CRI Online

په لوړه کې د خوندورو خوراکونو ځانګړی واټ

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 15:55:03

ګرانو اوريدونکو! السلام عليکم ! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم! د پروګرام په دغه کړۍ کې به د چين په بېلابېلو ځايونو کې د سيلانۍ په اړه تاسو ته څه معلومات وړاندی کړم. هيله لرم چې دغه پروګرام ستاسو خوښ شي .

چينګ های ولايت د چين په شمال لويديځ کې پروت دی چې د دغه ځای لوړې ځمکې ډيرې مشهورې دي. د دغه ولايت د مرکز شي نينګ ښار يو واټ د خوندورو خوراکونو له امله ډير شهرت هم موندلی دی. د پروګرام په دغه کړۍ کې به د دغه واټ په اړه تاسو ته لږ څه معلومات وړاندی کړم چې له نژدی څخه د لوړې ځای خوندوره ډوډۍ وګورو.

دغه واټ د شي نينګ ښار په خيتځه برخه کې پروت دی چې پراخوالی يی شاوخوا لس مترو ته رسيږی. د دغه واټ په دواړو غاړو کې د اوسپنيزو لرګيو او سپينو ټوکرانو څخه ډير جوړ شوي ساده کورونه ليدل کيږی. ويل کيږی چې په دغو ساده کورونو کې د چينګ های ښار ټول خوندور خوراکونه هم موندل کيږی. د هرې ورځې په ماښام په دغه واټ کې ډيره ګڼه ګوڼه ليدل کيږی. خلک په ډله ايزه توګه له خپلو ملګرو يا کورنيو سره يو ځای په دغه واټ کې بېلابېل ډول أش، د پسه غوښه او داسی نور.

په چينګ های سيمه کې يو ډول خواړه ډير مشهور دی چې نيانګ پي نوميږی. نيانګ پي چې له نخود څخه جوړ شوی، سپين او تور دوه رنګونه لري. په دغه واټ کې د هوی قوم يو ځوان مسلمان چې مو های نوميږی، په ځانګړی توګه نيانګ پي پلوری. هغه وويل:

(لومړی اواز)

نيانګ پي له پخيدو وروسته سړيږي بيا په وړوکی لرګی پری کيږی. نيانګ پي بايد له سرکې، د مرچ له غوړی، ګشنيز او هوږې سره يو ځای وخوړل شي چې ډير خوندور دی.

نيانګ پي د يو کال په څلورو موسمونو کې خوړل کيږی چې هم ډوډۍ او هم يو ډول خوراک ګڼل کيږی.

په دغه ښار کې يو بل خوراک هم ډير خوندور دی چې په حقيقت کې د پسه د کولمو أش دی. په دغه أش کې د پسه غوښه ښوروا او کولمې شامل دی. هره ورځ د داسی أش د پلورلو دکان په شاوخوا ډير کسان ليدل کيږی. هر کس په لاسونو کې يوه لويه کاسه نيولی وي چې له تاوده أش څخه ډک وی. له تيان جين ښار څخه راغلی يو سيلانی ښاغلی جاو های ليانګ د داسی أش ډيره ستاينه وکړه او ويی ويل:

(دوهم اواز)

زه په شي نينګ ښار کې دری ورځې پاتی شوم . ما هره ورځ داسی أش وخوړ او هر ځل مې دوه کاسې خوړ . ما د هيواد له ډيرو ځايونو څخه ليدنې کړې دي خو هيڅکله مې داسی خوندور أش نه و خوړلی. خو کله چې زه له دغه ځای نه وخوځيږم بيا داسی أش نه شم خوړلی.

د دې نه پرته په چينګ های سيمه کې د پسه غوښه هم د يادونې وړ ده. د دغې سيمې د پسه غوښه ډيره خوندوره ده چې د بېلابېلو قومونو د خلکو خوښيږی. په دغه سيمه کې د مېلمنو د هرکلی لپاره ترټولو ښه خوراک د پسه غوښه ده. په دې وروستيو کلونو کې د دغې سيمې د سيلانۍ چارو له پرمختګ سره په ټولو رستورانټونو کې د پسه غوښه د خوړو په ليست کې شامليږی.

په شي نينګ ښار کې يو دود هم شته دی چې له مخی يی د غوښه له خوړلو مخکی بايد د لاو چای په نامه يو ډول ځانګړی چای وڅښی. د دې ترڅنګ کله چې د شي نينګ خلک د پسه غوښه خوری دوی ځايی ځانګړی ګشنيز هم خوری چې ارغوانی رنګ لری. دغه راز په دغه سيمه کې خلک له مرچو سره هم ډيره مينه لري . په دغه سيمه کې د مرچو په

خواړه کې نه يوازی مرچ بلکې ګشنيز، زنجبيل او پياز هم په کې شامل دی.

کله چې تاسو په دغه ښار کې سفر کوي وبه ګورئ چې مستې هم ډېرې مروجې دي. د چين په کرنيزه يا مالداره سيمه کې خلک د مستو خوړلو دود لری چې په تيره بيا د هوی قوم خلک له مستو سره ډېره مينه لري. د هوی قوم يوه ميرمن ما لي وويل:

(درېيم اواز)

مستې د شيدو په پرتله لازيات غذايی توکي لري. په نورو ځايونو کې په مستو کې ډير مصنوعی توکی شته خو زموږ مستې ډيرې تازه او طبعی دي.

ګرانو اوريدونکو! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده. خوشحاله او نېکمرغه اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای