CRI Online

د دوبي موسم د پيل بند په وخت کې دودونه

cri     (GMT+08:00) 2019-05-08 15:54:18

د چين د کرهنيزې جنترې له مخې په يو کال کې څليرويشت نجومي بندونه ويشل کيږي چې دغه بندونه پر لمر د ځمکې د ګرځيدو مدارسره سم ټاکل کيږي او هر بند ددې مدار له مخې د ځمکې د ګرځيدو پنځلس درجې له موقعيت سره برابريږي. دغه بندونه دوه زره کاله مخکې د چينايانو له خوا ټاکل شوي او د يادو بندونو له مخې د بزګرۍ لارښوونه کيږي.

دغه بندونه د ۲۰۱۶ کال د نومبر په ديرشمه نېټه د م م د يونيسکو سازمان له خوا د انسانان د نامادي کولتوري ميراث په توګه وپيژندل شول او د هواپيژندنې په نړيواله ټولنه کې د چين د پنځم ستر نوښت په حيث ونومول شول.

د می شپږمه نېټه چې تازه تېره شوې، د يادو نجومي بندونو اووم بند دی چې په چيني ژبه لي شيا تلفظ کيږي او مانا يې د دوبي موسم پيل دی . دغه بند په څليرويشتو نجومي بندونو کې ډېر مهم دی او د ټاکلو وخت يې هم ډېر وختي و چې شاو خوا له ميلاد مخکې په ۲۳۹ کال کې رامنځته شوی. په لرغونې زمانه کې د کرهنيزې جنترۍ له مخې دغه ورځ د دوبي د پيل ورځې په توګه ګڼل شو او د موسمونو بدلون څرګندوي. خو د اقليمي معيار له مخې په دې ورځ باندې يوازي د چين په ځينو جنوبي سيمو کې د دوبي هوا ګرمۍ ته رسيدلې وي، خو زياتره شمالي ځايونه تازه پسرلي ته داخل شوي وي. په لرغونې زمانه کې خلکو د لي شيا بند ته ډېره پاملرنه کوله چې د دغې ورځې د هرکلي مراسم يې تر سره کول او د ښو کرهنيزو حاصلاتو او د نيکمرغه ژوند هيلې يې څرګندولې.

د لي شيا په ورځ کې له لرغونې زمانې څخه تر اوسنۍ زمانې پورې دودونه زيات دي. د مينګ په امپراطورۍ لړۍ کې امپراطور مامورينو ته د جايزو په توګه کنګلونه ورکول چې په هغه وخت کې کنګلونه په ځانګړي ګدام کې د ژمي په وخت کې زيرمه کېدل او ډېر کم او ارزښته وو. برسير پر دې، عامو خلکو د تازه ګيلاسو، شنو الو او اوربشو په وسيله د قربانۍ مراسم تر سره کول او د هګيو خوړلو عادت يې درلود. د لي شيا په وخت کې يو ډول ځانګړی خوراک شته و چې د لوبيا په شمول د پنځو رنګونو له لوبياوو څخه پخېده. دغه خوراک پنځه رنګونه لري او د چين د داو په مذهب کې د فلسفې پوهنې له مخې د وو شينګ مانا لري. وو په چينايي ژبه کې پنځه په معنی دی. د وو شينګ اهميت د داو مذهب د نظر له مخې د ينګ او يانګ تر منځ د تبادله کولو په بهير کې پنځه بنسټيز عملونه څرګندوي. نو دغه خوراک د دې پوهنې په اتکا د بيلانس جوړولو مانا لري او د خلکو د روحيې هڅونه کوي.

د چيني دوديز طب له مخې، د پسرلي او دوبي موسمونو د تبادلې په موده کې دې د بدني روغتيا ساتنې ته ډېره پاملرنه وشي. په هغه وخت کې د زړه روغتيا ډېره مهمه ده. کارپوهان وړانديز کوي چې په دې وخت کې دې ځانونه ارام وساتل شي، د قهر مخه دې ونيول شي تر څو د زړه ناروغۍ دفاع وشي. په دوبي کې د روغتيا ساتنې په ترڅ کې مهم ټکی د روحيې تنظيمول دي چې بايد ځان خوشحاله وساتي او ثابت احساسات ولري . برسيره پر دې په دوبي کې دې مساعدې ګرمې اوبه وڅښل شي. د اړوندې څيړنې له مخې د زړه ناروغي اکثر وخت د سهار په وخت کې پيښيږي چې په شپه کې په بدن کې د اوبو له کموالي سره اړيکې لري. نو د دوبي په شپه کې کله چې ويده کيږئ، کولی شئ لږ اوبه وڅښئ. د دوبي په ماښام کې بايد زيات خوراکونه ونه خورئ چې د معدې او کولمې د دندو د زياتوالي او په زړه کې د وينو د کموالي مخنيوی کولی شي. دغه راز په خوراکونو کې دې مالګين او شحم يا غوړ کم وي او ويټامين دې زيات وي، کمې غوښې وخورئ او زياتې ميوې او سابزۍ وخورئ.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای