CRI Online

د ګوی جو ولايت ښکلی منظرې

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 15:54:34

ګرانو اوريدونکو! السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم.

ګوی جو ولايت د چين په جنوب لويديځه برخه کې پروت دی. د دغه ولايت د چيان شي نان په نامه د بويی او مياو قومونو خپلواک ښار په حقيقت کې يو غرنی ښار دی چې په اروپا کې د سوئيس هيواد په شان دی. په دغه سيمه کې ښکلی منظرې او د ملی لږکيو ځانګړی دود د سيلانيانو ډيرې پاملرنې خپل ځان ته راجلبوي.

د جيان شي نان په سيمه کې ډيرې غرنی څوکې ليدل کيږی. شپږ سوه کاله دمخه يو مشهور سيلانی چې شيو شيا که نوميده، له دغه ځای څخه ليدنه کړې وه. هغه په خپل شعر کې ليکی چې په هيواد کې غرنی څوکې ډيرې دي خو يوازی د دغه ځای څوکې د ځنګلونو په شان دي.

(لومړی اواز)

د چين په منځ کې له هوبۍ ولايت څخه يو سيلانی په دغه سيمه کې له جړوبی سره ځانګړې مينه لري او ويی ويل:

(دوهم اواز)

زه د لومړی ځل لپاره دغه ځای ته راغلی يم . زما احساس ډير ښه دی. د دغه ځای اوبه پاکې دي او جړوبی لوی او ښکلی دی چې په هوبی ولايت کې يې ساری نه ليدل کيږی.

(درېيم اواز)

که تاسو د پوستی کشتی په وسيله حرکت وکړئ نو ځانګړی احساسات به ترلاسه کړئ.

(څلورم اواز)

له دغو غرنی څوکو څخه له ليدلو وروسته تاسو هرومرو د ځايی ملی لږکيو کليو ته ولاړ شئ چې هلته په زړه پوری او ځانګړی منظرې ليدل کيږی.

(پنځم اواز)

ګرانو دوستانو! همداوس مو د بويی قوم ځانګړې سندره واوريدله چې باين زو چانګ نوميږی. د تاريخی دود له مخی دغه سندره د اتو ناستو کسانو له خوا ويل کيږی.

(شپږم اواز)

ګرانو دوستاتو! تاسو په چيان شي نان سيمه کې بايد له ناهوی کلی څخه ليدنه وکړئ ځکه چې د ٢٠٠٥ کال د چين د پسرلنی اختر په موده کې د چين د دولت رئيس هوجين تاو دلته راغلی و. په دغه ځای کې تاسو بايد له ځايی خلکو سره يو ځای (دا څه با) وکړئ. په دغه جمله کې (څه با) يعنی له وريجو څخه جوړ شوی يو ډول شرين خواړه دی. (دا ) د وهلو معنی لری. خلک د يو لوی لرګی په وسيله وريجی وهی او (څه با ) جوړوی. (دا څه با ) په دغه سيمه کې د نيکمرغۍ معنی لری.

کله چې تاسو په دغه سيمه کې ستړی شئ نو بايد لږ څه وخورئ . په دغه سيمه کې د ځايی ملی لږکيو خوراکونه ډير خوندور دی.

(اووم اواز)دا څه شی دی؟

د جرګ له غوښو څخه جوړ شوی يو ډول خوراک .

خوند يی څنګ دی؟

ډير خوندور دی.

ګرانو اوريدونکو! کله چې تاسو جيان شي نان سيمه ته سفر وکړئ نو هرومرو ځايی ځانګړی خوارکونه وخورئ. سمه ده. د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده. خوشحاله او نيکمرغه اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای