CRI Online

د لا سا سيند پر غاړه د کب نيونکو يو کلی

cri     (GMT+08:00) 2010-03-29 19:16:19

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! چين ته د سفر پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم. د زياتو سيلانيانو په أند، يوازی د سمندر په ساحلی سيمه کې د کب نيونکو کلی ليدل کېږي. خو چين ته د سفر په ننني پروګرام کې به تاسو ته د چين د تبت د خپلواکې سيمې د مرکز لا سا په شاوخوا سيمه کې د کب نيونکو يو کلی دروپېژنو چې له سمندر سره نژدی نه، بلکې د سيند په غاړه کې پروت دی.

جون با کلی د لاسا سيند د وروستۍ برخې په ختيځه غاړه او د يا لو ځانګ بو او لاسا دوو سيندونو په تقاطع کې پروت دی. په دغه سيمه کې نه يوازی طبيعی چاپېريال په زړه پوری او منظرې يې ښکلې دي، بلکې زياتې لويې او کوچنۍ ډنډې هم ليدل کېږي. دری سوه کاله مخکې د جون با کلی اوسېدونکو د کب نيولو په چارو پيل وکړ او په تبت کې يې د کب نيونکو ځانګړی کلتور رامنځته کړ.

جون با کلی په تبت کې د کب نيونکو يوازنی کلی دی. ځکه چې په تبت کې اوبه ډېرې کمې دي او زيات تبتی وګړي کبان نه خوري. د تبت د خپلواکې سيمې د ټولنيزو علومو اکاډمۍ د قومی څېړنيز مرکز کارکوونکي چيونګ دا په دې اړه وويل

تبتی قوم عمومأ کبان نه خوري. خو د تاريخی ريکارډ له مخې، د تبت په ځينو سيمو کې په تېره بيا د جون با کلي په شمول د سيندونو پر غاړه په ځينو کليو کې تبتی وګړيو تل کبان خوړلي دي. نن ورځ تبتی وګړي د اقتصاد په چټک پرمختګ او له نورو قومونو سره د تګ راتګ په پياوړتيا سره د خپل ژوندانه دودونه بدلوي.

جون با کلی د يا لو ځانګ بو او لا سا دوو سيندونو په تقاطع کې پروت دی، نو ځکه په دغه سيمه کې زيات ډولونه کبان ليدل کېږي. د اوږدې مودې لپاره د کب خوړلو له امله د دغه کلي اوسېدونکو د کب پخولو زياتې لارې چارې پيدا کړې. که سيلانيان دغه کلي ته ولاړ شي، نو نه يوازی د تبتی قوم دوديز خوراکونه، بلکې د رنګا رنګ کبانو خوندورې غوښې هم خوړلي شي. په دغه کلي کې د چين د کمونست ګوندی کمېټې مشر با جو داسی معلومات ورکړل

موږ د کب پخولو په لس ګونو لارو چارو ښه پوهېږو.

د دغه کلي د اوسېدونکو ژوند او کار او حتی ساعتېری ټول له کب نيولو سره تړاو لري. د دغه کلي د هرې کورنۍ د دروازې په مخ کې يوه بېړۍ ليدل کېږي چې د څلورو غوايانو له پوستکو جوړېداي شي.

په زياتو کبانو بر سيره په جون با کلي کې د پوستکو چارو هم چټک پرمختګ کړی دی. د اوسېدونکو له خوا جوړ شوي څرمنی هنری توکي د تبتی قوم ځانګړتيا لري، بيه يې دومره لوړه نه ده او د کورنيو او بهرنيو سيلانيانو زيات خوښيږي.

د دغه کلي پخواني مشر سپين ږيري سو نان چې لا تر اوسه د غوايی په پوستکو د هنری توکيو په جوړولو بوخت دی، خبريال ته وويل

زه اوس د پوستکي بکسونه او د ګرځنده تليفون پوښونه جوړوم. نن ورځ د حکومت په مرسته زيات سيلانيان د کب نيولو د ځانګړي سفر لپاره زموږ کلي ته راځي. زموږ ژوند ورځ په ورځ ښه کېږي.

ګرانو او محترمو اورېدونکو، چين ته سفر نننی پروګرام په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. هر چېری چې وی، روغ او خوشحاله اوسئ.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای