CRI Online

چينګهای هو جهيل _ د ژوند يو کور او د هيلو يو جوړونکی ځای دی

cri     (GMT+08:00) 2009-12-23 10:38:24

ګرانو دوستانو! السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم! د پروګرام په دې برخه کې له تاسو سره يو ځای د چين له يو ډېر ښکلی جهيل څخه ليدنه وکړو .

چينګهای هو جهيل د چينګ زانګ په لوړه کې يوه ملغلره ګڼل کيږی چې د چين د ملی جغرافيايی مجلې له خوا د چين ترټولو ښکلی او ښايسته جهيل بلل کيږی. دغه جهيل په چين کې ترټولو لوی جهيل هم دی چې اوبه يی مالګينې دي. کتل کيږی چې دغه جهيل په ليری ځای کې له اسمان سره تړل کيږی او پر مخ يی د غرونو بڼې هم ليدل کيږی. په جهيل کې بېلابېل ډوله کبان لامبو وهي او دباندی يی مرغان الوزي. د دغه جهيل په شاوخوا سيمو کې پراخ څيړ ځايونه دي چې په کې د شړشمو ژيړ ګلان او سپينو رمو پسونه هم ليدل کيږی.

دغه جهيل د ځايی اوسيدونکو په زړه کې يو مقدس او سپيڅلی جهيل ګڼل کيږی چې هر کال دې ته احرامات ورکوي.

د هرکال په اپريل کې کله چې د دغه جهيل کنګل او واوره ويلي کيږی، له جنوب خوا نه زرګونه مهاجر مرغان دغه ځای ته راځي. کله چې منی رسيږی دوی يو ځل بيا جنوب خوا ته ځي. په همدې وخت کې اسمانی بتې او قازونه له دغه جهيل څخه تيريږی. نو دغه جهيل د اسمانی قازونو يو کور ګرځيدلی دی. د ځايی حکومت د سيلانۍ چارو ادارې يوې مامورې په دې اړه وويل:

تقريبأ د هر کال د اکتوبر په سر کې اسمانی قازونه دغه ځای ته راځي. اوس د چينګهای هو جهيل په شاوخوا سيمه کې څه دپاسه دوه زره اسمانی قازونه ليدل کيږی چې ډولونه يی هم بېلابېل دي.

په وروستيو کلونو کې د جينګهای هوجهيل په شاوخوا سيمو کې د لندو ځمکو پراخوالی زيات شوی چې د اسمانی قازونو د ژوند لپاره ښه چاپيريال او زمينې برابرې شوې دي. هر کال د ژمی په وخت کې زرګونه ښکلی اسمانی قازونه د جهيل پر مخ لوبې کوي او غږونه يی هم په زړه پوری دی. نوموړې مامورې په دې اړه وويل:

پخوا دغه اسمانی قازونه د هر کال په نوامبر کې په دغه ځای کې راغونډيږی خو اوس په اکتوبر کې دلته راځي چې شل ورځې مخکی شوې دي. لامل دا دی چې د دغه ځای طبيعی چاپيريال ډېر ښه شوی دی.

د دې ترڅنګ په دغه سيمه کې يو بل وحشی ژوی هم ليدل کيږی چې د چين يو ځانګړی ډول غزال يا هوسۍ ده. په تېره زمانه کې دغه هوسۍ ډېرې وې خو د تيرې پيړۍ له اتمې لسيزې راهيسی اوس يوازی شپږ سوه داسی غزال موجودې دي.

د ځايی سيمې د ځنګلونو يو پوليس په دې اړه وويل:

اوس د دغه جهيل د شاوخوا سيمې طبيعی چاپيريال ډېر ښه دی او موږ د اړوندو وحشی حيواناتو ساتنه پياوړی کړې ده نو هر ځل موږ ګزمه کوو داسی هوسۍ کتلی شو. اټکل کيږی چې په شاوخوا سيمه کې شپږ سوه داسی هوسۍ ليدل کيږی.

اوس چينګهای هو جهيل د خلکو په ساتنې او روزنې سره نورهم ښکلی او ښايسته کيږی. دغه جهيل په اسمانی قازونو، هوسۍ، او شاوخوا وحشی غرونو او څيړ ځايونو سره ستاسو هرکلی کوي.

ګرانو دوستانو! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده. خوشحاله او نيکمرغه اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای