CRI Online

يو په زړه پوری ښار يان بيان

cri     (GMT+08:00) 2010-01-27 20:09:08

ګرانو دوستانو! السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم! هيله لرم چې تاسو د پروګرام ترپايه راسره پاتی شئ!

د چين د شمال ختيز په جي لين ولايت کې د کوريا توکوم يو خودمختار ښار موجود دی چې يان بيان نوميږی. دغه ښار د چين، دېموکراتيکې کوريا او روسيې په ګډه سرحدی پوله کې پروت دی. په دغه ښار کې د چانګ بای غره ښکلی طبيعی منظره او د کوريا توکوم ځانګړی سبک ليدل کيږی. د ژمی په موسم کې له واورو څخه ډکه منظره هم ډېره ښايسته او په زړه پورې ده.

په دغه ښار کې د چانګ بای غر د چين له لسو مشهورو غرونو څخه شميرل کيږی. د دغه غره د ادارې يو مامور شيو هاو ژان په دې اړه وويل:

د چانګ بای غره لوړه څوکه دوه زره شپږ سوه او يو نوي متره جګوالی لري چې د چين په شمال ختيز کې ترټولو لوړه څوکه ده. چانګ بای په چينی ژبه کې د اوږد مهال لپاره سپين رنګ معنی لري. ځکه چې د دغه غره ډبرې په دوبی کې سپين رنګه ښکاري او په ژمی کې پر سپينې واورې پوښلی وي نو خلک دې ته چانګ بای غر وايی. دغه غر د من توکوم ټاټوبی دی چې د چينګ د امپراطورۍ سلسلې سقوط له خوا يو مقدس ځای بلل کيدلو. د دې ترڅنګ دغه غر د دې معنی هم لري چې خاوندان او ښځې دې تل په نيکمرغۍ سره ژوند وکړي.

په ژمی کې د چانګ بای غره په سپينو واورو پوښلی او هوا يی ډېره تازه وي. هر کال دغه ځای ګڼ شمير ګرځندويان ځان ته جلبوي.

په دغه سيمه کې يو مشهور ځای ډېر په زړه پوری دی چې ګرځندويان هرومرو دی ځای ته ولاړ شي چې د غره په لوړه برخه کې يو جهيل دی. دغه جهيل د چانګ بای غره په لوړه څوکه کې پروت دی. د دغه جهيل اوبه ډېرې رڼې دي او شاوخوا ځنګلونه دي. د دې ترڅنګ دغه جهيل د چين او دېموکراتيکې کوريا ترمنځ د سرحدی جهيل هم دی. د دغه جهيل په اړه يوه ښکلی کيسه هم شته.

ويل کيږی چې په جنت کې يوه ربه دوه ښکلی لوڼې لري. يو بل رب يوه هنداره لري. ويل کيږی چې دغه هنداره ښيي چې کومه نجلۍ ښکلې ده . اما هغه هنداره وايی کشره نجلۍ د مشرې نجلۍ په پرتله ډېره ښکلی ده. مشره نجلۍ ربه ډېره خپه شوه او دغه هنداره يی ځای پر ځای پريښودله. دغه راز دغه هنداره په دنيا کې په دغه ښکلی جهيل بدل شوې ده.

ځکه چې دغه ښار د چين، دېموکراتيکې کوريا او روسيې په ګډه پوله کې پروت دی نو د ملی لږکيو ځانګړی سبک هم لري. د چانګ بای غره له لوړې څوکې څخه د دغو دريو هېوادونو منظرې تر سترګو کيږی. د ځايی سيمې د ګرځندوۍ ادارې مرستيال جين فنګ وويل:

په دې سيمه کې د فانګ چوان په نامه د سيلانۍ سيمه د دولتی شورا له خوا په مشهورو ځايونو کې شامل شوې ده. په دې سيمه کې د نباتاتو او حيواناتو شتمنې سرچينې ليدل کيږی.

د سيلانۍ چارو په پرمختګ سره په يان بيان ښار کې ترانسپورټ او بنسټيز تاسيسات هم بشپړ شوي دي. هر کال په دې ښار کې د ای لي لانګ په نامه د سيلانۍ فيستوال فعاليت هم ترسره کيږی. د چانګ بای غره ترڅنګ يان بيان ښار ستاسو هرکلی کوي!

ګرانو دوستانو! د پروګرام دغه کړۍپه همدې ځای پای ته ورسيده. خوشحاله او نيکمرغه اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای