CRI Online

د مان قوم جوړښت او پرمختيا – د قومي يووالي او پرمختيا يوه نمونه

cri     (GMT+08:00) 2018-05-25 20:57:38


د چين د شمال ختيځ جي لين ولايت د شانګچون ښار د مان قوم په يو کلي کې کلیوال

مان قوم د چين په شمال ختيځ کې يو نيم کرهنيز او نيم کب نيونکی قوم و او د چين د اخري واحدې امپراطورۍ دورې جوړوونکی هم و . دغه قوم د شمال ختيځ چين له يوه ګوښه ځاي څخه د ټول هېواد واکمن شو چې د خپل قوم د پرمختيا د بدلون په عين وخت کې يې د ټول چيني ملت د سمسورتيا او ابادۍ لپاره مهم خدمتونه ترسره کړي دي . دغه قوم د شپاړسمې پيړۍ په منځنۍ دوره کې د بېلا بېلو کرهنيزو ، کب نيوونکو، کوچي او ښکار کوونکو قبايلو په يوځايښت رامنځته شوی چې د چين د لومړي لوی هان او مغول قومونو کولتوري عوامل هم پکې يو ځای شوي دي او ورپسې له ۳۰۰ کلنۍ واکمنۍ وروسته په دې قوم کې څو ډوله کولتوري ځانګړتياوې راپيدا شوې چې همدغه واحد جوړښت د چين د بېلا بېلو قومونو د يوځايښت او همغږۍ پرمختيا د يوې نمونې په توګه ياديږي.

د مان قوم نيکه ګان

دوه زره او دوه سوه کاله مخکې د شياو شن په نوم وګړي چې د چين په شمال ختيځ کې د غرونو په لمنو کې اوسيدل ، د مان قوم نيکه ګان بلل کېږي او په لاسي صنايعو ، لومړنۍکرنې او چوپاني بوخت وو. ورپسې د هان سلسلې يعنې دوه زره کاله وروسته مان قوم د يي لو، وو جي او مو جيې او په پای کې د نيو جن په نومونو د چين په تاريخي کتاب کې ليدل کيږي. لنډه دا چې د مان قوم جوړښت د پر له پسې بدلون بهير دی او په درېو پرمختيايي پړاوونو ويشل شوی دی.

لومړی د مان قوم جوړښت دی. په پورتنۍ يادونه کې ليکل شوي چی مان قوم په پای کې د نيو جن په نوم ياديږي او د ننني چين د لياو نينګ ولايت په ختيځه پراخه سيمه کې د يي ژن، هاي شي او جيان جو په درېو قبايلو ويشل شوی دی . په شپاړسمه پيړۍ کې په جيان جن اړوند نيو جن وګړي په اخر کې د مان قوم په عمده برخه بدل شوي دي . د شپاړسمې پيړۍ په منځنۍ برخه کې د نورهاچ په مشرۍ په جيان جن اړوند نيو جن قبيلې خپلې اداري سيمې پراخې کړې او د اتو رنګو جنډو په نوم د پوځي او سياسي اداري نظام يې جوړ کړی و، په دغه اداري نظام کې پرتې د نيو جن قبيلې نه پرته، د هان، مغول او کوريا قومونه هم پکې شامل وو .

دوهم د کولتوري ځانګړتياوو د کورني يوځايښت بهير

رښتيا ده چې د چينګ سلسلې تر جوړېدو وروسته مان قوم د نيو جن قبايلې په مرکزيت د هېواد په شمال ختيځ کې د نورو قبايلو د يوځای کېدو وروسته يو نوی قوم دی، نه دا چې په اوسنۍ نړۍ کې يوازنی قوم دی چې د وينې ګډ نسبت، ژبه ، دودونه او کولتور لري. د څو ډولو کولتوري ځانګړتياوو کورني يوځايښت د نوي رامنځته شوي مان قوم ګډ خصوصيت دی.

درېيم په معاصره زمانه کې د من قوم تشکيل

د چين د اخري فيوډالي نظام په پايله کې د مان قوم شاهي کورنۍ او لوړ پوړه طبقه کې د تسلط بحران ژور شوی و. د خپل تسلط او ګټو د ساتلو په مقصد د چينګ حکومت په يواړخيز ډول د لويديځ ساينس او تکنالوژۍ زده کړه وکړه او د سمون مخه يې ونيوله او د انقلاب ځپنه يې وکړه، څو چې خپل امتيازات او وروسته پاتې نظامونه وساتي او په نتيجه کې هېواد او ټول چيني ملت د لويديځو غښتلو هېوادونو له تيري او تالان سره مخامخ شو. د چينګ حکومت د اشراف زاده ګانو او شاهي کورنۍ د ګټو پوره کولو لپاره د عصر د مسير پر ضد تدبيرونه غوره کړي چې دننه په مان قوم کې سخت مخالفت رامنځته شو او د دغه قوم پر ضد انقلابي غورځنګونه په پر له پسې ډول راپورته شول. د دغو غورځنګونو د سياسي تبليغاتو هدف پر شاهي کورنۍ ګوزارونه وو او د مان قوم د لېرې کولو او د هان قوم د سمسورولو په بهير کې او د لويديځې نړۍ د ملي نظريې تر اغيزو لاندې مان قوم رامنځته شو چې دغه قوم چيني ملت او چيني تاريخ پيژني او د چينګ دوره د چيني ملت په تاريخ پورې اړه لري.

د نوي چين تر جوړېدو وروسته مان قوم د يو خپلواک قوم په توګه پيژندل شوی او د چين د شپږ پنځوسو قومونو په جمله کې د چيني ملت په لويه کورنۍ کې شامل دی . په دوه زره لسم کال کې د نفوسو د عمومي شمېرنې له مخې په چين کې د مان قوم نفوس څوارلس مليونو ته رسيدلی دی چې نيمه برخه يې په لياو نينګ ولايت کې دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای