CRI Online

په دان با ولسوالۍ کې کلالرونکې ودانۍ

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 15:54:53

ګرانو اوريدونکو! السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم! د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د چين د سه چوان ولايت د دان با ښکلې ولسوالۍ په اړه ځيني معلومات وړاندې کړم!

دان با ولسوالي د چين د جنوب لويديځ په سه چوان ولايت کې پرته ده. له هوا نه کتل کيږی چې پنځه سيندونه په دغه ولسوالی کې تړل کيږی او د يو ګل په شان شکل غوره کوي . دغه ځای د سل ګونو برجونو وطن هم ګڼل کيږي چې په کې ډېر تاريخي کلاګان ليدل کيږی.

دان با ولسوالي د چين د سه چوان ولايت د ګن زه د تبتی قوم په خپلواک ښار کې پرته ده دی چې د ګن زه ښار ختيځه دروازه ګڼل کيږی. د نوموړې ولسوالۍ مساحت پنځه زره او شپږ سوه متره مربع دي چې په کې ډېر غرونه او درې ليدل کيږي. د دغه ځای طبيعي منظرې ډېر په زړه پورې دي چې خپلې ځانګړتياوې لري. په دغه ولسوالۍ کې د لرغونو کلاګانو په اړه ښاغلي دان زنګ وويل:

(لومړی اواز، د ښاغلي دان زنګ خبرې)

ويل کيږی چې په ډېره پخوانۍ زمانه کې د دان با په سيمه کې پرله پسی څو کلونه د غلودانو حاصلات ډېر بد وو او شيطان هم ستونزې جوړولې . يو کس پاچا ته وړانديز وکړ چې بايد د شيطان د مخنيوي لپاره يو ډول ځانګړې کلا جوړه کړای شي . د دغې کلا د کوټې د ديوالونو جګوالی اووه متره وو ، د دروازو جګوالی يې شاوخوا يو متر او د کړکۍ جګوالی يی يوازې يو په دری مترو ته رسيږی چې دغه شان ودانۍ په اسانه توګه ساتل کيږي. دغه راز پاچا امر ورکړ چې په هېواد کې ډېرې داسې ودانۍ جوړې کړي.

يادې شوې خبرې يوازې کيسه دي خو په حقيقت کې داسې کلالرونکې ودانۍ له جګړو سره نژدې تړاو درلود. د دغو ودانيو دروازې له ځمکې اووه متره لوړې جوړې شوې وې . د دروازې پر مخ به يو لرګی لرونکی پل ايښودل شوی وو. د جګړو پر مهال به دغه لرګی وايستل شول. د ودانۍ له لوړو ځايونو نه به پر دښمنانو غشي ويشتل کيدل .

د دان با له ګڼ شميرو کلالرونکو ودانيو څخه په جون پو او جونګ لو علاقه داريو کې کلالرونکی ودانۍ ترهرڅه ډېر د ليدونکو پام وراړوي . په جونګ لو علاقه دارۍ کې په يوه څوکه کې يوه ځانګړی داسی ودانی شته چې ديارلس کونجونه لري. د ځايی خلکو په أند د کونجونو شمير د ودانی د خاوند له واک او حيثيت سره تړاو درلود. په دې اړه ښاغلی دان زنګ چې يو مهربان لارښوونکی هم دی، وويل:

(دوهم اواز )

ديارلس د تبتی قوم په فکر کې د نيکمرغۍ يوه شمېره ده. په دان با کې يوډول ځانګړی لرغونی نڅا هم شته چې د ديارلسو جنګی ربانو نڅا نوميږی. دغه ديارلس جنګی ربان د تبتی قوم ساتونکي هم ګڼل کيږی. نو خلک د ديارلس کونجونو لرونکې ودانۍ د جوړولو له لارې دغو ربانو ته خپل احترامات څرګندوی.

دان با د سل ګونوکلالرونکو ودانيو وطن ګڼل کيږی. په دغه سيمه کې د لرغونې زمانې ترټولو زياتې بېلابېلې داسی ودانی نن ورځ ليدل کيږی.

کله چې اوه لس سوه کاله دمخه په دی ځای کې د کلالرونکو ودانيو جوړښت پيل شو چې په هغه وخت کی دغو ودانيو شمير له دری زره نه اوښتی و. حتی په يوه کلی کې نژدی سل داسی ودانی ليدل کيدې.

د ځايی کلتوری مرکز کارکوونکې ميرمن يانګ زونګ وويل:

(درېيم اواز)

د دغو ودانيو د جوړښت ځايونه او نظم ډير علمی دی. ځينی بروج په هغه څوکه کې جوړ شو چې د سمندر له سطحې نه دری زره متره جګ دی. اما د ټولو بروجو سبک له شاوخوا چاپيريال سره يو شان دي چې ساختماني نمونه يې بللی شو .

ګرانو دوستانو! چين ته د سيلاني پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده. خوشحاله او نيکمرغه اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای