CRI Online

مکاو ته سفر کوئ!

cri     (GMT+08:00) 2009-11-22 16:42:49

ګرانو اورېدونکو! السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم. د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د چين د مکاو د ځانګړې ادارې سيمې په اړه څه ناڅه معلومات درکړم!

د مکاو د ځانګړې ادارې سيمې د سيلانۍ چارو څانګې مشر ښاغلی ان دونګ ليانګ څو ځله دې ته اشاره کړې چې پلوراليزم د مکاو د سيلانۍ ترټولو لويه ځانګړتيا ده.

چين ته د مکاو د بيرته ستنېدو دمخه دغې سيمې د سيلانيانو اکثريت د هانګ کانګ وګړي وو. په ١٩٩٩ کال کې مکاو ته د کورنيو او بهرنيو سيلانيانو عمومی شمېر څه ناڅه اووه مليونه څلورسوه څلويښت زره و. د ٢٠٠٣ کال په جولای کې نوموړې سيمې د ګرځندويانو پرمخ پرانيستل شوه چې د چين د سترې برخې عام وګړي پخپله له مکاو سيمې څخه شخصی ليدنه کولی شی. نو دغې سيمې ته د سيلانيانو جوړښت بدل شو چې د چين له سترې برخې څخه د سيلانيانو شمېر د سيلانيانو په عمومی شمېر کې څه دپاسه نيمه برخه نيولې ده. په ٢٠٠٨ کال کې دغې سيمې ته د چينی او بهرنيو سيلانيانو شمېر ٢٢ مليونه ٩٠٠ زره تنو ته ورسيد. که څه هم اوس د سيلانۍ لوی چاپېريال ښه نه دی خو د مکاو د سيلانۍ حالت د ښه والی په حال کې دی. ښاغلی ان دونګ ليانګ وويل:

که څه هم نړېوال پولی بحران او د خوګ والګی منفی اغېزې رامنځته کړې خو د مکاو د سيلانۍ حالت ښه کيږی. په وروستيو دريو مياشتو کې د سيلانيانو شمېر ورځ په ورځ زيات شوی دی. د تېر کال د همدې مودې په پرتله په اګيست مياشت کې د سيلانيانو شمېر په سلو کې شپږ اعشاريه يو څلويښت ، په سپتمبر کې په سلو کې دری اعشاريه پنځه اويا او په اکتوبر کې په سلو کې پنځه اعشاريه نولس زيات شوی دی. موږ هېله لرو چې د سيلانۍ حالت نورهم ښه شي.

په ٢٠٠٢ کال کې د مکاو ځايی حکومت د م م د يونيسکو سازمان ته غوښتنليک وړاندی کړ چې د مکاو تاريخی ښاری سيمه د نړۍ د کلتوری ميراثو په ليست کې شامل شي. د دريو کلونو د کوښښونو په رڼا کې د ٢٠٠٥ کال د جولای مياشتې په ١٥ نېټه د مکاو تاريخی ښاری سيمه د نړۍ د کلتوری ميراثو په ليست کې شامل شوه. دغه راز دغه ځای د چين يودېرشم ځای شوی چې د نړۍ د کلتوری په ليست کې شامل شوی دی.

د مکاو تاريخی ښاری سيمه په چين کې يوه ډېره لويه عنعنوی سيمه ده چې چينی او غربي سبک لري او په کې څه ناڅه شل عنعنوی ابادی شامل دي.

په وروستيو کلونو کې د مکاو ځايی حکومت د سيلانۍ څانګې او هوايی شرکتونو په ګډه د کلتوری ميراثو د سلانۍ لارې په ګډه تنظيموي. په هر ځای کې چې الوتکې رسيږی، د سيلانۍ تبليغات وړاندې کوي .

ښاغلی ليو په مکاو کې څه دپاسه څلور کاله کار کړی دی او د مکاو د خاطراتو په اړه يی وويل:

ما په مکاو کې څلور کاله کار کړی دی. پخوا مې د مکاو په اړه کم معلومات درلودل خو اوس پوهيږم چې مکاو ډېر په زړه پوری ځای دی. د دې ترڅنګ مکاو ډېر ځانګړی خوراکونه هم لري.

زموږ خبريال په مکاو کې له يو ګرځندوی سره خبرې وکړې چې له شان دونګ ولايت څخه راغلی. هغه وويل:

مکاو ډېر ښه او ښايسته ځای دی. په دی ورځو کې مې ښه خوراکونه خوړلي او د مکاو وګړي هم مهربان دي.

ګرانو دوستانو! مکاو ستاسو هرکلی کوي. د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده. خوشحاله او نېکمرغه اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای