CRI Online

په چين کې ترټولو ښکلی او ښايسته جهيل-چينګ های هو

cri     (GMT+08:00) 2009-11-22 16:46:38

ګرانو دوستانو! السلام عليکم ! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم! د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د چين ترټولو ښکلی او ښايسته جهيل په اړه چې د چينګ زانګ په لوړه برخه کې پروت دی، معلومات درکړم.

جينګ های هو جهيل د چينګ های ولايت د شمال ختيز د چينګ های هو په نامه کاسه کې پروت دی چې د دغه ولايت له مرکز شي نينګ څخه ١٥١ کيلومتره واټن لري.

جينګ های هو جهيل د چين په دننه برخه کې ترټولو لوی ملګين جهيل دی چې ترټولو ښکلی او ښايسته جهيل هم ګڼل کيږی. يو ځایی لارښوونکی لي يو څای وويل چې ځايی اوسيدونکو رښتينی سمندر نه دی کتلی نو د دوی په فکر کې چينګ های هو جهيل د يو سمندر په شان دی چې ورته لويديځ سمندر هم ويل کيږی. هغه وويل:

جينګ های هو جهيل يو ډېر ښکلی جهيل دی چې په چين کې ترټولو لوی مالګين جهيل هم دی. د دغه جهيل پراخوالی څلور زره او پنځه سوه مربع کيلومتره دی. د دغه جهيل جګوالی د سمندر له سطحې څخه دری زره يو سل شپږ نوی مترو ته رسيږی. د دغه جهيل په څلورو خواوو کې غرونه دي. د دغه جهيل منځی ژوروالی ١٩ متره او ترټولو ژور ځای يې ٣٩متره دی.

د چينګ زانګ په لوړه کې جينګ های هو جهيل ډېر پراخ دی او هوا يی متعدله ده. ځکه چې ددغه جهيل جغرافيايی حالت بېل دی نو د هوا د بدلون له امله د يوې ورځې په بېلابېلو وختونو کې د جهيل رنګونه هم يو شان نه دی. نوموړي لارښوونکی لي يو څای وويل:

په اوسنيو ورځو کې د جهيل اوبه اووه رنګونه لري نو شاوخوا اوسيدونکي دغه جهيل د اووه رنګين جهيل په نامه هم يادوي چې يو مقدس جهيل هم ګڼل کيږی. هر کال په جولای مياشت کې چينګ های هو جهيل خورا ښکلی دی ځکه چې د دغه جهيل پر غاړه د شړشمو ګلونه غوړيږی. ابی اسمان، شپين ورېځ او د شړشمو زرين ګلان دې سيمې ته لا ډېره ښکلا وربښي.

د يو کال په څلورو موسمو کې د چينګ های هو جهيل منظرې هم بېلې دي. د دوبی په موسم کې د چينګ های هو جهيل پر غاړه پراخ څړ ځایونه د يوې لويې شنې غالۍ په شان ده. کله چې هوا سړيږی، شاوخوا غرونه او څړځايونه زرينې جامې اغوندي. کله چې واوره اوريږی نو دغه ځای يوه لويه هنداره ګرځي.

د هر کال په دوبی کې ډېر ګرځندويان دغه ځای ته سفر کوي. له شا ان شي ولايت څخه راغلی ګرځندوی ښاغلی وانګ فنګ وويل چې چينګ های هو جهيل ته سفر کول د ده يوه هېله ده. هغه وويل:

پخوا مې اوريدلي چې چينګ های ډېر ښکلی دی. کله چې زه دلته راغلم، زړه مې ډېر خوشحاله وو. ځايی خلک ډېر مېله پال دي او چاپيريال هم ډېر پاک او ښکلی دی.

د چينګ های هو په جهيل کې پنځه ټاپوګان موجود دي چې د پنځو بيړيو په شان دي. له دغو ټاپوګانو څخه يو ټاپو چې نياو داو نوميږی، ډېر مشهور دی. که څه هم دغه ټاپو يوازی نيم مربع کيلومتره دی خو د هر کال په پسرلی او دوبی کې څه ناڅه يو لک مهاجرمرغان په کې اوسيږی.

په ساوخوا ځای کې د هان، تبت او مغول توکومونو په ګډون وګړي په ګډه سره نېکمرغه ژوند کوي. سيلانيان دلته نه يوازی ښکلی منظرې کتلی شي بلکې د ځايی خلکو مهربانی هم احساسولی شي. په دغه ځای کې د سيلانۍ بنسټيز تاسيسات هم بشپړ دي. چينګ های ستاسو هرکلی کوي.

ګرانو دوستانو! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده. خوشحاله او نېکمرغه اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای