CRI Online

د لرغونو ښارګوتو ساتونکی

cri     (GMT+08:00) 2016-11-03 10:52:45

پروفيسر يوان يي سان له اتيا کلنۍ څخه اوښتی دی. دده د زده کوونکو په وينا که پروفيسر يوان نه وای ، يو لړ لرغوني ښارګوتي به ورکه شی . پروفيسر يوان د چين په جنوب سو جو ښار کې زېږېدلی چې دغه ښار د ختيځ وينيس په نوم ياديږي ځکه چې په ښار کې ډير رودونه پراته دي . د پروفيسر يوان کور شا ته يو باغ و چې پکې مصنوعی صخرې او حوض او کوډۍ پرتې وې. ماشومانو په سيندونو کې کبان نيول او لامبو وهه . په نولس سوه شپږ پنځوسم کال کې هغه د شانګهاي د تونګ جي پوهنتون د ساختمان په څانګه کې شامل شو او د ښوونکو تر تاثير لاندی په دې پوه شو چې بايد د ښار تاريخي ځايونه ښه وساتل شی ، نشی کېدای چې د زاړه ښار پر ځاي نوی ښار جوړ شی.

ټاټوبي سوجو ښار د پوهنتون له مودې څخه دده د زده کړې مهم ازمويښتي اډه ګرځېدلې ده . وروسته له هغه چې په نولس سوه دوه اتيايم کال کې سو جو ښار د دولت په درجه تاريخي ښار وپيژندل شو ، هغه د تاريخي ښارونو د سيمو ساتلو او طرح کولو په چارو لګيا و او په هغه مهال کې هغه د تجربه کارو پوهانو سره يو ځاي د ښار ساتلو لايحې جوړې کړي وي ، دوي کله کله ده ته ويلي چې سوجو ښار ستا ټاټوبی دی ، ته بايد ددې لرغوني ښار د ساتلو دنده په غاړه واخلې .

نن ورځ د سو جو ښار په څنګ کې نوې ښاري سيمه اباده شوې ده او د هېواد د نورو تاريخي ښارونو لپاره نمونه جوړه شوې ده . د مثال په توګه د پينګ جيانګ واټ ساتنه او رغونه دده د خدمتونو يوه نښه ده چې د دغه واټ په دواړو غاړو کې قديمي ولسي ودانۍ پرتې دي چې درې څلور سوه کاله مخکې جوړې شوي او په تاريخ کې د يو شمير پوهانو کورونه هم پکې پراته دي . هر کله چې هغه خپل ټاټوبي سوجو ته ستنيږي ، هرومرو به پينګ جيانګ واټ سيل وکړي .

د چين له هغو لسو لرغونو ښارګوتو څخه د پنځو ښارګوتو د طرح کولو پلانونه د پروفيسر يوان لخوا طرح شوي دي چې دغه ښارګوتي اوس د سيلانۍ مشهور ځايونه ګرځېدلي دي

پروفيسر يوان د عامه ودانيو په نسبت د ولسي کورونو د ساتلو لپاره لا زياتې هڅې کړې دي. هغه وايي چې د چيني ملت دوديز اخلاقي اصول په دغو ولسي کورونو کې ليدل کېږي ، نه په عصري ودانيو کې . په دغو ولسي کورونو کې د انسانانو ترمنځ مينه او پاملرنه پيدا کيږي . دده په وينا په شانګهاي کې د وګړو هغه هستوګنځي بايد ښه وساتل شی چې يوه جدا ودانی ده او د خونو په وړاندی يو کوچنی انګړ شته او څو کورنۍ پکې اوسيږي او همدغه ودانۍ د شانګهاي ښاريانو د ژوندانه ښه څرګندونه ده.

هغه کيسه لا تر اوسه د وګړو په خولو کې ده چې وايي د پينګ ياو لرغونی ښارګوتی د پروفيسر يوان د کوششونو له کبله ساتل شوی دی. په نولس سوه اتيايم کال کې په چين کې هغه چټي پلان د تطبيق په حال کې و چې له مخې يې د ښار بڼه کال په کال بدليږي. په هغه مهال کې پروفيسر يوان شان سي ولايت ته لاړ او و يې ليدل چې څو لرغوني ښارګوتي له منځه وړل شوي دي، خو د خوارۍ له امله د نورو ښارګوتو وروسته د پينګ ياو ښارګوتي د له منځه وړلو کار وروسته پاتی و او يوازی څو سوه ښاري ديوالونه او څه باندي درې سوه قديمي ولسي ودانۍ تخريبې شوې وې کله چې ددې ښارګوتي د تاريخي ځايونو د ساتنې ادارې مشر له پروفيسر يوان سره وليده ، د لرغونو ودانيو د له منځه وړلو له امله اوښکې له سترګو څخه وبهيدې. پروفيسر يوان سمدلاسه د اړوندو څانګو مشران په دې راضي کړی چې په يوه مياشت کې د ښارګوتي طرح کولو نوی پلان جوړ شي او بيا وروسته يې بيجينګ ته لاړ او دوو پوهانو ته يې راپور ورکړ چې په نتيجه کې يې د اتياوو زرو يوانو په ارزښت د لرغونو ښارګوتو د اصلاح او ترميم پيسې لاس ته راوړي دي او په دې توګه د هېواد د نورو قديمي ښارګوتو د تعمير او ساتنې لپاره نمونه جوړه شوې ده.

پر دغو باستاني ښارګوتو برسيره د پروفيسر يوان د کوششونو له کبله ډيرې قديمي ودانۍ ساتل شوي دي ، خو دده په اند ساتل شوي قديمي ودانۍ لا هم کمې دي


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای