CRI Online

په شي ان ښار کې د پسه غوښې په ښوروا کې ماته شوې ډوډۍ

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 15:55:03

ګرانو اوريدونکو! السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو هرکلی کوم. په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته په شي ان ښار کې د يو مشهور خواړه په اړه څه معلومات وړاندی کړم.

ګرانو دوستانو! کله چې تاسو د چين د لويديځ لرغونی شي ان ښار ته سفر وکړي، د چين د لومړی امپراطور له هديرې او د مجسمو له ماڼۍ څخه د ليدنې ترڅنګ ، بايد ځايی بېلابېل خوندور خواړه هم وخورئ. له دغې جملې څخه يو ډول خواړه ډير مشهور دی چې يانګ ژو پاو مه نوميږی. يانګ ژو په چينی ژبه کې يعنی د پسه غوښې او پاو مه يعنی په ښوروا کې ماته شوې ډوډۍ. نو يانګ ژو پاو مه يعنی د پسه غوښې په ښوروا کې ماته شوې ډوډۍ ده.

د دغه خواړه په اړه يوه په زړه پوری کيسه هم شته. ويل شو چې زر کاله دمخه د سونګ په نامه د سلسلې لومړی امپراطور جاو کوانګ ين و. هغه له امپراطور کيدو مخکی ډير بی وزلی و. يوه ورځ هغه په شي ان ښار کې و چې په هغه وخت کې هغه ښار چانګ ان نوميده. هغه ډير وږی شوی و خو له ځان يی سره يوازی دوه ټوټې وچې ډوډۍ درلودې. هلته د سړک ترڅنګ د پسه غوښې د پخولو يو دکان هم موجود و او د دغه دکان څښتن ډير مهربانه کس و. هغه جاو کوانګ ين يې ته وويل چې په کاسه کې وچه ډوډۍ ماته کړه او وروسته يی په کاسه کې د پسه غوښې ښوروا واچوله . جاو کوانګ ين د دغه خواړه له خوړلو وروسته ډير خوشحاله شو.

لس کاله وروسته يعنی په ٩٦٠ ميلادې کال کې جاو کوانګ ين امپراطور شو . يو ځل هغه له ياد شوی دکان څخه ليدنه وکړه او ويی غوښتل چې د پسه غوښې

په ښوروا کې ماته شوې ډوډۍ وخوری. دغه راز هغه د دغه دکان څښتن ته ډيرې پيسې هم ورکړې.

له دې وروسته دغه خواړه په دغه ښار کې مروج شو. تر اوسه څه دپاسه يو زره کاله تير شوي خو د پسه غوښې په ښوروا کې ماته شوې ډوډۍ په دغه ښار کې ترټولو مشهور او اغېزمن خواړه هم ګڼل کيږی. نن ورځ د شي ان ښار د جونګ ګو لو ډګر تر څنګ د تونګ شنګ شيانګ په نامه رستورانټ چې ٨٨ کاله تاريخ لري، د دغه خواړه د پلورلو يو ډير مشهور ځای دی. دغه رستورانټ د روان کال په جون کې د چين د غيرمادي تاريخی اثارو په ليست کې هم شامل شو .

يوه ورځ زموږ د راډيو خبريال له دغه رستورانټ څخه ليدنه وکړه او هلته يی له يو مېلمه سره خبرې وکړې:

(لومړی اواز)

تاسو له کوم ځای څخه ياست ؟

شانګ های

د لومړی ځل لپاره د پسه غوښې په ښوروا کې ماته شوې ډوډۍ خوري ؟

هو

تاسو ډير تکړه ياست .

هو، زما يو ملګری زده کړه راکړې ده. هاها، د شمال خلک له دغه خواړه سره ډيره مينه لري.

دغه خوندور خواړه څرنګه جوړيږی؟ يو مسلمان اشپز ښاغلی ما وويل:

(دوهم اواز)

د دغه خواړه لپاره ترټولو مهم توکی د پسه غوښې ښوروا ده. د دغې ښوروا خوند

له اور، مالګې او وخت سره هم تړاو لري.

په حقيقت کې د دغه خواړه د خوړلو لپاره څلور ډوله شه دي. په دې اړه د شان شي ولايت د خواړو کلتور د څيړنې ټولنې مرستيال بای جيان بو وويل:

(څلورم اواز)

لومړی ډول په وچه توګه خواړه خوړل دی. له پيل څخه تر پايه پوری په کاسه کې ښوروا نه ليدل کيږی. دوهم، د خوړلو په پای کې په کاسه کې لږ څه ښوروا پاتی کيږی. درېيم، په کاسه کې ډيره ښوروا اچول کيږی. څلورم ، خلک په جلاجلا توګه ښوروا څښي او وچه ډوډۍ خوري.

څوورځې مخکی په شي ان کې ټول پوښتنې ترسره شوې چې له مخی يی د شان شي ولايت کلتور کار پوه او ليکوال ښاغلی چن جونګ شي او د پسه غوښې په ښوروا کې ماته شوې ډوډۍ ترټولو نه زياتې رايې ترلاسه کړې دي. دغه خواړه د شي ان ښار يوه نښه هم ګڼل کيږی.

ګرانو اوريدونکو! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده. خوشحاله او نېکمرغه اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای