CRI Online

يقين دی چې شانګهاي به د فشن نړيوال ښار وګرځي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-09 21:10:08

توماس ديريل يو فرانسوي طراح دی او د اندرو مارتين په نوم د طرح کولو جايزه يې واخيستله چې دغه جايزه دطرح کولو په ټولنه کې د اوسکار جايزې په نوم بلل کېږي . په دوه زره شپږم کال کې توماس ديريل پخپله د تان چي لونګ په نوم يو چيني نوم واخيست . په تيرو يوولسو کلونو کې هغه د کور طرح کولو شلګونه نړيوالې جايزې واخيستې او په شانګهاي کې يې د ديريل په نوم د طرحې يوه ستيوډيو جوړه کړه .

تان چي لونګ وويل چې څه باندي لس کاله مخکې شانګهاي ته راغلی ، که څه هم دا زما يو عادي سفر و او فکر مې کولو چې ژر به خپل وطن ته ستون شم . چين او فرانسه يو شان هېوادونه دي او څو زره کاله تاريخ لري او زياتې کيسې هم لري ، له دې امله چې له دغو کيسو سره ډيره علاقه لرم ، نو په دوه زره شپږم کال کې مې په شانګهاي کې د خپلو چارو پيل کولو پرېکړه وکړه .

تان چي لونګ هره مياشت کې دوه اووني په پاريس او دوه اوونی په شانګهاي کې اوسيږي ، دده په وينا پاريس دده ټاټوبی دی ، شانګهاي دده د ودې کولو ځاي دی چې دواړه ځايونه دده کورونه دي .

هغه وويل چې په شانګهاي کې د خپل نوم په نوم ستيوډيو جوړولو خيال هم د خپلو چارو د پرمختيا سرچينه ده . نن ورځ دده په ستيوډيو کې پنځه ويشت طراحان کار کوي چې له بېلابېلو هېوادونو څخه راغلي دي او د سوداګريزو او خدمتي چارو او د کور تزيين په هکله د طرح کولو شپيته نقشې يې ښه ترسره کړي دي. د مثال په توګه د دم کولو ميز د چيني ګرد ميز په الهام دده لخوا طرح شوی دی . دده په وينا چينايان په مېلمستيا کې د يو ګرد ميز په شاوخوا کې له تودې فضا څخه په ډکه فضا کې ډوډۍ خوري چې له امله د کور د ټولو غړو ترمنځ اړيکې نژدې کېږي . خو لويديځان په مېلمستيا کې د مستطيل شکل ميز په اړخو ويشل شوې ډوډۍ خوري .

تان چي لونګ وويل چې اوس شانګهاي يو نړيوال ښار دی او لا زيات بهرنيان پکې کار کوي او ډيري نړيوالې نښې هم په شانګهاي کې ليدل کيږي ، نو لا زيات بهرني کولتوري عناصر شانګهاي ته ورسول شول . په تيره بيا د فشن په ساحه کې . پاريس د فشن نړيوال ښار په توګه شهرت لري او ولی د ټولو نړيوالو تجارتي نښو د اعلان خپرونه په پاريس کې ترسره کېږي ؟ علت يې دا دی چې پاريس ځانګړی طرافت اوجزابيت لري . د تان چي لونګ په اند د پاريس او شانګهاي کولتورونه او پرمختيايي جريان بېل دي ، يقين دی چې شانګهاي به لږه موده وروسته د فشن نړيوال مرکز وګرځي..

اوس تان چي لونګ په شانګهاي کې يو مشهور طراح دی او د نړۍ د مشهورې نښې لرونکو شرکتونو همکار هم دی او دايره هميشه دده لخوا په طرح شويو توکو کې ليدل کيږي ځکه چې دايره د چينايانو په نظر د بشپړتيا مانا لري .

هغه خپلو خبرو ته دوام ورکړ او و يې ويل چې نن ورځ شانګهاي له حيات څخه ډک ښار دی او بې حده ښکلۍ راتلونکي لري، په دې ځاي کې د هر تن لپاره ډير ګټور کارونه ترسره کولی شي ، دغه راز شانګهاي وګړي هم خوشبين او اميدوار وګړي دي او ازاد فکر لري .

ښاغلي تان چي لونګ د شانګهاي د ځوانو طراحانو په هکله دا نظر لري چې دوي ډير پټ ځواک لري او ددوي څخه يوه اندازه ځوان طراحان به په نړيوالو طراحانو بدل کېداي شي . دده وړانديز دا دی چې دوي بايد د لا زياتو ځايونو سيل وکړي څو چې د بېلا بېلو کولتورونو څخه ګټه واخلي او له رنګارنګ وګړو سره خبرې وکړي ، مثلا بايد اروپا ، افريقا او امريکا ته لاړ شي او ددوي د طرح کولو هنر او کولتور وګوري ځکه چې دغه ځايونه د چيني کولتور سره فرق لري .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای