CRI Online

ښکلی سه چوان ولايت درېيمه برخه

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 15:54:53

د سه چوان ولايت بودايی غرونه

ګرانو اوريدونکو! السلام عليکم! ښايی چې تاسو د چين د سه چوان ولايت په اړه زيات معلومات ونه لرئ خو حتمأ پنداګان ښه پېژنئ. دغه ژوی ډير په زړه پوری دی چې زيات خلک ور سره مينه لري. د سه چوان ولايت د پنداګانوټاټوبی دی.

د دې ترڅنګ په سه چوان ولايت کې هوانګ لونګ سيمه چې په دنيا کې جنت ګڼل کيږی، او د هه مۍ او له په نامه غرونه چې د بوديزم دوه مشهور ځايونه هم دي، او د سن شينګ دوی په نامه يو تاريخی ځای چې دوه زره کلن تاريخ لري چې ناڅاپه له نړۍ څخه ورک شوی و، ليدل کيږی.

که تاسو غواړئ د دغه ولايت په اړه لازيات معلومات ترلاسه کړئ نو مهربانئ وکړئ زموږ د پروګرام دغه لړۍ واورئ . د چين نړيواله راډيود ٢٠٠٨ کال د ديسمبر له ١١ نيټې څخه د ٢٠٠٩ کال د اپريل تر ١٥ نيټې پوری چين ته د سيلانۍ په خپرونو کې يو لړ پروګرامونه خپاره کړي. تاسو کولی شئ چې د چين نړيوالې راډيو د پښتو خپرونې د ويبپاڼې له لارې هم دغه پروګرام واورئ او ويی لولئ. له تاسو څخه غوښتنه کوو چې په اړونده معلوماتی سيالی کې هم ګډون وکړئ. موږ به غوره شويو اوريدونکو ته جايزې هم ورکړو.

ګرانو دوستانو! اوس تاسو ته دوه پوښتنې وړاندی کوم: لومړی، د غه مۍ په نامه غر د چين د بودايزم يو مقدس ځای دی که نه ؟ دوهم، تاسو ته معلومه ده که نه چې د له شان په نامه غره کې د بودا مجسمه اوس په نړۍ کې تر ټولو لويه مجسمه ده. زما پوښتنه دا ده چې جګوالی يی څومره دی؟

(لومړی اواز)

د غه مۍ په نامه غر په چين کې لومړنی غر ګڼل کيږی. ويل شو چې په څلورمه پيړۍ کې د هند يو راهب چې باو جانګ نوميده، د غه مۍ غره له ليدلو وروسته وويل : ( دغه غر د جن دان لومړنی غر دی!) د جن دان معنی دا ده چې لمر له دغه ځای څخه پورته کيږی. په تيره زمانه کې هند چين ته د جن دان نوم ورکړ چې د احترام معنی لري. دغه راز، غه مۍ غر په چين کې د لومړنی غره نوم ترلاسه کړ.

د چين په ډيرو مشهورو غرونو کې د غه مۍ غر جګ دی چې د سمندر له سطحې څخه څه دپاسه دری زره متره جګوالی لري. د دغه غره د سر او لمن ترمنځ تودوخې لوی توپير لري چې د بېلابېلو نباتاتو لپاره يې ښه چاپيريال برابر کړي . د اړوندې شميرنې له مخې، په دغه غر کې څه دپاسه پنځه زره ډوله نباتات ليدل کيږی چې دغه شمير په ټوله اروپا کې د نباتاتو د ډولونو له شمير سره برابر دی.

(دوهم اواز)

د غه مۍ غر له بودايی کلتور سره نژدی تړاو لري. د ميلاد په لومړی پيړۍ کې بودايزم له هند څخه د غه مۍ غره په شاوخوا سيمه کې خپريده او دغه راز په هغه وخت کې د چين لومړی معبد هم جوړ شو. له هغه وخت راهيسی د غه مۍ غر ګام په ګام د چين د بودايزم يو مشهور ځای وګرځيد.

د بودايزم له مخی، په غه مۍ غره کې د پو شيان پوسا په نوم بودا عبادت کيږی. داسی هم ويل کيږی چې هر ځای چې بودا شته ، په دغه ځای کې پوشيان پوسا شته . اوس په غه مۍ غره کې شاوخوا دری سوه راهبان او ديرش معبدونه هم شته دي.

له غه مۍ غره څخه د لويديځ ته په ديرش کيلومترۍ کې د له شان په نوم يو غر پروت دی. په دغه غره کې د نړۍ ترټولو لويه بودايی مجسمه ليدل کيږی. د له شان لويه بودايی مجسمه اويا متره جګوالی لري او د اوږو پراخوالی شل مترو ته رسيږی. ويل کيږی

چې دغه غر يوه بودايی مجسمه ده يا دغه مجسمه يو غر دی.

په دغه ځای کې د يوې لارښوونکې وولي پينګ د خبرو له مخې دغه مجسمه د تانګ د امپراطورۍ په سلسله کې يعنی د ميلاد په ٧٠٠ کال کې جوړه شوه. کله چې تاسو له دغه ځای څخه ليدنه وکړئ، ځايی خلک به په دې اړه په زړه پوری کيسې هم درته ووايی.

ګرانو اوريدونکو! زه به نننی دوې پوښتنې يو ځل بيا تکرار کړم. لومړی، د غه مۍ په نامه غر د چين د بودايزم يو مقدس ځای دی که نه ؟ دوهم، تاسو ته معلومه ده که نه چې د له شان په نامه غره کې د بودا مجسمه اوس په نړۍ کې تر ټولو لويه مجسمه ده. زما پوښتنه دا ده چې جګوالی يی څومره دی؟

ګرانو اوريدونکو! د پروګرام دغه کړۍ په همدی ځای پای ته ورسيده. خوشحاله او نيکمرغه اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای