CRI Online

د بيجينګ د امپراطورۍ ماڼۍ ترڅنګ يو هوټل

cri     (GMT+08:00) 2009-10-26 09:41:41

ګرانو دوستانو! السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم. د دغه پروګرام په تېرو لړيو کې مو د بيجينګ د امپراطورۍ ماڼۍ په اړه اړوند معلومات ترلاسه کړي دي. اوس د امپراطورۍ ماڼۍ ترڅنګ يو هوټل موجود دی چې په کې تاسو د امپراطورانو ګاونډی ګرځيدلی شئ. خو په دغه هوټل کې ځينی پرمختللی تاسيسات پخوانيو امپراطورانو ونه ليدل. د پروګرام په دغه کړۍ کې به موږ سره يو ځای دغه هوټل ته ولاړ شو.

د دغه هوټل نوم هوانګ جيا يي جان دی چې هوانګ جيا په چينی ژبه کې د شاهی کور معنی لري. دغه هوټل د امپراطورۍ د ختيزې خوا په مقابله خوا کې پروت دی. په دغه هوټل کې د امپراطورۍ ښکلی منظرې او په شاوخوا سيمه کې د بيجينګ دوديز کورونه ليدل کيږی. د دغه هوټل جوړونکی او مشر ښاغلی ليو شاو جون وويل چې په دغه ځای کې د يو هوټل د جوړولو لامل د دی ځانګړی موجوديت دی. هغه زياته کړه:

(لومړی اواز)

په بازارونو کې ارام ځايونه لږ پيدا کيږی چې ډېر په زړه پوری هم دي. د امپراطورۍ ماڼۍ څه دپاسه اوه سوه کاله دمخه جوړ شوی او د دغه هوټل په بله خوا د بيجينګ اصلی ودانی ليدل کيږی. خلک به په دی هوټل کې ګومان وکړي چې موږ له کوم ځای څخه راغلی او کوم ځای ته ولاړ شم؟ زه له دغه ځای سره ځانګړې مينه لرم.

که څه هم دغه هوټل دوديزه بڼه لري خو په دننه کې تاسيسات ډېر پرمختللی دي چې د يو المانی شرکت له خوا ډيزاين شوی دی. ښاغلی ليو په دې اړه وويل:

(دوهم اواز)

کله چې تاسو دغه هوټل ته ننه وځئ، حيران به وشئ چې دلته چين دی که نه؟ موږ د لويديځ او ختيز، دوديز او اوسنی چين ترمنځ يو منځنی ټکی پيدا کړی دی.

په دغه هوټل کې پنځه پنځوس خونې چمتو شوې دي چې د چين په تاريخ کې د پنځه پنځوس امپراطورانو معنی لري. په دې هوټل کې د مېلمنو کلی لمبر نه لري خو د هرې خونې د کلی په بدرګه د يو امپراطور عکس لري. کله چې مېلمه له دغه هوټل څخه ووځي نو د دغه امپراطور عکس يو ستمپ ترلاسه کولی شي. د دې ترڅنګ ښاغلی ليو وويل: (درېيم اواز)

په دغه هوټل کې د نړۍ هرې ځای ته د مېلمنو د لومړی تلوفون لومړی دری دقيقې وړيا دي. مېلمنه به په دې اړه پوښتنه لري نو زه به دوی ته ځواب ورکوم چې د چينايانو د دود له مخې کله چې موږ يو بل ځای ته ځو نو له رسيدو وروسته لومړی کار خپلو کورنيو ته د امن پېغام ورکوو. زموږ په اند د دغه ځواب تېلوفون بايد وړيا وي. مېلمنه به تری د چين ښکلی کلتور او دودونه احساسوي.

که څه هم دغه هوټل نوی جوړ شوی خو په نړۍ کې يی ډېر شهرت موندلی دی. د ٢٠٠٨ کال په نومبر مياشت کې د امريکا د فوبوس مجلې له خوا د نړۍ د ١٢ وتلو هوټلونو کې د بيجينګ د هوانګ جيا يی جان هوټل شامل و.

د المانی ځوان سچايبل د دغه هوټل د منيجر مرستيال دی او هغه وويل:

(څلورم اواز)

ډېر مېلمنه د دغه هوټل د ډيزاين له سبک سره مينه لري. موږ په دغه هوټل کې ډېر وخت لرو چې له مختلفو مېلمنو سره تماس لري.

له هسپانيا څخه ګرځندی مېرمن ريناتی له خپل خاوند سره چين ته سفر کوي چې په همدغه هوټل کې اوسيږی. دې وويل

(پنځم اواز)

د دغه هوټل ځای ډېر ښه دی. موږ د هوټل له دروازې څخه د امپراطورۍ ماڼۍ کتلی شو. زما په اند په يو اصلی هوټل کې ځای دوديز سبک احساسول يو ډېر ښه او په زړه پوری کار دی.

ګرانو دوستانو! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده. خوشحاله او نېکمرغه اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای