CRI Online

د چين د ګان سو ولايت په دوان هوانګ کې د ورېښمو لارې په هکله نړيوال کولتوري نندارتون پرانستل شو

cri     (GMT+08:00) 2016-11-03 16:05:17

محترمو اوريدونکو ، د ورېښمو لارې په هکله لومړی نړيوال کولتوري نندارتون د روانې مياشتې په يوويشتمه نېټه د چين د ګان سو ولايت په دوان هوانګ کې پرانستل شو څو چې د کولتوري تبادلې په رڼا کې د سولې ، همکارۍ ، ورخلاصون ، يو د بل زده کړې او د ګډې ګټې اخيستنې په شمول د ورېښمو لارې روحيه نړۍ ته خپره شي .

(اواز) د کولتوري تبادلې پرمخبيول او په همکارۍ او پرمختيا کې شريکول د ياد نندارتون عمده موضوع ده او د پنځه اتياوو هېوادونو او پنځو نړيوالو سازمانونو يو زرو پنځه سوه تنه استازي پکې ګډون لري څو چې په اوسنۍ زمانه کې د دوان هوا فرهنګ د ارزښت او د ورېښمو لارې روحيې په هکله بحث وکړي چې دغه روحيه د ريئس شي لخوا وړاندې شوې ده .

د ورېښمو لاره لومړی د کولتور لاره ده . دوه زره کاله مخکې د اسيا او اروپا د لويو وچو ترمنځ د دې لارې د پرانستلو له امله د ختيځ او لويديځ ترمنځ د دوستانه تګ راتګ او کولتوري تبادلې يو لوی پل جوړ شوی دی . اوسمهال ددې لارې په اوږدو کې د دوستانو راغونډنه د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ يوه ګډه نظريه ګرځېدلې ده . دچين د کولتور وزير لو شو ګانګ وويل

(اواز ) کولتوري تبادله د انسانانو ترمنځ د نظريو او احساساتو پل ګڼل کيږي چې د بېلا بېلو فرهنګونو ترمنځ د خبرو اترو او مبادلاتو د پياوړتيا لاره ده او د مختلفو هېوادونو د خلکو ترمنځ د احساساتو د نژديوالي لپاره نه بدليدونکی رول لوبوي . نوځکه د يوه کمربند او يوې لارې د ابادولو او رغولو لپاره بايد لومړی کولتوري تګ راتګ زيات شي .

د ورېښمو لارې په اوږدو کې پرتو هېوادونو ځلاند فرهنګونه اختراع کړي چې دغه فرهنګونه د يو بل تبادلې په ترڅ کې د ورېښمو لارې روحيه رامنځته شوې ده . د چين د مرکزي قومي پوهنتون د تاريخ او کولتور پوهنځي پوهنوالې مونمن وويل چې نړيوال فرهنګونه ډير غني او رنګارنګ دي او په نړۍ کې ځان تړلی فرهنګ نشته او هر فرهنګ له نورو فرهنګونو څخه ګټه اخيستې ده او د تبادلې په بهير کې خپل ځان غني کوي . بايد وويل شي چې دوان هوان د نړيوالو تمدنونو نمونه ده . پوښتنه دا ده چې په نوي عصر کې بېلابيل فرهنګونه بايد څنګه يو له بله زده وکړي ؟ پوهنوالې مونمن وويل

(اواز ) هيله ده چې موږ زموږ د نيکه ګانو په شان ختيځ او لويديځ ته لاړ شو څو چې ددوي ښې تجربې خپلې کړو او لا ښکلی راتلونکی وګټو .

کولتور د تاريخي عقلونو او تجربو راغونډنه ده ، خو کولتور لا هم د زمانې سره سم پرمختګ ته اړتيا لري او نشی کېداي چې هيڅ بدل نه شي . په اروپايي اتحاد کې د چين پخواني ديپلومات او د چين د خلکو پوهنتون پروفيسر وانګ يي وي دا نظر لري چې پر کولتوري نوښت باندی ټينګار په نوې زمانه کې د ورېښمو لارې روحيې د ښې خپرېدا سبب ګرځي څو چې نړۍ نوره هم ښکلۍ شي .

(اواز) کولتور د تبادلې په ترڅ کې پرمختيا موندلې او د انسانانو په ګډ کولتور بدل شي. زما په اند د نړيوال کېدو په نننۍ ورځ کې بېلا بېل هېوادونه له زياتو ستونزو سره مخامخ دي او تر زياتې اندازې پورې بايد نوی پرمختيايي موډل او نظريه ولټوو څو چې زموږ نړۍ لا ښکلۍ شي .

د اروپا او چين ترمځ د کولتور او سيلانۍ کميسون رئيس اويهايي استوان وويل تاريخ دا ښيي چې د ايډيالوژۍ له لحاظه د يو بل پيژندنه او د نظريو له مخې د يو بل همغږي او د احساساتو له نظره د يو بل نژديوالی د همکارۍ او پرمختګ بنسټ دی ، خو سرچينه يې د کولتور په لحاظه د يو بل درناوي ، پيژندنه او جوړجاړي ده . هغه زياته کړه چې په راتلونکي وخت کې به کولتور او سيلانی د وګړو ترمنځ د تګ راتګ په برخه کې پر له پسې مهم رول ولوبوي او د يو بل کولتور څخه د ګټې اخيستلو له لارې به د اروپا او چين وګړي يو د بل ښه اشنا شي . هيله ده چې له چين سره لا تګ راتګ زيات او همکاری نژدې شي .


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای