CRI Online

د ياسمين په نامه رستورانټ او د دغه رستورانټ خاوند

cri     (GMT+08:00) 2010-05-31 16:48:04

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د چين په جنوب شان دونګ ولايت په جی نان ښار کې د استوګنې يوه سيمه شته چې ډېر مسلمانان په کې اوسېږي. په دغه سيمه کې د هند يو رستورانټ ليدل کېږي چې هره ورځ زيات کورني او بهرني سيلانيان راجلبوي. چين ته د سفر په ننني پروګرام کې به له تاسو سره يو ځای د ياسمين په نامه دغه رستورانټ ته ولاړشو او تاسو ته به د دغه رستورانټ دوه تنه خاوندان دروپېژنو.

کله چې سيلانيان د ياسمين رستورانټ ته ننوځي، د هند د ځانګړی عنبر او د خوړو د رنګ مسالې بوي تر پوزو او پر څلورو ديوالونو باندی د هند او پاکستان د ښکلو منظرو عکسونه، پوست کارډونه او د ټليويزيون پر لويه پرده ښکلې هندی ښځې تر سترګو کېږي. دغه راز دا خوب وي چې سيلانيان په هند کې ډوډۍ وخوري.

خبريال په دغه رستورانټ کې يو فلسطينی وليد، د ده نوم شادی ابو زرقا دی. ښاغلی شادی د ياسمين رستورانټ د اوسني خاوند يو ښه ملګری او د دغه رستورانټ پخوانی خاوند دی. نوموړي خبريال ته وويل

زما زياتره ملګري پاکستانيان او هنديان دي. دوی غواړی په جی نان ښار کې د خپل وطن دوديز خوراکونه وخوري، نو ځکه ما دغه رستورانت پرانيست.

ښاغلی شادی اوس په شان دونګ پوهنتون کې زده کړه کوي. څلور کاله مخکې، کله چې دی دغه ښار ته تازه راغي، د چينی خوراکونو يې نه خوښېدل، نو دغه رستورانټ يې پرانيست. نن ورځ د دغه رستورانټ نه يوازی له هند او پاکستان څخه د راغلو ملګرو، بلکې د نورو هېوادونو د سيلانيانو هم خوښېږي.

د اوږدې مودې لپاره په جی نان ښار کې د اوسېدو له امله اوس ورځ په ورځ چينی خوراکونه د شادي خوښيږي او له چينی کلتور سره زياته علاقه لري. دی په دغه ښار کې ښه ژوند تېروي او زيات دوستان پېژني. نيم کال مخکې، د ده پاکستانی ملګري نويد اصغر له ده څخه دغه رستورانټ واخيست او د دغه رستورانټ دوهم خاوند شو. پاکستان او هند ګاونډي هېوادونه دي او په خوراک کې او خوړلو کې ور ته دودونه لري. نو ځکه دغه هندی رستورانټ د ښاغلی نويد اصغر ډېر خوښيږي. ده وويل

پخوا په جی نان ښار کې د هندی او پاکستانی خوراکونو کوم ځای نه و، د بېجينګ، شانګهای، ګوانګ جو او يی وو په شمول د چين په زياتو لويو ښارونو کې دغه شان رستورانټونه ليدل کېږي. بر سيره پر دې، هندی خواړه په جی نان ښار کې د زياتو امريکايانو او بريتانوی ملګريو هم ډير خوښيږي، نو ځکه زما په رستورانټ کې زيات بهرنيان ډوډۍ خوري.

له دې امله چې د دغه رستورانټ خوراکونه ډېر خوندور دي، نو نه يوازی بهرنيان، بلکې زيات چينايان راجلبوي. دغه رستورانټ د چينايانو د خوراکی دودونو له مخې، چينايانو ته ځانګړی خواړه برابروي. ښاغلي نويد وويل

د دغه رستورانټ د پرانستلو په پيل کې ډېر لږ چينايان دلته د ډوډۍ خوړلو لپاره راتلل، ځکه زموږ ډېر خوراکونه تند وو. نو ما دوی ته ويل موږ داسی خوراکونه هم لرو چې تنده مساله په کې نه ده کارول شوي. نو اوس زما رستورانټ ته زيات چينايان هم راجلب شوي دي.

ښاغلي نويد وويل په دغه رستورانټ کې د لا زياتو سيلانيانو راجلبولو له امله دی غواړی په جی نان ښار کې يو بل رستورانټ هم پرانيزي چې د ياسمين رستورانټ په پر تله ډير لوی وي او همداشان خوندور هندی خوراکونه په کې سيلانيانو ته برابر شي.

ګرانو او محترمو اورېدونکو، چين ته د سفر نننی پروګرام په همدی ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی او په اړه يې نظرونه راواستوئ. روغ او خوشحاله اوسئ.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای