CRI Online

د بېجينګ په جنوب لوېديځ کې لومړی لوړه څوکه

cri     (GMT+08:00) 2009-10-26 09:52:00

ګرانو اورېدونکو! السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم! د بېجينګ په جنوب لوېديځ کې يو غر موجود دی چې چيان لينګ شان غر نوميږی. د پروګرام په نننې کړۍ کې به له تاسو سره يو ځای دغه غره ته ولاړ شو.

چيان لينګ شان غر د بېجينګ په جنوب لوېديځ د فنګ تای سيمې په وانګ زو علاقه داری کې پروت دی چې د ښار له مرکزی سيمې څخه دېرش کيلومتره واټن لري. د دغه غره عمده څوکه چې د سمندر له سطحې څخه شپږ سوه نهه نوی متره لوړوالی لري، د بېجينګ په جنوب لوېديځ لومړی لوړه څوکه ګڼل کيږی. د ځايی حکومت يو مامور وويل: (لومړی اواز)

د چيان لينګ شان غر د خلکو د سيلانۍ لپاره يو ښه ځای دی. دغه غر ډېرې ځانګړتياوې لري، د بېلګې په توګه لومړی، دغه غر ژور بودايی کلتوری بنسټ لري چې په کې ډېر لرغونی غرنی معبدونه ليدل کيږی. دوهم، د ده طبيعی منظرې ډېرې ښکلی او په زړه پوری دي چې د بېجينګ په جنوب لويديځ ترټولو لوړ غر دی. درېيم، د دغه غره بڼه او شکل ډېر ښکلی دي.

د چيان لينګ شان غره سيلانی سيمه د ٢٠٠٧ کال په سپتمبر کې په رسمی توګه ګرځندويانو ته خلاصه شوې ده چې په کې ٢٧٠ ډوله نباتات ليدل کيږی. د دې ترڅنګ دغه غر ژور بودايی کلتوری سبک لري چې په کې اړوند تاريخی اثار څلور سوه کاله دمخه جوړ شوی وو. په دغه سيلانی سيمه کې لارښوونکې لو شوي وويل: (دوهم اواز)

زموږ د چيان لينګ شان غره په سيلانی سيمه کې کلتوری چاپيريال، ښکلی طبيعی منظرې او بودايی کتلور احساسيږی. په دې سيمه کې په پسرلی کې ګلان، په دوبی کې پاکې رڼې اوبه، په منی کې سرې پاڼې او په ژمی کې سپينې واورې ليدل کيږی. د دې ترڅنګ په دغه غره کې طبيعی غرنی درې هم ليدل کيږی چې په تېره زمانه کې راهبانو په دغو درو کې ژوند کاوه.

اوس دغه غر د سپورټ مينه والو ډېر خوښيږی. نوموړې لارښوونکې وويل چې ډېر خلک د ورزش کولو لپاره دغه غره ته خيژي. هغې زياته کړه: (درېيم اواز)

په دې سيمه کې غرنی لارې اوارې دي او ښه حالت لري. د دغه غره لوړه څوکه شپږ سوه نهه نوي متره جګوالی او سره يو ځای دری زره اووه سوه پوړی لري.

په بېجينګ کې غرونو ته د ختونکو ټولنې مرستيال وانګ شين وويل چې په بېجينګ کې ډېر خلک غرونو ته د ختلو له ورزش سره شوق او مينه لري او اوس چيان لينګ غر د دوی لپاره يو ښه ځای دی. هغه زياته کړه: (څلورم اواز)

اوس په بېجينګ کې شاوخوا دوه مليونه هغه وګړي شته چې په هره اوونۍ کې غره ته خيژي. موږ له چيان لينګ شان غره سره مينه لرو ځکه چې لومړی، دغه سيمه د سيلانۍ لپاره نوی جوړه شوې ده چې په کې بنسټيز تاسيسات ښه دي. دوهم، په وانګ زو علاقه داری کې د سپورټ او ساعت تيری چارې پرمختللې دي چې اړوند تاسيسات چمتو او بشپړ دي.

چيان لينګ شان غر د يو کال په څلورو موسمو کې ځانګړې ښکلی بڼې لري او هر کال ډېر بهرنی سيلانيان هم ځان ته راجلبوي. له کانادا څخه راغلی ګرځندوی ښاغلی توماس وويل: (پنځم اواز)

زه په چين کې شيانګ شان، هوانګ شان، تای شان غرونو ته ختلی يم. زه له دغو غرونو سره ډېره مينه لرم.

ښاغلی جانګ ون يو يو تقاعد شوی کارګر دی چې کله کله دغه غره ته د ختلو لپاره راځي. هغه وويل: (شپږم اواز)

داسی تقاعد شوي کارګران يوه خوا طبيعی منظرې ګوري او بله خوا ورزش کوي چې د روغتيا لپاره ګټور دی.

ګرانو دوستانو! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده. خوشحاله او نېکمرغه اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای