CRI Online

په وو هان ښار کې د ګيلاس ښکلی ګلان

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 15:54:34

ګرانو دوستانو! السلام عليکم! چين ته د سيلانۍ پروګرام ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم! په دې پروګرام کې به تاسو په وو هان ښار کې د ګيلاس ښکلی ګلان وګورئ.

وو هان ښار د چين د هوبۍ ولايت مرکز دی چې د چين په منځنۍ برخه کې پروت دی. په دغه ښار کې د ګيلاس ګلان ډير شهرت لري. د هرکال د مارچ او اپريل په مياشتو کې خلک دود لري چې د ګيلاس ګلان وګوري.

د ګيلاس له ګل څخه يو زر کاله دمخه د چين په ځينو شعرونو کې يادونه شوې ده . د هر کال د پسرلی په موسم کې د ووهان په پوهنتون کې چې د چين ترټولو ښکلی پوهنتون ګڼل کيږی، ډير په زړه پوری دغه ګلان ليدل کيږی. دغه راز دغه پوهنتون له خوشحالۍ څخه يو ډک ځای د خلکو په زړونو کې خپل کړی دی. له ان هوی ولايت څخه راغلی اغلی چن جينګ او وانګ پينګ په خپلې کامرې سره تصويرونه اخلي او وايی:

(د اغلی چن او وانګ خبرې)

موږ اوس د پوهنتون په وروستی کال کې يو نو د چکر وهلو وخت لرو. اوريدل شو چې د وو هان په پوهنتون کې د ګيلاس ګلان ډير په زړه پوری او ښکلی لري نو موږ دلته راغلی يو. وو هان پوهنتون يو جامع پوهنتون او له کلتوری او بشری سبک څخه ډ ک يو پوهنتون هم دی. په داسی کلتوری فضا کې د ګيلاس ګلان نورهم ښکلی دي.

په دغه پوهنتون کې د ګيلاس ګلانو يو واټ موجود دی چې د علومو او انجنيرۍ پوهنځي او کتابتون ترمنځ پروت دی. دغه دوه ودانی په چين کې د ساتلو وړ تاريخی ميراث هم ګڼل کيږی. کله چې تاسو په دغه واټ کې چکر وهئ او د ګيلاس ګلان ګورئ ، ځانګړی کلتوری سبک احساسولی شئ.

د وو هان پوهنتون په باغ کې د ګيلاس ګلانو کرل له ١٩٣٩ کال راهيسی پيل شوي چې تر اوسه پوری شاوخوا شپېته کلنه تاريخي سابقه لري. له دومره زياتو کلونو راهيسی د دغه پوهنتون کارکوونکو د ګيلاس ګلانو په کرلو کې ډير کوښښ کړی دی. د ګيلاس ګلانو کرل او روزل د دغه پوهنتون د علمی څيړنې يوه برخه هم ګرځيدلې ده. د دې ترڅنګ ووهان پوهنتون خپل ګلان نورو پوهنتونونو او ټولنو ته هم ورکوي. د بېلګې په توګه په ١٩٨٨ کال کې د جنوب منځنی برخې د ماليې او اقتصاد پوهنتون ته د ګيلاس ١٦ ځانګړې ونې ورکړل شوې او په ١٩٩١ کال کې د ګيلاس ګلانو د لسو ډولو شاوخوا ٢٠٠ ونې د بيجينګ د يو يوان تان پارک ته هم ورکړل شوې وې. تر اوسه پوری د وو هان په پوهنتون کې د ګيلاس ګلانو څه دپاسه زر بېلابېل بوټي ليدل کيږی.

د وو هان پوهنتون ترڅنګ يو پارک هم شته چې د دونګ هو مو شان پارک نوميږی. په دغه پارک کې هر کال د ګيلاس ګلانو فيستوال ترسره کيږی. د دغه فيستوال په موده کې نه يوازی ښکلی ګيلاس ګلان بلکې يو لړ کلتوری فعاليت هم ترسره کيږی. د وو هان د ساينس او تکنالوژۍ پوهنځی ښاغلی وانګ چون وايی:

(د ښاغلی وانګ خبرې)

نن هوا ډيره ښه ده. زه عمومأ په پوهنځی کې وخت تيروم . کله کله په پارک کې چکر وهم او دا د خوشحالۍ وړ يو کار دی.

د وو هان ښار د هونګ شان سيمې د سپين ږيرو او سپين سرو پوهنتون غړې لو هوی فانګ له خپلو ملګرو سره يو ځای په دغه پارک کې عکسونه اخلي او وايی:

(د اغلی لو خبرې)

په خوشحالۍ سره هره ورځ تيريږی او په نيکمرغۍ سره هره ثانيه تيريږی. زموږ ژوند د ګيلاس ګلانو په شان ښکلی دی.

دغه پارک د لس هکتارو مساحت لری چې په کې پنځه زره داسی ونې ليدل کيږی. د دغه پارک مشر وانګ چينګ هوا وايی:

(د ښاغلی وانګ خبرې)

زموږ په پارک کې د ګيلاس د ګلانو شاوخوا شپېته ډولونه لري چې ځينی يی له جاپان څخه راوړل شوی دی. د رخصتۍ په ورځو کې هره ورځ شاوخوا ديرش زره سيلانيان دلته چکر وهي.

ګرانو دوستانو! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده. خوشحاله او نيکمرغه اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای