CRI Online

د هو تونګ جانګ په نامه د بېجينګ د ملکی دودونو له موزيم څخه ليدنه

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 15:55:18

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! زه احمد زلمی يم او د پروګرام دغې کړۍ ته مو هرکلی کوم. اوس بېجينګ ښار چې درې زره کلن تاريخ لري، ورځ په ورځ مخ په زياتېدونکي سيلانيان راجلبوي. چين ته د سفر په ننني پروګرام کې به له تاسو سره يو ځای د بېجينګ لرغونيو واټونو او لارو ته ولاړ شو او تاسو ته به د لرغوني بېجينګ د ځانګړتياوو په اړه خوندور معلومات وړاندی کړو.

د بېجينګ ښار په لويديځ کې له لو ګو پول سره په نژدی سيمه کې د هو تونګ جانګ په نامه د لرغوني بېجينګ د ملکی دودونو يو موزيم موجود دی. دغه موزيم د دوديز کلتور د يو مينه وال له خوا په شخصی توګه جوړ شوی دی. هو تونګ چې په چينی ژبه کې د کوڅې معنی لري، د بېجينګ د دوديز کلتور يوه نښه ده او جانګ د دغه موزيم د خاوند کورنی نوم دی. د دغه موزيم پراخوالی اووه سوه مربع مترو ته رسېږي چې د بېجينګ د دوديزو لاسی صنايعو زر هنری شيان، مجسمو او سل قيمتی او ارزښتناک تاريخی عکسونه په کې ساتل شوي دي.

کله چې سيلانيان د هو تونګ جانګ موزيم ته ننه وځي، نو د بېجينګ د ځانګړې موسيقۍ ډول غږ يې تر غوږو کيږی او زيات په زړه پوری تاريخی اثار تر سترګو کېږي.

کارکوونکي د دغو تاريخی اثارو د يادونې پر وخت زياتې خبرې وکړې، د بېلګې په توګه د بېجينګ کوچنی شوی لرغونی واټ کې چې اوږدوالی يې سل مترو ته رسېږي، د شلمې پېړۍ په پيل کې د بېجينګ ولسی کلتور په کې ترسيمېږي او د پخوانيو بېجينګيانو د ژوند څرګندوی هم دی. په دغه کوچنی شوی واټ کې څه دپاسه يو سل او څلويښت رنګا رنګ مشهورې مغازې، څه دباندی لس پخواني موټرونه يا نورې ترانسپورتی وسيلې او زيات شمېر خلک ليدل کېږي چې بېلا بېلې جامې يې اغوستې وي.

دغه کوچنی شوی لرغونی واټ د دغه موزيم د خاوند جانګ يو جون له خوا په خپله د لسو کلونو په اوږدو کې جوړ شوی دی. اووه څلويښت کلن ښاغلي جانګ پخوا په يوه ډاګخانه کې د يو انځورګر په توګه کار کاوه. خو د لرغوني بېجينګ له کلتور سره يې د زياتې مينې له امله له خپلې دندې استعفا وکړه او د خپلو ټولو پيسو په لګولو سره يې دغه موزيم پرانيست. په دغه کوچنی شوی لرغوني واټ کې ټولې مجسمې د ده له خوا جوړې شوې دي. ښاغلي جانګ يو جون په دې اړه وويل

ما پر دغه واټ بې شمېره ځله تګ راتګ کړی او د هر ځل تګ احساسات مې بېلا بېل دي. زما په أند، دغه واټ ډېر ښکلی، په زړه پوری او خوندور دی.

بر سيره پر دې، سيلانيان په دغه موزيم کې د زياتو پخوانيو لوبتکو لوبه او د پخوانيو بېجينګيانو ژوند احساسولی. سيلانيان له لوبې وروسته په پورتني پوړ کې د بېجينګ اوپرا اورېدلی او د بېجينګ دوديز خوراکونه خوړلی شي. د پخواني بېجينګ د دوديز کلتور زيات مينه وال څو ځله دغه موزيم ته تللي دي. له فينلند څخه راغلی ماټي لېريما خبريال ته وويل

زه د خپل ملګري په معرفی له وروستيو شپږو مياشتو راهيسی څلور ځله دغه موزيم ته تللی يم او دغه موزيم مې ډېر خوښ شوی دی. نه يوازی د بېجينګ پخوانۍ ودانۍ مې کتلی، بلکې لوبې هم کولی شم. زما په وطن فينلند کې هم زيات شخصي موزيمونه شته.

هو تون جانګ شخصی موزيم هميشه د بېلا بېلو ټولنو مرسته تر لاسه کوي، د بېلګې په توګه ځينو کسانو په وړيا توګه دغه موزيم ته د خپل پخواني شيان يا هنری اثار ډالۍ کړي دي. يو چينايی ځوان جانګ جون وويل

زه اوس يو داوطلب يم، خو پخوا يوازی يو کتونکی وم. موږ د چين له کلتور سره زياته علاقه لرو، نو ځکه مو دغه دنده پر غاړه اخيستې ده چې دوديز کلتورونه وساتو.

ګرانو اورېدونکو، زموږ پروګرام په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې يو وخت تاسی هم د هو تون جانګ له شخصي موزيم څخه ليدنه کتنه وکړئ او د بېجينګ د دوديز کلتور په اړه زيات معلومات تر لاسه کړئ. روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای