CRI Online

د دياو يو تای په نامه دولتی مېلمستون

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 15:55:18

ګرانو اوريدونکو! السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم. په دې پروګرام کې به تاسو ته د چين د بېلابېلو مشهورو ځايونو په اړه معلومات وړاندی کړم. د دې ترڅنګ د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به د چين د ملی هوټل په اړه تاسو ته څه ناڅه معلومات وړاندی کړم.

د دياو يو تای په نامه ملی هوټل د بېجينګ د لويديځې سيمې په يوه منظره لرونکې منطقه کې پروت دی. د کب نيولو لرغونی ډګر چې څه دپاسه اته سوه کلن تاريخ لري، د پخوانيو امپراتورانو د سفر په مهال د استوګنې ماڼۍ او هم اوس د بېجينګ مشهور باغ دی. د ميلاد له يو زر او يو سل او پنځلسم کال څخه تر يو زر او دوه سوه او څليرويشتم کال پوری د جين سلسلې جانګ ځونګ امپراتور پخوا په دغه ځای کې کبان نيول، نو ځکه اوس د امپراتور د کب نيولو ډګر په نامه ګڼل کېږي. د يوان سلسلې په لومړيو وختونو په يو زر او دوه سوه او يو اويايم کال کې د چين صدر اعظم ليان شی شيان په دغه ځای کې د ون ليو تانګ په نامه يوه بنګله جوړه کړه چې د سيلانۍ يو مشهور ځای ګرځېدلی و. له يو زر او څلور سوه او پنځه ويشتم کال وروسته د کب نيولو دغه لرغونی ډګر د لوړ پوړيو چارواکيو کور شو چې زيات مشهور شخصيتونه به په دغه ځای کې راغونډېدل او هلته به يې مشاعرې کولې. د دغه ځای منظرې د چينګ سلسلې چيان لونګ امپراتور ډېرې خوښې شوې او بيا يې په کې يوه ماڼۍ جوړه کړه.

د چين حکومت په ١٩٥٨ کال کې د چين د ولسی جمهوريت جوړېدو د لسمې کاليزې د نمانځنې او چين ته د ځينو هېوادونو مشرانو د هرکلي لپاره پرېکړه وکړه چې د کب نيولو لرغوني ډګر په منظره لرونکې سيمه کې يو دولتی مېلمستون جوړ کړي او د دياو يو تای په نامه يې ونوموي. د دياو يو تای دولتی مېلمستون عمده طراح ښاغلی جانګ کای جی په چين کې ډېر زيات شهرت لري. له يو کال وروسته په دغه ځای کې اووه ودانۍ جوړې شوې. له دې وروسته د دياو يو تای دولتی مېلمستون د نورو هېوادونو او حکومتونو د مشرانو او مشهورو نړيوالو شخصيتونو لپاره په ځانګړيو خدمتونو پيل وکړ او دغه مېلمستون د ګوند او هېواد د مشرانو له خوا د ديپلوماتيکو فعاليتونو مهم ځای وګرځېد. له جوړېدو راهيسی په دغه مېلمستون کې نژدی اته سوه تنه مشران او مشهور شخصيتونو ته هرکلی ويل شوی او ډېر زياتې نړيوالې غونډې او فعاليتونه هم په کې تر سره شوي دي.

د دياو ياو تای د دولتی مېلمستون پراخوالی له څلور سوه او دېرش زره مربع مترو څخه اوښتی چې جهيل يې څه دپاسه اويا زره مربع متره سيمه نيولې ده. په وروستيو کلونو کې د کوريا ټاپووزمې شپږاړخيزې خبرې اترې د دغه دولتی مېلمستون د فانګ فې يوان په نامه ودانۍ کې تر سره شوې. دغه ودانۍ د ٢٠٠٢ کال په اګست کې جوړه شوی او تر اوسه پوری يې د نورو هېوادونو او حکومتونو د مشرانو او بېلا بېلو ټولنو او نړيوالو تصديو د مشهورو شخصيتونو په شمول د نژدی شپېته زره تنو کوربنتوب کړی دی.

ګرانو دوستانو! همداوس مو د چين د يو ډېر مشهور هوټل په اړه اړوندو معلوماتو رڼا واچوله. که تاسو غواړئ نور تفصيلات هم ترلاسه کړئ نو مهرباني وکړئ چې د دغه هوټل په انترنټ ويب پاڼه وګورئ او پته يی دا ده : www.chinadyt.com

ګرانو اورېدونکو! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده. هيله من يم چې تاسو د چين نړېوالې راډيو نورې خپرونې هم واورئ! خوشحاله او نېکمرغه اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای