CRI Online

د سان يا په اړه خاطرات

cri     (GMT+08:00) 2009-12-23 10:39:53

ګرانو اورېدونکو! السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم. د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به د چين په جنوب کې د يو ښکلی ځای په اړه چې سان يا نوميږی، څه ناڅه معلومات درکړم. هيله ده چې د خپرونې تر پايه راسره پاتې شئ.

سان يا ښار د چين د های نان ټاپو په جنوبی برخه کې پروت دی چې په چين کې د تودې سيمې د سيلانۍ وړ يوازنی ځای هم بلل کيږی. ځينی کسان وايی چې که تاسو های نان ولايت ته ولاړ شئ نو هرو مرو سان يا ښار ته هم ولاړ شئ.

ځکه چې سان يا ښار د چين په جنوبی سرحدی سيمه کې پروت دی نو په ډېره پخوا زمانه کې حکومت ځينی مجرمين دغه ځای ته وليږدول. دغه راز دغه ځای د اسمان او سمندر د ګوټې معنی هم درلود. خو اوس سان يا د خلکو په فکر کې د سيلانۍ وړ يو ډېر ښه ځای ګرځېدلی دی.

سان يا ښار په توده سيمه کې پروت دی چې د هر کال منځنۍ تودوخه يی د سانتي ګيريد ٢٣ درجې ته رسيږی نو د يو کال په څلورو موسمونو کې هوا يی متعدله وي. په دې اړه له بيجينګ څخه راغلی يو ګرځندوی وويل:

ما په روسيه کې زده کړه کړې ده او له زده کړې وروسته مې په لومړی وخت کې د سيل لپاره دغه ځای غوره کړی دی. دغه ښار ډېر په زړه پوری دی. په روسيه کې د يو کال په دوولسو مياشتو کې لس مياشت ژمی وي او نورې دوې مياشتې دوبی وي. خو په سان يا ښار کې هره مياشت دوبی دي چې تودوخه يی هم ډېره لوړه نه ده. زه له دغه ځای سره ډېره مينه لرم.

د دغه ښار شمالی برخې غرونه او جنوبی خوا يی له سمندر سره پيوسته ده چې څه ناڅه دوه سوه کيلومتره سمندری کرښې لري. دغه ځای شاوخوا نولس خليجونه لري چې له دې جملې څخه يا لونګ وان خليج ډېر مشهور دی. دغه خليج په سان يا کې ترټولو ښکلی او ښايسته خليج بلل کيږی چې شګې او رېګ يی ډېرې نرمې او پاکې دي. د دې ترڅنګ د دغه ځای سمندری اوبه هم ډېرې پاکې او رڼې دي چې د لس مترو ژور يی مالوميږي.

سمندر په دننه برخه کې د اوسيدونکو لپاره ډېر جلبونکی دی. اغلی شيا د خپلو کورنيو په بدرګه له سان يا څخه ليدنه کوي. دغه ځای پر دی ښکلی يادونه او خاطرې په زړه کې پريښې دي . دی وويل:

زه په ځانګړې توګه له سمندر سره مينه لرم ځکه چې د دغه ځای سمندر ډېر روڼ او پاک دی. زه له بيړۍ څخه د سمندر ژور ځای کتلی شم.

نه يوازی ګرځندويان بلکې ځايی اوسيدونکی له سمندر سره ځانګړی احساس لري. ٢٦ کلن ځوان لو وۍ فو يو ځايی اوسيدونکی دی. هغه د دغه سمندر په اړه وويل:

کله چې زه سمندر ګورم زما زړه او سينه هم د پراخوالی احساسات لری.

ويل کيږی چې ټول ګرځندويان به له دغه ځای سره مينه پيدا کړي. نه يوازی د دغه ځای لمر او شګلنه غاړه ډېره په زړه پوری ده بلکې د دغه ځای د خلکو د ژوند بڼه هم ښايسته ده. نوموړي ځوان لو وۍ فو په دې اړه وويل:

په سان يا ښار کې د خلکو د ژوند سرعت ورو دی. ځکه چې دغه ښار لوی ښای نه دی چې د بېلابېلو برخو ترمنځ واټن دومره ليری نه دی. په شن جن او ګوانګ جو او نورو لويو ښارونو کې خلک د منډې وهلو په شان دي. دغه راز زموږ ژوند عمومأ ورو او په زړه پوری دی.

که څه هم سان يا ښار وړوکی دی خو ډېر ګرځندويان ځان ته راجلبوي. دغه ښار ستاسو هم هرکلی کوي. ګرانو دوستانو! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده. خوشحاله او نيکمرغه اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای