CRI Online

په چنګ ده کې غرنی ماڼۍ

cri     (GMT+08:00) 2010-01-27 20:12:30

ګرانو دوستانو! السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم. د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به له تاسو سره يو ځای بيجينګ ته نژدی د هه بۍ ولايت په چنګ ده ښار کې غرنۍ ماڼۍ ته ولاړ شو.

له بيجينګ څخه په شمال د هه بۍ ولايت په چنګ ده ښار کې يوه غرنۍ ماڼۍ شته چې دوه سوه کاله دمخه د چينګ د امپراطورۍ سلسلې يوه شاهی دوبنۍ ماڼۍ وه. ويل کيږی چې د چينګ امپوراطورانو د هرکال له می مياشتې څخه تر سپتمبر مياشتې پوری د امپراطورۍ ماڼۍ په دوبنی استوګنځای کې به وخت تيرولو.

دغه غرنۍ ماڼۍ په ١٧٣٠ کال کې جوړه شوې او په ورپسی نوی کلونو کې بيا بشپړه شوې ده. دغه غرنی ماڼۍ په دوو عمده برخو ويشل شوې ده چې يوه برخه يی د ماڼيو برخه او بله برخه يی د پارک او بڼ برخه ده. دغه غرنی ماڼۍ ډېره لويه ده چې پنځه مليونه شپږ لکه او څلويښت زره مربع متره پراخوالی لري. د ګرځندويانو يوې لارښوونکې وويل:

په دغه سيمه کې د امپراطورانو د ښکارۍ لپاره يو لوی ميدان شته. د کانګ شي په نوم امپراطور کله کله د زرګونو کسانو په مشرۍ دلته ښکار کولو. د دغو کسانو د ژوند د ضمانت لپاره د بيجينګ او دغه لوی ميدان ترمنځ يوه داسی ماڼۍ جوړه شوې وه.

د دغې لويې ماڼۍ د ابادۍ يو بل لامل دا دی: د بيجينګ او چنګ ده ترمنځ د لوی دېوال يوه برخه موجوده ده. په تېره زمانه کې له مغولستان، تبت او شينجيانګ څخه د ملی لږکيو مشرانو د لوی دېوال څخه بيرون امپراطورانو ته د احترام څرګندولو لپاره دلته انتِظار ايستل. د کانګ شي په نوم امپراطور هر کال په دغه ماڼۍ کې نيم کال د دوبی موسم وخت تيرولو چې د ملی لږکيو له مشرانو سره د خپلمنځی دوستۍ د ټينګتيا لپاره يو ګټور کار ګڼل کيده.

اوس پخوانی شاهی ماڼۍ په موزيم بدله شوې چې په کې د پخوانيو امپراطورانو بېلابېل توکي کتونکو ته په کې ايښودل شوي دي. په دې سيمه کې يوه ماڼۍ چې جان بو جينګ تينګ نوميږی، لومړی د ګرځندويانو تر سترګو کيږي. د ځايی لارښوونکې له قوله که څه هم دغه ودانی ځلانده بڼه نه ښکاري خو لګښت يی ټيټ نه و.

د دغه ودانۍ ټول لرګي د يو ډول ګرانو ونو لرګي وو . داسی ونې اوس نه ليدل کيږی چې په خوا يوازی د يون نان او تايوان په لرغونو ځنګلونو کې موجود وې. ويل کيږی چې د دغو ونو لرګي د سرو زرو بيه لري. اوس په دغه ودانۍ کې هغو لویو لرګیو حتی څه دپاسه زر کاله تاريخ لري. دغه ودانی ډېر ارزښت لري.

د دې ترڅنګ په دغه ودانۍ کې د ليدو وړ نور هنری توليدات هم ليدل کيږی چې د پخوانيو امپراطورانو لپاره جوړ شوي وو.

اوس د دغې سيمې د پارک برخه د عامو وګړو په رښتينې پارک بدله شوې ده. هره ورځ ډېر وګړي په کې چکر وهي او ورزش کوي. ميرمن ګاو چې يوه عامه ځايی اوسيدنکې ده، هره ورځ په دې پارک کې سهارنی ورزش کوي. دې وويل:

زموږ د چنګ ده وګړي له دغه ځای سره ډېره مينه لري چې دلته چکر وهي او ورزش کوي. په شپه کې ورزش کوونکي هم ليدل کيږی. دلته هوا ډېره ښه ده او زموږ له استوګنځيو څخه ليری هم نه ده.

هر کال دغه ځای د نړۍ له بېلابېلو ځايونو څخه د ګرځندويانو ډېرې ډلې ځان ته راجلبوي. دغه ښار ستاسو د ليدلو هرکلی هم کوي!

ګرانو دوستانو! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده. خوشحاله او نيکمرغه اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای