CRI Online

د وسکارس جايزه تر لاسه کوونکی مستند فلم د جاپاني تيري ضد د چين د جګړې تاريخ بيا ښکاروي

cri     (GMT+08:00) 2015-08-28 17:06:35

د فلمونو برياليتوبونو ته د جايزو ورکولو په هکله د امريکا د وسکارس په تاريخ کې په يوه جايزه تر لاسه کوونکی رنګه مستند فلم کې د اوياوو کلونو مخکې د جاپاني تيرې ضد د چين د جګړې تاريخ بيا ښکار شوی. دغه مستند فلم د امريکا د پخواني ولسمشر فرانکلين روسيويلت او د امريکايي ټولنې له خوا رحمېد شوی، خو دغه فلم وروسته بيخی د خلکو له سترګو څخه ليری شو. روان کال د جاپاني تيرې ضد د چين د جګړې او د فاشيزم ضد د نړيوالې جګړې د برياليتوب د اوويايمې کاليزې په وخت کې دغه ارزښتناک مستند فلم بيا خلکو ته ښيي او چين ته وروړل شوی دی.

(د فلم اواز)

ياد فلم د زحمتونو په نوم يادېږي چې د استان په شان تاريخ درلود. دغه فلم د څوارلسمې دورې په وسکارس کې د مستند فلم جايزه تر لاسه کړه او ورپسي په اوږدو اوياوو کلونو کې د خلکو په سترګو کې له منځه وړل شوی دی. لږه موده مخکې دغه مستند فلم چې له چين څخه د جاپاني پوځ د تيري نوي شاهد څرګند شوی، له چيني نندارچيانو سره مخامخ و.

له جاپاني تيرې څخه د چين د جګړې د عقبي ځای چونګ چينګ د څيړنې مرکز منشي جونګ يونګ په چين کې لومړی دغه مستند فلم کتلی او په دې هکله يې وويل (اواز)

لومړی ځل می دغه فلم کتلی چې ما ته ټکلن شوی چې په فلم کې په ريښتنی او اصولی ډول د جګړې بڼې ښودلې شوې او ډېر غمجن و.

د چاپاني تيرې ضد د چين د جګړې په هکله کارپوه چې په دې ساحه کې د څه دپاسه ٣٠کلونو لپاره څيړنې کړې، له ٢٠٠٧ کال څخه په ټوله نړۍ کې د دغې جګړې په موده کې د عقبي ځای چونګ چينګ په هکله تاريخی مادې پيدا کړې، او تير کال د دغه فلم په هکله خبر ما ته راغلی. (اواز)

د ٢٠١٤ کال د جولای په ٥مه نېټه زما ښوونکې لي دان که ما يو يو بريښناليک رالېږلی چې په کې ليکل شوي: هغه په امريکا کې د زحمتونو په نوم يو مستند فلم پيدا کړی چې د امريکايي ويډيو اخيستونکي له خوا اخيستل شوی، په دغه فلم کې د جګړې په وخت کې د چونګ چينګ په ځانګړې توګه پر چونګ چينګ د سخت بريد په هکله محتويات شتون درلود. خو دغه فلم په چين کې نه دی ښودل شوی او حتی هيڅوک د دغه فلم په هکله مالومات درلود. نو دوی د دغې جګړې په هکله يو کارپوه غواړي چې د دغه فلم ارزښت تصديق کړي. د جولای په ٦مه نېټه ميرمن لو بين لونګ ما ته د دغه فلم د اووه ويشتو دقيقو برخه استولې ده.

د جونګ يونګ په خوله کې ياد شوی لو بين لونګ يوه امريکايی تابيعت لرونکی چينايی ده او د دې د کوښښونو له لارې له اوياوو کلونو وروسته دغه فلم بيا د چينايانو په سترګو کې ښودل شوی. هغې وويل دغه فلم حتی د وسکارس د فلمونو پوهنځي په ارشيف کې د ورکېدو نښه څرګنده کړه، نو د دغه فلم بيا پيدا کول ډېر ستونزمن و. (اواز)

٢٠٠٨ کال می په انټرنيټ کې د اړوندو مادو د لټون په وخت کې د دغه فلم په هکله ډېر لږ مالومات نه دی تر لاسه کړي، يوازې داسی ليکل شوی چې ری سکوت د شپاړسو ميني ميټر په پلن د فيتې له لارې په چين کې د جګړې ريښتنې بڼې واخيستلې.

امريکايي ری سکوت د دغه فلم ويډيو اخيستونکی و او له ١٩٣٧ کال څخه تر ١٩٤٠ کال پورې په دريو کلونو کې د کامرې په اخيستلو سره په څه دپاسه نيم چين کې ګرځنډ کړ او د فيتې له لارې په چين کې د جګړې په عقبيو ځايونو کې ژوند ريکارډ کړی دی. ميرمن لو بين لونګ د سکوت له راتلونکی نسل څخه د نويو دقيقو په اوږدوالی د فلم کاپي تر لاسه کړی او د وسکارس د فلم په پوهنځي کې د دريو کلونو لپاره له سمول کېدو وروسته د پنځه اتياوو دقيقو يو بشپړ فلم يې جوړ کړ. (اواز)

په دغه فلم کې نه يوازې د جګړې په موده کې د چين په عقبيو ځايونو کې د خلکو د ژوند بڼې ، بلکی ډېر ارزښتناک برخه دا ده چې په بشپړ ډول د ١٩٤٠ کال د اګست په نولسمه او شلمه نېټه پر چونګ چينګ باندې د جاپاني پوځ د الوتکو د بريدونو بهير ښودل شوي دي. نو دغه فلم د جګړې تاريخ لپاره ستر اهميت لري.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای