CRI Online

د جنت په شان يو ښکلی ځای _ بو او

cri     (GMT+08:00) 2009-11-11 20:57:38

ګرانو اورېدونکو! السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو هرکلی کوم! د پروګرام په نننې کړۍ کې به له تاسو سره يو ځای يو ټاپو ته ولاړ شو چې بو او نوميږی.

بو او يوه علاقه داری ده چې د چين د جنوب د های نان ولايت د جيونګ های په ښار کې پرته ده. دغه ځای د اسيايی فورم د دايمی استوګنې په توګه ټاکل شوی دی. دغه ځای يو ډېر ښکلی ځای دی چې د جنت په شان ښکلې علاقه داری ګڼل کيږی.

په بو او کې د خلکو د پام وړ شی لومړی بايد د اسيايی فورم د غونډې مرکز وی چې شکل يی د يو لوی سپين صدف په شان دی. د دې ترڅنګ په بو او کې بنسټيز تاسيسات هم ډېر بشپړ دي چې بېلابېل هوټلونه، د ساعت تيرۍ کلي او د ورزش سامان لات ډېر ليدل کيږی.

د بو او په جنوب کې يوه تراړه موجوده ده چې اته اعشاريه پنځه کيلومتره اوږدوالی لري . دغه تراړه د سمندر او سيند اوبه په دوو برخو سره جلا کړې دي. سيلانيان په دې ځای کې سمندر وينی او ترشا يی ارام سيند بهيږي. ځايی لارښوونکې اغلی جانګ وويل:

سيندونه په دغه ځای کې سمندر ته ورننه وځي چې د نړۍ له همداسو ښکليو ځايونو څخه ترټولو ښه ساتل شوی.

اغلی جانګ زياته کړه چې په بو او کې بايد په ځايی ګرمو اوبو کې ځان واچوي او په طبيعی ګرمو اوبو سره ولامبي ځکه چې دلته ګرمې اوبه ځانګړې طبی اغېزې لري. اغلې جانګ په دې اړه وويل:

د دغه ځای ګرمې اوبه ډېرې طبی اغېزې او ګټې لري. د ګرمو اوبو تودوخې اندازه کچه له اوويا څخه تر نوی پوری ده چې ځانګړی ښکلی بوی هم لري. له داسې اوبو کې له لامبو او وتلو وروسته د خلکو پوستکی ډېره ښکلا او غوړېدا ښکاره کوي .

په دغه ځای کې تاسو بايد له ځايی عنعنوی کورونو څخه هم ليدنه وکړئ. په دې ځای کې يو لرغونی کور شته چې پخوا د ښاغلی څای کور و. لارښوونکې جانګ وويل:

دغه کور صفر اعشاريه دوه هکتار پراخوالی لري چې اتيا دروازې، سل کړکۍ او پنځوس خونې لري. دغه کور د کلا په شان دی چې د عمومی خونې جګوالی يی اتو مترو ته رسيږی.

هر کال کله چې اسيايی فورم په دې ځای کې غونډه ترسره کوي، ډېره ګڼه ګوڼه ليدل کيږی. عام سيلانيان او د بېلابېلو هېوادونو او سيمو مشران په دغه ځای کې راغونډيږی.

که څه هم اوس په بواو کې هوايی ډګر نه شته خو دغه ځای ته د سيلانيانو راتګ ډېرې اسانتياوې لري. اغلی جانګ وويل:

الوتکې های کوو ښار ته تللی شی نو سيلانيان له های کوو څخه بواو ته په سرويس راغلی شي. د اوبو او نورو ځايونو ترمنځ سرويسونه ډېر زيات او اسان دي.

ګرانو دوستانو! د دې ترڅنګ به په بو او کې د اسيايی فورم په اړه څه ناڅه معلومات درکړی شی. د ٢٠٠١ کال د فبرورۍ په اوه ويشتمه نېټه د استراليا، بنګله ديش، برونی، کمبوديا، چين، هند، اندونيزيا، جاپان، ايران، قزاقستان، قرقيزستان، لاوس، ماليزيا، مغولستان، ميانمار، نيپال، پاکستان، فلپين، د کوريا جمهوريت، سينګاپور، سريلانکه، تاجکستان، ټايلند، ترکمنستان، ازبکستان او ويتنام په ګډون د شپږويشتو هېوادونو استازيو د چين د های نان ولايت په بو او ښار کې د يوې غونډې په پرانيستلو سره اعلان وکړ چې د بو او اسيايی فورم جوړ کړ او په دغه غونډه کې د بو او اسيايی فورم د اعلاميې او اصول نامې په ګډون يو شمېر لارښوونکي اسناد تصويب شول او د نړيوالې ټولنې زياته پاملرنه راجلب شوې ده.

ګرانو دوستانو! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده. خوشحاله او نېکمرغه اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای