CRI Online

د ژمي په موسم کې په هاربين ښار کې د واورو له نړۍ څخه ليدنه

cri     (GMT+08:00) 2010-02-12 14:02:52

ګرانو دوستانو! السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم!

هاربين ښار د خپلو واورو له امله ډېر شهرت لري. د ژمي په موسم کې دغه ښار نورهم ښکلی او ښايسته وي. د پروګرام په دې لړۍ کې به له تاسو سره يو ځای دغه ښار ته ولاړ شو. هيله ده چې تر پايه راسره ملتيا وکړئ!

هۍ لونګ جيانګ ولايت د چين په شمال ختيزه برخه کې پروت دی چې په نقشه کې شکل يی د يوې اسمانی هيلۍ په شان دی. هاربين ښار د دغه ولايت مرکز دی چې د اسمانی هيلۍ په سر يوه مرغلره بلل کيږی. د ژمي په موسم کې په دغه ښار کې د تودوخې درجه د سانتي ګريډ په کچه تر صفر لاندی منفي ديرشو درجو ته رسيږي او نيم کال په نوموړې سيمه کې د ژمي موسم وي. دغه راز واوره او کنګل په دغه ښار کې ډېر ليدل کيږي چې هنرمندان د واورو او کنګلونو څخه ښکلی مجسمې او منظرې جوړوي.

د هر کال په جنورۍ کې د نړۍ له بېلابېلو ځايونو څخه راغلي ګرځندويان له دغه ښکلی ښار څخه ليدنه کوي . ځينو سيلانيانو چې له تودو سيمو څخه راغلي، هيڅکله يی د واورو منظرې نه وي ليدلي نو دلته يی په دليدلو حيرانتيا احساسوي. د چين له ګوانګ جو ښار څخه راغلی سيلانی ښاغلی ليو هاو د لومړی ځل لپاره له دغه ښار څخه ليدنه کوي او په دې اړه ويی ويل:

دغه ښار د واورو او کنګلونو ښار دی چې هوا يی دومره سړه ده. زه فکر کوم چې اوس د کيسو په نړۍ کې يم.

په دغه ښار کې د واورو او کنګلونو هنری فعاليت د تېرې پيړۍ په شپږمه لسيزه کې رامنځته شوی دی. هنرمندان په دغو مجسمو کې رنګه بريښنايی سامان الات او څراغونه ځای پر ځای کوي چې په شپه کې ډېرې ښکلی بڼې په شکل ښکاري.

سږ کال د جاو لين په نوم پارک د نړۍ له مشهور (Disney) شرکت سره همکاري کوي چې د سيلانيانو لپاره په لوړه کچه خدمتونه برابر کړي. د دغه ښار د سيلانۍ ادارې مشرې ميرمن يانګ جه په دې اړه وويل:

سږ کال د جاو لين پارک د واورو او کنګلونو هنری فعاليت عمده موضوع د Disney کيسې دي چې د فعاليت سيمه يی اتيا زره مربع کيلومتره پراخوالی نيسي. د دې ترڅنګ د لوبو ډېر تاسيسات هم جوړ شوي دي.

د سونګ هوا جيانګ پر سيند باندی جوړ شوی د واورو او کنګلونو نړيوال پارک په نړۍ کې د واورو او کنګلونو په اړه ترټولو لوی پارک دی. په دغه پارک کې څه ناڅه دوه زره مجسمې جوړې شوې چې پراخوالی پنځو لکو مربع کيلومترو ته رسيږي.

له بريتانيا څخه راغلی سيلانی کيون له خپلو شپږ تنو کورنيو غړيو سره يو ځای هاربين ښار ته سفر کړی. هغه او ميرمن يی داسی وويل:

د دغه ځای په اړه زه ګومان نه شم کولی چې پر ما يی ډيرې ژورې او په زړه پوری خاطرې يږيښې دي.

له يون نان ولايت څخه هنرمند د دوهم ځل لپاره په دغه فعاليت کې ګډون کړی دی. هغه د واورو او کنګلونو د مجسمو د جوړولو په اړه وويل:

د واورو مجسمې سپيڅلی او ښکلی دي. د واورو واقعی رنګ سپين رنګ دی. سيلانيان دلته د واورو واقعيت او د مجسمې ښکلا احساسولی شي.

په هاربين کې ډېر خلک له هغه ورزش سره مينه لري چې په ژمي کې لامبو وهي. په دې اړه ميرمن يانګ وويل:

هره ورځ د لامبو مينوال په سيندونو کې ورزش کوي. هره ورځ دوه ځله نندارې هم وړاندی کيږی. سيلانيان کتلی شي چې لوبغاړي لامبو وهي او ډايف کوي.

ګرانو دوستانو! د پروګرام دغه کړۍ په همدی ځای پای ته ورسيده. خوشحاله او نيکمرغه اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای