CRI Online

د ګوی جو ولايت د لی بو ولسوالۍ ته سفر

cri     (GMT+08:00) 2010-03-07 19:43:26

ګرانو اورېدونکو، نيکې هيلې او سلامونه. چين ته د سفر پروګرام ته مو زه هرکلی کوم. د چين په جنوب لويديځ ګوی جو ولايت کې د ځمکې د کرست بڼې زياتې لرونکي سيمې ليدل کېږي. چين ته د سفر په ننني پروګرام کې به تاسو ته په ګوی جو ولايت کې د لی بو ولسوالی دروپېژني چې پخوا د چين د ملی جغرفيا مجلې له خوا د چين د لسو ښکلو ځنګلونو او په چين کې تر نورو نه د ښکلي ځای په توګه ټاکل شوې ده.

لی بو ولسوالي په يون ګوی لوړه کې پرته ده چې دلته د کال په څلورو فصلونو کې هوا د پسرلي په شان ګرمه ده، د ځنګلونو پراخوالی يې د ټولو ځمکو په سلو کې څه دپاسه پنځوس برخه نيسي. په دغه ولسوالۍ کې دوه لويې منظره لرونکي سيمې شته چې يوه يې د ماو لان کرست ځمکنۍ بڼې د ځنګلونو په نامه په نړيواله کچه د طبيعت ساتنې سيمه او بله يې د هېواد په کچه د جانګ جيانګ مهمه منظره لرونکې سيمه ده. بر سېره پر دې، په لی بو ولسوالي کې د بو يی، شوی، مياو او ياو په شمول د څو ملی لږکيو خلک اوسېږي چې نفوس يې د دغې ولسولۍ د نفوسو په سلو کې اووه اتيا برخه نيسي.

د روان کال په جون کې په نوی زيلاند کې د نړۍ د طبيعی ميراثونو په ستره غونډه کې د چين د جنوبي کرست په نامه د ګوی جو ولايت د لی بو ولسوالي له خوا وړاندی شوی پروګرام د نړيوالو طبيعی ميراثونو په ليست کې شامل شو. د دغه پروګرام د کاری ډلې مشر ښاغلي جی باو شان په دې اړه معلومات ورکړل او و يې ويل

زموږ پروګرام د نړيوالو طبيعی ميراثونو په ليست کې د شاملېدو معيار له اوومو او اتمو مادو سره سمون خوري چې ناعادی، ښکلی او په زړه پوری طبيعی حالت لري او د مځکې د بدلون تاريخ په کې څرګنديږي.

ښاغلي جی وويل په لی بو ولسوالۍ کې د کرست تر ټولو مشهورې منظره لرونکې سيمې د لويو او وړوکيو اوو سوريو په نامه منظره لرونکي سيمې دي. دلته به تاسو ته د دغو منظره لرونکو سيمو په اړه څه معلومات وړاندی کړم.

د وړوکيو اوو سوريو په نامه منظره لرونکې سيمې ته له ننوتلو وروسته د سترګو په وړاندی ستر او شنه ځنګلونه او د هندارې په شان زيات شمېر ډنډونه او جهيلونه ليدل کېږي. له بېجينګ څخه راغلې سيلانۍ مېرمن لي په دې ډول د دغې منظره لرونکې سيمې ارزونه وکړه.

هغه ځای چې زما تر ټولو زيات خوښ شوی تر اوبو لاندی ځنګلونه دي. پر ډبرو باندی ونې ډېرې ځواکمنې او ښکلي دي. خوندوره خبره دا ده چې سيلانيان د کښتيو په وسيلې پر اوبو چکر وهلی شي.

د مېرمن لی له خوا ياد شوي تر اوبو لاندی ځنګلونه د دغې منظره لرونکې سيمې مشهور ځای دی. بر سېر پر دې، د وړوکيو اوو سوريو په منظره لرونکې سيمه کې نور زيات په زړه پورې او ښکلي منظرې هم شته دي.

د لی بو ولسوالي حکومت اړوندې څانګې د نړيوالو طبيعی ميراثونو په لست کې د چين د جنوبی کرست په نامه د پروګرام له شاملېدو وروسته څرګنده کړه چې دوی به د نړيوالو ميراثونو د سترې غونډې له غوښتنې سره سم د طبيعی ميراث ساتلو لپاره کوښښ وکړي. اړوند چارواکي ښاغلي وانګ جن جينګ وويل

د نړيوالو طبيعی ميراثونو په لست کې د دغه پروګرام له شاملېدو وروسته زموږ په وړاندی ډېر فشارونه او ننګونې را څرګند شوي دي. موږ به په راتلونکي کې د نړيوالو ميراثونو د سترې غونډې له اړوندې غوښتنې سره سم د طبيعی ميراث ساتلو لپاره کوښښ وکړو.

محترمو اورېدونکو، د چين د ګوی جو ولايت په لی بو ولسوالي کې د ښکليو او په زړه پورې منظرو په اړه چين ته د سفر نننی پروګرام په همدی ځای پای ته رسېږي. ستاسی د خوشحالۍ او نيکمرغۍ په هيله!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای