CRI Online

په جيانګ سو ولايت کې يوه لرغونې علاقه داري _ تونګ لي

cri     (GMT+08:00) 2009-11-03 17:35:37

ګرانو دوستانو! السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم! د پروګرام په دې برخه کې موږ د چين له بېلابېلو ښکلو ځايونو څخه ليدنه کتنه کوو. هېله لرم چې تاسو لپاره چين ته د سيلانۍ په اړه څه ناڅه معلومات وړاندې کړم. د پروګرام په نننې کړۍ کې به د چين په جيانګ سو ولايت کې يوې لرغونې علاقه دارۍ ته ولاړ شو چې تونګ لي نوميږي.

جيانګ سو ولايت د چين په ختيزه برخه کې پروت دی. د دغه ولايت د تای هو جهيل پر غاړه يوه لرغونې علاقه دارۍ موجوده ده چې تونګ لي نوميږی. دغه علاقه داري څه دپاسه زر کاله تاريخ لري. په دغه علاقه دارۍ کې ښکلي عنعنوی کورونه ليدل کيږی نو هر کال د چين او نړۍ له بېلابېلو ځايونو څخه ګڼ شمېر سيلانيان دغه ځای ته راځي.

د دغه علاقه داري په څلورو خواوو کې سيندونه دي. پنځلس سيندونه له دغه علاقه دارۍ څخه تيريږی. نو سړکونه او د خلکو کورونه د سيندونو پر غاړه جوړ شوي دي. له څو سوو کلونو راپه دې خوا ګڼ شمېر عنعنوی کورونه لا تراوسه په ښه ډول ساتل شوي دي.

د شانګهای د تونګ جي پوهنتون کارپوه پروفيسر جو جيان په دې اړه وويل:

(لومړی اواز)

دغه علاقه داري خلکو ته ارام او خلاص احساسات رسوي. لومړی، د لرغونيو کورونو پر دېوالونو ښکلی تصويرونه کښل شوي چې محتويات يی خورا په زړه پوری دي. دوهم، تقريبأ د هر کور په بڼ کې ونې او نيالګی ليدل کيږی. خلک د خوشحالۍ او نيکمرغۍ په فضا کې ژوند کوي.

په دغه علاقه داري کې ځينی کورونه څو سوه کاله دمخه جوړ شوي وو. د توی سه يوان په نوم يو کور په ٢٠٠٠ کال کې د م م د يونيسکو سازمان له خوا د نړېوالو کلتوری ميراثو په ليست کې شامل شو. ځايی لارښوونکی په دې اړه وويل:

(دوهم اواز)

محترمو مېلمنو! دغه باغ اوس د دولت په کچه د ساتلو وړ يو ځای او نړېوال کلتوری ميراث هم دی چې توی سه يوان نوميږی.......

دغه باغ يوه ځانګړتيا لري چې حتی د دوبی په تودو ورځو کې په دې باغ کې خلک تودوخه او ګرمي نه احساسوي. د دې ترڅنګ د ډېرو فلمونوبرخې هم په دغه باغ کې ترسره کيږی. له ١٩٨٤ کال راهيسی څه دپاسه سلو فلمونو ځينې برخې په دغه باغ کې ترسره شوې وې.

(موسيقی)

ډېر سيلانيان غواړي چې له نژدی نه تونګ لي وګوري نو په دغه علاقه دارۍ کې د يوې مودې لپاره اوسيږی. يو ځايی لارښوونکی شوی ژون وويل:

(درېيم اواز)

په دغه علاقه داري کې ډېر عصری هوټلونه ليدل کيږی چې ځينی پنځه ستوريز او ځينی يی څلور ستوريز دي. خو په دی ځای کې د ځينو ځايی اوسيدونکو په کورونو کې هم اوسيدلی شي. سيلانيان به له ځايی خلکو سره يو ځای چکر وهي او ډوډۍ خوري. سيلانيان له نژدی نه ځايی ځانګړتياوې احساسولی شي.

مېرمن جانګ هونګ ينګ د يو داسی وړوکی هوټل خاونده ده چې نوم يی جنګ فو څاو تانګ دی. هغې په دې اړه وويل:

(څلورم اواز)

زموږ ډېر مېلمانه د انترنېټ له لارې ريزف کوي. ځينی بهرنيان لکه فرانسويان، بريتانويان او داسی نور هم زما په هوټل کې اوسيږی. د دغه هوټل په باغ کې ډېر ښکلی ګلان هم ليدل کيږی. سيلانيان د دغه هوټل له سبک سره ډېره مينه لري.

ګرانو دوستانو! تونګ لي علاقه داري سوجو ښار ته اتلس کيلومتره، شانګهای ته اتيا کيلومتره او جو جوانګ علاقه داري څخه يوازی لس کيلومتره واټن لري چې زياتې ترانسپورټي اسانتياوې لري. دغه ځايونو ليدل ستاسو راتګ ته هروخت هرکلی کوي.

ګرانو دوستانو! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسېده. خوشحاله او نيکمرغه اوسئ!

(ژباړونکی: احمد زلمی)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای