CRI Online

په لو فنګ کې د دينوسورانو دره

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 15:54:53

ګرانو اوريدونکو! السلام عليکم ! د چين نړيوالې راډيو پروګرام ته زه احمد زلمی هرکلی کوم. د پروګرام په دغه کړۍ کې به د چين د جنوب لويديځ د يون نان ولايت په لو فنګ ولسوالی کې د دينوسورانو يوې درې په اړه تاسو ته څه معلومات وړاندی کړو.

په دغه دره کې تاسو د لرغونی وخت فضا احساسولی شئ.

(لومړی اواز)

دينوسوران ٢٣٠ مليون کاله دمخه په ځمکنی کره کې ليدل کيدل خو ٦٥ مليون کاله دمخه په ناڅاپه توګه ټول واک شول. دغه پېښه تر اوسه لاهم يو پټ راز ګڼل کيږی. د چين د يون نان ولايت لوفنګ ولسوالی په نړۍ کې يو هغه ځای دی چې په کې د دينوسورانو ډير فوسيلونه پيدا شول. د چين د علومو اکاډمی غړی او د ساينس او تکنالوژۍ د وزير مرستيال ښاغلی چنګ جين پۍ وويل چې د دينوسورانو فوسيلونه او د دغو توکيو په شاوخوا يی اکولوژی چاپيريال ګرانه شتمنی ګڼل کيږی. د دوی ساتنه او کارونه به لويې اقتصادی او کلتوری ګټې رامنځته کړي.

هغه وويل:

(دوهم اواز)

په لوفنګ کې د دينوسورانو فوسيلونه د نړۍ په کچه د تاريخ پېژندنې ګرانه سرچينه ده. په دغه ځای کې د دينوسورانو دره لوړ سيلانی او اقتصادی ارزښت هم لري چې خلک هلته علمی معلومات ترلاسه او ساعت تيری هم کولی شي. زه باور لرم چې دغه ځای به د ځوانانو لپاره د تاريخ پېژندنې او د ملت پالنې يو ښه ځای وګرځي.

د دينوسورانو دره د يون نان ولايت له مرکز کون مينګ ښار څخه يوازی شپېته

کيلومتره واټن لري او د موټر واټن يوازی يو ساعت دی. دغه دره يو مربع کيلومتره پراخوالی لری چې په کې د سيلانۍ لپاره يو لوی پارک هم شامل دی. دغه پارک دوې برخې لري چې د ٢٠٠٨ کال د اپريل په ١٨ نيټه پرانيستل شو.

دغه پارک ته له ننوتلو مخکی څلور جګ ستنې ليدل کيږی چې هره ستنه ٢٨ متره جګوالی لری. د دغو ستنو پر مخ باندی نژدی دوه سوه دينوسوران کښل شوی دی. په دغه پارک کې د دينوسورانو کمپ په نامه يوه لويه ننداره شته. د دغه پارک يو لارښوونکی په دې اړه وويل:

(درېيم اواز)

د دينوسورانو کمپ اوس په هيواد کې د دينوسورانو په اړه د اړوندو معلوماتو او ځانګړتياوو د ښودلو ترټولو يو لوی ځای دی. په دغه ننداره کې سيلانيان د ويډيو له لارې هغه بهير کتلی شي چې دينوسوران څرنګه له ځمکنی کرې څخه ورک شول.

دغه ننداره د دينوسورانو د فوسيلونو د استخراج کولو لپاره د غره پر لمن باندی جوړه شوې ده. دغه لمن ١٥ متره جګوالی، ٤٠ متره پراخوالی او ٨٣ متره اوږدوالی لري. په دغه لمن کې لږ ترلږه د دينوسورانو ٢٠ فوسيلونه ليدل کيږی. د علمی څيړنې له مخی په دغه لمن کې د دينوسورانو نور ٤٠٠ فوسيلونه هم پاتی شوي دي.

ويل کيږی چې د دينوسورانو داسی لويه ننداره يوازی د چين په يون نان کې ليدل کيدای شي. د چين د علومو اکاډمی د دينوسورانو د څيړنې په اړه کارپوه دونګ جي مينګ خبريالانو ته وويل:

(څلورم اواز)

په شاوخوا سيمه کې دغه ځای د علمی څيړنې لپاره ډير مشهور دی. نژدی هغه غر چې کون يانګ چون نوميږی، يو مليارد کلن تاريخ لري. موږ د دغې پروژې د څيړنې لپاره

په دغه ځای کې نهه کاله پاتی شوی يو. د پرمختګ اوسنی پايله د خوښۍ وړ ده.

د دينوسورانو په دره کې له جيانګ شي څخه يو ماشوم ګاو يا هم له موږ سره خبرې وکړې او ويی ويل:

(پنځم اواز)

ښوونکو ويلی دوه سوه مليونه کاله دمخه په دغه ځای کې ګڼ شمير دينوسورانو ژوند کاوه. دغه ځای چې اوس زموږ تر پښو لاندی دی، په خوا د دينوسورانو کور و .

د اړوند پلان له مخی به د دينوسورانو دره په دغه ځای کې د پنځو ستورو په يو پارک جوړ شي. د جولوجي په نامه د پانګونې شرکت اجرايوی مشر جو مۍ پين وويل:

(شپږم اواز)

زموږ د شرکت موخه د دينوسورانو کلتور په وسيله دغه دره د چين په لويديځه برخه کې د سيلانۍ يوه اډه جوړول دي.

ګرانو اوريدونکو! د پروګرام دغه کړۍ په همدی ځای پای ته ورسيده. خوشحاله او نېکمرغه اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای