CRI Online

د چينايانو د پسرلني اختر په هکله مالومات

cri     (GMT+08:00) 2017-01-25 21:12:20

ګرانو او محترمو اورېدونکو ، د پروګرام په دې لړ کې به د چينايانو د پسرلني اختر د مخکنيو ورځو په هکله په زړه پورې مالومات تاسو ته لنډ مالومات معرفی کړو.

د چينايانو د دود دستور له مخې د پسرلني اختر د لمانځنې مخکې يعنی د چينايانو د کرنيزې جنترۍ له مخې د کال د اخري مياشتې له درويشتمې نېټې څخه يو لړ تيارتيانې هم پيل کېږي چې ځينی تيارتيانې اوس نه ليدل کېږي .د بېلګې په توګه په دروېشتمه نېټه يو ډول شيرينی جوړېدله .

څلورويشتمه نېټه د کور پاکولو ورځ ده . په چيني ژبه ګرد د زوړوالي تلفظ کېږي ، نو د کور پاکول د ټولو ګردونو او بخارونو ، په تېره بيا د غربت او خوارۍ د لېرې کولو مانا لري څو چې په نوي کال کې نيکمرغی ژوند راشي .

د روايت له مخې په څلورويشتمه نېټه ټول ارباب د دنيا کارونه نه اداره کوي او اسماني پاچا ته د خپلو دندو د ترسره کولو په هکله مالومات ورکوي ، نو د کور پاکولو وخت راځي پروا نه لري چې د کورپاکولو په وخت کې ډېر ګردونه راپورته کيږي.

پنځه ويشتمه نېټه د يو ډول خوندورخوراک جوړولو ورځ ده چې دغه خوراک د لوبيا په وسيله جوړيږي او په چيني ژبه دو فو نومېږي . د روايت له مخې دوفو دغه ډول خوراک دوه زره کاله مخکې د يوه شهزاده لخوا اختراع شو .

شپږويشتمه نېټه د غوښې پخولو ورځ ده چې په پخوا زمانه کې وګړي غريب وو او په کال کې يې کم ځله غوښه خوړله ، دغه ورځ هم د ماشومانو اختر دی .

اوه ويشتمه نېټه بازار ته د ورتګ ورځ ده څو چې د اختر لپاره ډول ډول لازم شيان لکه خوراکونه ، سبزيجات ، غوښې ، ، پټاکۍ او تحفې او د هلکانو لپاره د لوبې ډول ډول سامانونه او پټاکۍ او د نجونو لپاره د ښکلا ډول ډول توکې اخيستل کېږي چې په دې ورځ کې په بېلا بېلو ځايونو په تېره بيا په کليو کې بازارونه ډېر تودېږي .

حمام کول او کاليو مينځل هم په دې ورځ کې ترسره کېږي څو چې په تېر کال کې بدبختي او ناروغۍ لېرې شي او په نوي کال کې له نيکبختۍ څخه برخمن شي .

اته وېشتمه نېټه د اوړو خميره کولو او نهه ويشتمه نېټه د من دو په نوم خوراک بخار کولو ورځ ده . په دې ورځ ښځې ډېرې بوختې دي او ښکلۍ من دو جوړوي ځکه چې جوړ شوي من دو بايد له ګاونډيو سره تبديليږي . پرته د من دو جوړولو نه يو بل دود دا دی چې ددې ورځې سهار د نيکه ګانو مقبرو ته ځي او د کور زاړه واړه ښځې سړي په کور کې د نيکه ګانو استقبال کوي او مېملستيا جوړوي ، له دې څخه څرګنديږي چې هان دوه زره کاله مخکې په چين کې د اسلافو د عبادت او قربانۍ مراسمو د پر ځاي کولو عادت پيل شو او دغه مراسم د پسرلني اختر د لمانځنې په موده کې ډير مهم مراسم ګڼل کېږي .

ديرشمه نېټه د کال اخري ورځ ده او د کال د تبديل مانا لري . ددې ورځې په شپه کې د زړو لېرې کولو او د نويو هر کلي کولو او د ناورينونو لېرې کول او د نيمرغۍ او ښو حاصلاتو د دعا کولو ډول ډول فعاليتونه او مراسم تر سره کېږي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای