CRI Online

د ښکلی ګوانګ شي په نامه د سيالۍ پنځمه برخه __ د هوانګ ياو لرغونې علاقه داري او د ګوو پوه شان غر

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 15:54:53

ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم! زه غوټۍ يم او د ښکلی ګوانګ شي په نامه د سياليو په اړه د ځانګړيو پروګرامونو پنځمې برخې ته مو هر کلی کوم. د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به موږ در سره د هوانګ ياو په نامه لرغونې علاقه دارۍ ته لاړ شو او د ګوو پوه شان په نامه غره په ځنګلي باغ کې به ايکولوژيکې منظرې وګورو. د نننۍ پروګرام په سر کې به له تاسو څخه دوې پوښتنې وکړو. لومړی د هوانګ ياو په نامه لرغونې علاقه داري څو کلن تاريخ لری ؟ دوهمه د ګوو پوه شان په نامه غر څومره داسې څوکې لري چې لوړوالی يې له زر مترو څخه اوړي؟ تاسی يې په نننۍ کړۍ کې ځوابونه پيدا کولای شئ.

هوانګ ياو علاقه داری د ګوي لين ښار په دوه سوه کيلومترۍ کې پرته ده او تر اوسه پورې يو زر او شپږ ديرش کاله تاريخ لری . د نوموړې علاقه دارۍ د کلتور او سيلانۍ شرکت يو کارکوونکی چې جو شيانګ ګوی نومېږي، وويل چې په علاقه دارۍ کې ودانۍ د جغرافيايی موقعيت له مخې د چينايانو له دوديزې نظريې سره سم ترتيبېږي. زموږ د علاقه دارۍ ودانۍ داسی دوديزه ساختمانی بڼه لری چې په منځ کې يې يو لوی واټ ټېرېږي او په دواړو خواوو کې يې اته فرعی کاږه واټونه غځيږي چې يو الوتونکي ښامار ته ورته بڼه جوړوي .

د هوانګ ياو علاقه دارۍ جغرافيايي موقعيت نموموي کاست بڼه لری چې

شاوخوا يې غونډۍ يوه په يوه پرتې دي او بڼه يې عجيبه ده . د ياو جيانګ ، جو

جيانګ او شين نين درې سيندونه په کږه وږه توګه له دغې لرغوني علاقه دارۍ څخه تيريږي چې د بهيدونکو اوبو او وړوکيو پولونو په شمول ښکلي منظرې په کې تر سترګو کېږي.

د هوانګ ياو علاقه دارۍ په هر ځاي کې لرغونی نښې او اثرونه ليدل کيږي . د بيلګې په توګه ډبرينې ژرندې ،له وياليو څخه د اوبو ايستلو لپاره څرخونه ، د شرابو جوړولو کارخانې او داسی دوديز تاسيسات .سيلانيان کولی شی چې پخپله دغه پخواني جسمي کارونه وکړي . په هوانګ ياو علاقه دارۍ کې يوه لرغونۍ څاه د ليدو وړ ځای دی. په اصل کې د چينې پنځه حوضونه دي چې د ښاپيرۍ څاه په نامه ياديږي. د دغې علاقه دارۍ اوسيدونکي ليانګ هوا وايی 

دغه څا يوه ځانګړی څاه ده چې په لومړی حوض کې اوبه د څښلو لپاره او لاس نه په کې مينځل کېږي ، په دوهم حوض کې اوبه د سبزيو مينځلو لپاره ، نه د لاس مينځلو ، په نورو دريو حوضونو کې اوبه په ځانګړي توګه د کاليو مينځلو لپاره دي . د اوبو کارولو دغه ډول ځانګړي ترتيبات د اوبو د مکررې کارونې رول لری يعنی د اوبو سرچينو ښه ساتنه ده . ( اواز ٥ )

د اوبو کارولو دغه ترتيبات د دغې علاقه دارۍ اوسيدونکو د سول او سد څرګندوی دی . د څا شاوخوا د دغې علاقه دارۍ يو کلتوري او مطبوعاتي مرکز هم دی ځکه چې ښځې هره ورځ په دې ځاي کې کالي او سبزي مينځي او ددې ترڅنګ يو له بل سره د خبرونو تبادله کوي لکه د علاقه دارۍ خبري رسنی چې وي.

ښاغلي جو شيانګ ګوي وويل

ګرانو او محترمو بهرنيو دوستانو ، زموږ علاقه دارۍ ته ستاسو د راتګ هر کلی کوم

ځکه چې دلته ساده ولسي دودونه او ښکلي طبيعي ، کلتوري او بشري منظرې ليدل کيږي . که تاسی راشئ ، حتمأ به ترې ګټه او خوند واخلئ .

سيلانيان کولی شی چې له هوانګ ياو علاقه دارۍ څخه د ليدنې تر څنګ د ګوو پوه شان غره ځنګلي باغ هم له نژدې وګوري . دغه باغ د ګوانګ شي ، هو نان او جوانګ دونګ دريو ولايتونو په ګډو پولو کې پروت دی او اته زره هکتاره ځمکې لری . په باغ کې لوړې او ژورې درې ليدل کيږي او داسې پنځه ويشت څوکې هم په کې شته چې لوړوالی يی له زرو مترو څخه اوړي.څرنګه چې په باغ کې ځنګلونه ډير ګڼ دي او ابځوړونه او ويالې زياتې دي ، نو په باغ کې هوا ډېره پاکه ده او اکسيجن يی هم ډير دي.

د ګوو پوه شان د منظره لرونکي سيمې مشر ښاغلي دن څون لانګ وويل د پوهانو په وينا د ګوو پوه شان په غره کې د هر مکعب سانتي متره هوا کې د منفي اکسيجن د ذرو شمير له لس زرو څخه زيات دی چې دغه شمير له ښارې سيمې څخه دوه درې سوه ځله زيات دی.

د غوره طبيعي چاپيريال له امله ګوو پوه شان هر کال پنځوس زره تنه سيلانيان راجلبوي

ګرانو اوريدونکو ، د پروګرام په پاي کې به يو ځل بيا له تاسی څخه يادې شوي دوې پوښتنې تکرار کړو . لومړی _ د هوانګ ياو علاقه دارۍ څو کلونه تاريخ لری ؟ دوهمه په ګوو پوه شان غره کې څو داسې څوکې ولاړې دي چې لوړوالی يی له زرو مترو څخه اوړي ؟

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای