CRI Online

په جي لين ولايت کې سکی وهل

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 15:55:25

ګرانو او قدرمنو اوريدونکو! چين ته د سيلانۍ پروګرام ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم! د چين په شمال ختيخ په جي لين ولايت کې هغه طبيعی منظرې ليدل کيږی چې د ونو ټولې فرعی څانګې کنګل شوې دي. دغه منظره په ګوی لين کې له غرونو او اوبو ، په يون نان کې له ډبرين ځنګل او د يانګ ځه سيند له دريو تنګيو سره يو ځای مشهورې منظرې ګڼل کيږی چې هر کال ځان ته ډير سيلانيان راجلبوي. د دې ترڅنګ په جي لين ولايت کې د ژمی موسم سپورټی لوبې په توده توګه هم ترسره کيږی چې په نړۍ کې يی شهرت هم موندلی دی.

(لومړی اواز)

همداوس مو په جی لين کې يو عنعنوی شعر واوريد او محتويات يی دژمی په موسم کې د واوره د اوريدو په وخت کې د ماشومانو له خورا خوشحالۍ سره تړاو لري. په دغه شعر کې ياد شوی يو پارک چې جينګ يوو تان نوميږی چې د ماشومانو د لوبو لپاره يو په زړه پوری جنت دی. سږ کال ژمی په دغه پارک کې چې په أسيا کې د ځنګلونو ترټولو لوی پارک ګڼل کيږی، د سکی وهلو يو نړيوال فعاليت ترسره شو.

د امريکا، جاپان، ناروی، سويدن ، فنلنډ او کوريا جمهوريت په ګډون د ٢٥ هيوادونو او سيمو شاوخوا شل زرو تنو لوبغاړو او سيلانيانو په ياد شوی فعاليت کې ګډون کړی وو.

د دغه پارک د سکی کولو په سيمه کې ګڼ شمير کسان په رنګارنګ ښکليو جامو کې له لمن نه کښته کيږی . له ليری ځای څخه کتل کيږی چې دغه منظره د روان ګرد او لَړې په شان ده.

د چين له سه چوان ولايت څخه راغلی سيلانی چن جن څای يو له دغو کسانو څخه دی . هغه وويل:

(دوهم اواز)

د سکی کولو له لمن څخه د کښته کيدو سرعت ډير چټک او ډير په زړه پوری دی. د چين د شمال او جنوب ترمنځ منظرې بيخی بېل دي. دلته د کنګل مجسمې هم ښکلی دي. ما تل دغه شان منظرې غوښتلې او اوس يی وينم.

امريکايی سيلانی ميرمن اليس وايټ چې چينی ژبه هم ويلی شی، د دوهم ځل لپاره د جی لين ولايت جانګ چون ښار ته راغلې ده. دی د دغه ښار په اړه وويل:

(درېيم اواز)

په دغه ښار کې د واورو مجسمې ډيرې ښکلی دي چې ما پخوا نه وي ليدلې. د جينګ يوو تان په پارک کې جهيلونه ، اوبه او غرونه هم ډير په زړه پوری دي. زه د دغه ښار مرکزی سيمې ته هم تللی يم . زما په اند دغه ښار به د سيلانۍ يو ډير ښه ځای وګرځي.

د جانګ چون ښار نه پرته د چانګ بای غره په سيمه کې سيلانی هم ډيرې ځانګړتياوې لري. د دغې سيمې د واورو د اوريدو وخت مخکی دی او د واورو کيفيت يی هم ښه دی. د هر کال له ديسمبر څخه د راتلونکی تر می پوری دغه سيمه د سکی کولو يو ډير په زړه پوری ځای دی.

سږکال په جنوری کې د چانګ بای غره د سکی کولو نړيوال پارک چې په أسيا کې ترټولو لوی دی، په رسمی توګه پرانيستل شو. دغه پارک د چانګ بای غره د طبيعی چاپيريال او ښو واورو له امله د سکی کولو لپاره پنځه لوی لار جوړې کړې دي چې له دې جملې څخه يوه لار اووه کيلومترو ته رسيږی.

له سويډن څخه راغلی سيلانی ميچايل والف بيا وايې :

(پنځم اواز)

د چانګ چون په پرتله زما اوسيدونکی ځای نسبتأ کوچنی دی. هغه ځای يوازی شل زره وګړي او دلته دری مليونه وګړي لري. زما لپاره سکی وهل هم د روغتيا لپاره ډير ښه لوبه ده.

ګرانودوستانو! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده. خوشحاله او نيکمرغه اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای