CRI Online

د امپراطورۍ ماڼۍ نوی مشر

cri     (GMT+08:00) 2019-05-01 18:03:25

د امپراطوري ماڼۍ د نوي مشر له معرفي کولو څخه به لومړی تاسو ته د امپراطورۍ ماڼۍ په هکله لږ څه مالومات وړاندې کړم. امپراطورۍ ماڼۍ د چين د مرکز بيجينګ د تيان ان من ميدان په شمال کې واقع ده چې اوه لکه شل زره متره مربع پراخوالی لري او ساحتماني مساحت يې يو نيم لک متره مربع ته رسيږي چې څه باندې اويا لويې ماڼۍ او له نهو زرو نه زياتې کوټې لري، دغه شاهي ماڼۍ په نړۍ کې لومړۍ لويه شاهي ماڼۍ بلل کيږي او په نولس سوه پنځه ويشتم کال کې په موزيم بدله شوه. دغه راز دغه شاهي ماڼۍ د م م د يونيسکو سازمان لخوا د نړۍ د کولتوري ميراثونو په لست کې هم شامله شوې.

د امپراطورۍ ماڼۍ موزيم په نړۍ کې لومړی لوی موزيم دی چې په مليونونو تاريخي اثار پکې ليدل کيږي.

د امپراطورۍ ماڼۍ د موزيم نوی مشر تازه ټاکل شوی دی چې نوم يې وانګ شيو دونګ دی. ښاغلی وانګ دوه پنځوس کلن دی او د ګان سو ولايت په يوه بزګره کورنۍ کې زيږيدلی دی. هغه د خپل کوچنيتوب په موده کې وليدل چې په خپل ټاټوبي کې يې د څښلو اوبه کمې دي، نو د کانکور په ازموينه کې يې د اوبو لګولو په برخه کې د زده کړې هيله وکړه چې په نتيجه کې د لان جو پوهنتون د اوبو او ځمکپيژندنې پوهنځي ته بريالي شو او تر فراغت وروسته خپل ټاټوبي ته ستون شو او هلته يې د اوبو لګولو په چارو کې دنده پيل کړه.

ښاغلي وانګ ته يو فرصت برابر شو، هغه دا چې په نولس سوه يو نويم کال کې د دون هوانګ اکاډمۍ د امريکا له يو انسټيټوټ سره د تاريخي اثارو د ساتلو همکاري درلوده، هغه وخت امريکايي پوهانو وړانديز وکړ چې د ډبرينو سمڅو د ساتلو لپاره بايد يو ځمکه پيژندونکی پر دندې وګماري. يادې اکاډمۍ له لان جو پوهنتون څخه دا يوه متخصص غوښتنه وکړه، نو د پوهنتون د ښوونکي په سپارښتنه ښاغلی وانګ ورته معرفي شو.

په دوه زره څوارلسم کال کې ښاغلی وانګ د دون هوانګ اکاډمۍ د مشر په توګه وټاکل شو چې مخکې د دې اکاډمۍ دوه مشران او يوه مشره په چين حتی نړۍ کې ډېر مشهور پوهان وو. شپږويشت کاله مخکې ښاغلي وانګ د دون هوانګ هنر په هکله هيڅ مالومات نه درلودل، خو اوس نوموړي د دون هوانګ اکاډمۍ مشر دی او د تاريخي اثارو د ساتلو، څيړلو او په ميراث اخيستلو په هکله يو متخصص ګرځيدلی دی.

نوموړي د دون هوانګ ډبرينو سمڅو د ساتلو لپاره ټاکل شوی چې له دغه سمڅو څخه هره ورخ کابو شپږ زره تنه ليدنه کوي، په دغو سمڅو کې بودايي مجسمې او ديوالي انځورونه په ښه توګه ساتل کيږي. ښاغلی وانګ د تاريخي اثارو د ساتلو لپاره د ډيجيتلي تکنالوژۍ استعمالولو ته ډېر اهميت ورکوي چې له پنځو سوو سمڅو څخه د يو سلو اتياوو سمڅو مجسمې او انځورونه ثبت شوي دي.

اوس هنري نوښتونه تاوده شوي او رامنځته شوي توليدات يې هم د وګړو لخوا منل او ستايل شوي دي. هر هغه هنري توليدات چې د وګړو له ژوند سره نژدې اړيکې لري، بايد تر هر څه لومړی د وګړو غوښتنې او د يادو توليداتو بازار مالوم شي او په عين وخت کې بايد ساده شيان ليرې شي.

د امپراطوري ماڼۍ د جوړېدو شپږ سومه کليزه به ژر راورسيږي، د امپراطوري ماڼۍ د موزيم د مخکيني مشر شان جي شيانګ د کوششونو له کبله د امپراطوري ماڼۍ په اړوند هنري توکي او فعاليتونه په انترنيټ کې ډېر مينوال پيدا کړي دي،د دغې ماڼۍ د ليدلو اندازه له ۳۰سلنې څخه تر اوسه ۸۰سلنې ته رسيږي. پوښتنه دا ده چې د موزيم د نوي مشر تر ټاکنې وروسته به په انترنيټ کې د امپراطوري ماڼۍ توده څپه بدله شي؟ ټول خلک ورته سترګې په لار دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای