواز)

هر کال کابو له دريو سوو څخه تر څلورو سوو تنو ماشومانو پورې د نوموړي جومات د قران کريم درسونو زده کړه کې شاملېږي. هلکان او نجونۍ په مختلفو ټولګيو کې زده کړه کوي چې په دريو درجو ويشل کېږي. موږ د زده کوونکو زيات وخت نه نيسو او هر ځل د يو ساعت لپاره ماشومانو ته د عربې ژبې ليک،د اسلام په هکله بنسټيز مالوماتو زده کړه ورکول کيږي. کله چې نجونې نهم کلنۍ او هلکان د دوولس کلنۍ عمر ته ورسيږي، د مذهبي دندې پر غاړه اخيستلو وخت ته رسيږي، بنسټيزې لازمې مذهبي زده کړې بايد تر لاسه کړي.

د هوا جوی شيانګ جومات په نړۍ کې مشهور او لوی جومات دی چې د چين د تانګ په امپراطوري په لړۍ کې جوړ شوی او د سونګ، يونګ، مينګ او چينګ په څلورو لړيو کې تر ترميمېدو او ساتنې لاندی د اوسني ساختماني شکل لرونکی دی. د دغه جومات بڼه د سل ګونو کلونو په ترڅ کې د ځايي مسلمانانو د کولتور او روحيې ښکارندويي کوي او د هوی قوم وګړي د هوی فانګ له تاريخ سره ټينګې اړيکې لري. ويل کيږي چې دغه جومات په شي ان حتی د چين په ټوله شمال لويديځه سيمه کې د مسلمانانو پر ژوند لويه اغيزه لرلې ده.

د قران کريم درسونو ښوونکي ټول د هوا جوی شيانګ جومات ملايان دي او دوی له کوچينوالي څخه په دې جومات کې د قران کريم زده کړې کړي او شتمنې مذهبي پوه لري. په دوبنۍ رخصتۍ کې د قران کريم درسونه پيل کيږي، د ځايي مسلمانانو په کورنيو کې ماشومانو ته د اسلام په هکله بنسټيز مالومات او د مذهبي کولتور او دودونو د زده کړې ډېر ښه فرصت برابروي او کوي يې. د قران کريم د درس يو ښوونکی اته ويشت کلن لان پنګ وويل زه ډېره خوشحاله يم چې ماشومانو ته د اسلام مقدس دين په هکله درس ورکوم. (اواز)

هر کال د هوا جوی شی په جومات کې د قران کريم دا ډول درسونه پيل کيږي او له شل کلنۍ څخه مې ماشومانو ته د اسلام د مقدس دين په برخه کې د استاذ په توګه کار کړی ، ، نو دوی له کوچينوالي څخه د زړه له کومې د اسلام مقدس دين پر اصولو عمل او ټينګار کوي او په دې پوهېږي چې کوم عمل سم دی او کوم عمل سم نه دی.

د جومات په شاوخوا کې اوسيدونکي هم غواړي چې خپل اولادونه دلته د زده کړه لپاره وليږي او هېله لري چې ماشومان يې له کوچينوالي څخه د اسلامي عنعنوي کولتور بنسټ ټينګ وساتي. نهه کلن کوچني زده کوونکي های لان يون تيان د دويم ځل لپاره د هوا جوی شيانګ په جومات کې د قران کريم زده کړه کوي. (اواز)

دا ځل د جولای له پنځمې نيټې څخه می په زده کړې پيل کړی، تير کال مې د قران کريم يو څه برخې زده کړه کړې وه. ښوونکي موږ ته په عربي ژبې د قران کريم لغتونه رازده کول . (اواز: په عربی ژبی قران کريم وايي )

په دې درسونو کې د ښوونکو سويې ډېرې لوړې دي او د ښوونې لارې ډېرې معياري دي، نو د دغو ټولګيو شمېر د زياتېدو په حال کې دی. زيات شمېر ماشومان د پلرونو او ميندو له خوا دلته را ليږل کېږي. ديارلس کلن زده کوونکي با شي يا ينګ له بل جومات څخه راغلی دی. (اواز)

په دې جومات کې موږ د قران کريم د لوستلو زده کړه کوو. زه په دې ډېر خوښ يم او په کور کې يې هم تکرار او زده کړه کوم. دا د اسلام د مقدس دين په هکله د مالوماتو تر لاسه کولو او د پيژندلو لپاره ډېر ګټور دي، زه اوس په دې ښه پوهيږم چې کوم عمل ښه دی او کوم عمل ښه نه دی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای