CRI Online

د سيورې ننداره

cri     (GMT+08:00) 2017-09-18 21:23:39

په چين کې يوه دوديزه ډرامه شته چې د سيورې نندارې په نامه يادېږي، په دې ډوله ده چې د شمع او ډيوو په شمول رڼا د يوې سپينې پردې تر شا د پوستکو او قاغذ په وسيله بياتي شويو بېلا بېلو بڼو ته ورتويوي چې سيورې پر پردې باندې ښکارېږي. د دغو سيورو حرکتونه د لوبونکو لخوا د ويل شويو کيسو او د موسيقې الي له غږونو سره يو ځای د سيورې ننداره جوړوي. دغه ډول ننداره د چين د هه نان، شان شي او ګان سو ولايتونو په ځينو کليو کې ډېر د هرکلي وړ دی. پخوا د سنيمارونو او ټلويزيونونو د نشتوالي په وخت کې د سيورې ننداره د خلکو لپاره د ساعتيري يوه مهمه لاره وه.

د تاريخي ريکارډ له مخې د سيورې ننداره تر اوسه پورې د څه دپاسه ۲۰۰۰ کلونو تاريخ لري چې د هان په امپراتوري لړۍ کې د هان وو امپراتور ميرمن لي د ناروغۍ له امله له دنيا څخه لاړ، د هان وو امپراتور خپل ميرمن لي ډېر ياد کړ او بيخي له سياسي چارو څخه لاس واخيست. مامور لي شاو ونګ يوه ورځ په بهر کې هغه ماشومان کتلی چې په لاسونو کې نانځکې ولوبوې او د نانځکو سيورې ژوندی احساسات درلودل. هغه د پمبه ټوکر په وسئله د ميرمن لي له مخې نانځکه جوړه کړه او د لاسونو او پښو په ځای کې لرګي زياتې کړې، د شپې په وخت کې د شمع او ډيوو په رڼا کې پردې ته د نانځکو سيورې له لارې يې ننداره تر سره کړه. د هان وو امپراتور له کتلو وروسته ډېر خوښ و او د سيورې نندارې د کتلو له لارې يې خپل ميرمن ياد کړ. دغه کيسه د هان په تاريخي کتاب کې ريکارډ شوی چې د سيورې نندارې د سرچينې په توګه ګڼل کيږي.

د چين د سيورې نندارې هنر د ديارلسمې پيړې د يوان له امپراتوري لړۍ څخه ايران، سعودي عربستان، ترکيي، ټايلنډ، ميانمار، مالاي ټاپو، جاپان،بريتانيي، فرانسي، المان، ايتاليي، روسيې او د اسيا او اپرو ځينو هېوادونو ته خپور شو. په چين کې د مينګ په امپراتوري لړۍ کې په بيجينګ کې د سلو اوپيراګانو لويه ننداره تر سره شوه چې د سيورې ننداره هم په کې برخمن و. د چينګ په امپراتوري لړۍ کې د سيورې ننداره د خلکو ډېر هرکلی وړ و چې د سمسورتيا په اوج کې و. په هغه وخت کې د زياتو مامورينو او شتمنو کسانو په کورنيو کې د سيورې نندارې د مشهورو جوړونکو نندارې تر سره شول. په علاقه داريو او کليو کې د سيورې نندارې د تر سره کوونکو لويې او کوچنې ډلې هم ډېر زيات دی چې د جشنونو، ښو صلاحيتو، د واده کولو او د زاړو کسانو د زيږيدنې ورځ د لمانځنې په مراسمو کې ټول دغې نندارې تر سره شوې.

اوس په چين کې د سيورې ننداره د يو فلکلوري هنري شکل په توګه د شمال لوييځ د ګان سو، شان شي ولايتونو او د نينګ شيا د هوې قوم په خودمختاره سيمه کې لا هم شته دي. د ټولنې د پرمختګ او د تخنيکونو د لوړتيا سره سره د سيورې په ننداره کې د نانځکو بڼې د پخوا په پرتله ډېر ښکلې دې. د سيورې ننداره نه يوازې د ساعتيري يوه لوبه ده، بلکې ستر هنري ارزښت لري چې سيورې د بڼو او د رنګونو له لارې خپل ځانګړی راجلبونکي توان ښودنه کوي.

د ۲۰۰۶ کال د مي په شلمه نېټه د دولتي شورا په منظوريدو سره د سيورې ننداره د لومړې ډلې د غيرمادي کولتور ميراثونو په لست کې او د ۲۰۱۱ کال د نومبر په ۲۷مه نېټه د سيورې ننداره د م م د يونيسکو سامان لخوا د خلکو د غيرمادي کولتور ميراثونو په لست کې شامل و.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای