CRI Online

د شوی چنګ په نامه د بو دا لا له ماڼۍ سره نژدی لرغونۍ ودانۍ

cri     (GMT+08:00) 2010-05-31 18:20:43

ګرانو اورېدونکو، د پروګرام دغۍ کړۍ ته مو زه هرکلی کوم. په تبتی ژبه کې شوی د هغو کليو معنی لري چې د غرنۍ کلا په کښته جوړېږي. شوی چنګ يعنی له بو دا لا ماڼۍ څخه کښته ټولې ودانۍ دي چې تاريخ يې له بو دا لا ماڼۍ سره يو شان دي. چين ته د سفر په ننني پروګرام کې به تاسو ته د شوی چنګ لرغونۍ ودانۍ په اړه معلومات درکړو.

د شوی چنګ پراخوالی نژدی پنځوس زره مربع مترو ته رسېږي چې زياتره ودانۍ يې په پخوانۍ زمانه کې د تبت د ځايی حکومت دفترونه، د لوړ پوړيو راهبانو او اشراف زاده ګانو استوګنځايونه، د عامو کارکوونکو کورونه او خدمتی تاسيسات او اړوندې ودانۍ دي. د تبت د خپلواکې سيمې د تاريخی اثارو ادارې مرستيال شان ځنګ لانګ جې وويل

د شوی چنګ لرغونۍ ودانۍ د نړيوال کلتوري ميراث په توګه د بو دا لا ماڼۍ يوه نه بېلېدونکې برخه ده او شتمن او غني کلتورونه او تاريخی اثار په کې ساتل شوي دي. دغه ودانۍ د عامو وګړيو له خوا د تاريخ جوړېدو څرګندوی او د پخواني تبت د ټولنې، اقتصاد او کلتور يوه مهمه مادي نښه هم ده.

نوموړي داسی معلومات ورکړل چې د شو چنګ لرغونيو ودانيو د ساتلو پلان د چين د تاريخی اثارو د ساتلو له اړوندو قوانينو او قاعدو او د نړيوالو ميراثونو له اړوند تړون سره سم د دغو لرغونيو ودانيو د تاريخي، هنری او کلتوري ارزښتونو د څېړنې او ارزونې پر بنسټ د ګام په ګام پلی کېدو په حال کې دی. په وروستيو څو کلونو کې اړوندو څانګو د نژدی اويا مليون يوانو په لګولو سره د شوی چنګ دوه ويشت لرغونۍ ودانۍ ساتل او يا هم ترميم شوي او له څېړنې وروسته د شوی چنګ لرغونيو ودانيو د ساتلو او کارولو يو پلان جوړ شوی دی چې له ټولنې څخه څه دپاسه زر تاريخی اثار او دری سوه او دېرش اړوند عکسونه په کې راغونډ او اخيستل شوي دي.

د خبر له مخې، د شوی چنګ د ترميمولو پروژې له لومړې مرحلې وروسته د پخواني حکومت د دفترونو، زندانونو او د لوړ پوړيو چارواکيو د استوګنځايونو په شمول يوولس لرغونۍ ودانۍ د عامو وګړيو پرمخ خلاص شوې او زيات سيلانيان يې ورجلب کړي دي. په ٢٠٠٧ کال کې عامو وګړيو ته د شو چنګ لرغونيو ودانيو له خلاصولو وروسته هره ورځ بی شمېره کورني او بهرني سيلانيان هلته ورځي. کارکوونکي څه ړن په خوشحالۍ سره خبريال ته وويل

هره ورځ د زياتو پوهنتونو، منځنيو حتی لومړيو ښوونځيو زده کوونکو په شمول څو سوه تنه د شوی چنګ له لرغونيو ودانيو څخه ليدنه کتنه کوي.

نن ورځ د شوی چنګ لرغونۍ ودانۍ د تبت خپلواکې سيمې په مرکز لا سا ښار کې يو نوی منظره لرونکی ځای او د تبت د تاريخ او کلتور ښودلو يوه نوې کړکۍ ګرځېدلی دی. برسيره پر دې، سيلانيان له دغو لرغونيو ودانيو څخه د ليدنې په ترڅ

کې د خاورينې مجسمې جوړولو په شمول د تبتی قوم د دوديزو لاسی صنايعو په اړه زيات معلومات تر لاسه کولي شي. له بېجينګ څخه د راغلې مېرمن وانګ لي په أند، دې له دغو لرغونيو ودانيو څخه د ليدنې له لارې په وروستيو لس ګونو کلونو کې د تبت د پرمختګ او بدلون په اړه زيات معلومات تر لاسه کړي دي. نوموړې زياته کړه

ما له شوی چنګ څخه له ليدنې وروسته د بو دا لا ماڼۍ په اړه زيات معلومات تر لاسه کړي دي.

عامو وګړيو ته د شوی چنګ لرغونيو ودانيو د خلاصېدو له لارې سيلانيان نه يوازی د تبتی قوم د دوديز کلتور ځانګړتيا وو، بلکې په پخواني تبت کې د وګړيو د ژوند په اړه په زړه پوری معلومات تر لاسه کولي شي.

ګرانو او محترمو اورېدونکو، چين ته د سفر نننی پروګرام په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوي وي. هر چېری چې وئ، روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای