CRI Online

په چين کې د تاو هوا شه په نامه يو کلی موجود دی.

cri     (GMT+08:00) 2010-05-31 18:24:02

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه هرکلی کوم.

نه پوهېږم چې ستاسو اورېدونکيو ترمنځ به چا د چين کليوالو سيمو ته سفر کړی وي که نه. هلته نه يوازی ساده ډوله او پاکې کليوالې منظرې ليدل کېږي، بلکې سيلانيان له کليوال کلتور څخه ځانګړي خوند هم اخيستلای شي. د چين جنوب لويديځ په سه چوان ولايت کې د تاو هوا شه په نامه يو داسی کلی شته چې په شعر ليکنه کې يې د اوسېدونکو د برلاسي له امله زيات شهرت لری. چين ته د سفر په ننني پروګرام کې به له تاسو سره يو ځای سه چوان ولايت ته سفر او له ياد شوي کلي څخه به ليدنه کتنه وکړو.

محترمو اورېدونکو، همدا اوس مو يوه غرنۍ سندره واورېده چې نوم يې له لونګ چوان څخه تر چنګ دو ښار پوری تګ دی. د دغې سندرې دوه اويا کلن ويونکی سپين ږيری ځنګ مينګ فان د چنګ دو ښار د لونګ چوان يی سيمې په تاو يوان کلي کې اوسېږي چې تاو هوا شه هم نومېږي. په چينی ژبه تاو هوا د شفتالو ګل او شه د شعر معنی لري. ويل کېږي چې اويا کاله مخکې په يو پسرلي کې د دغه کلي شفتالو روزونکي جين شی تيان نوروبزګرانو ته بلنه ورکړه او له دوی سره يې يوه ګډه مشاعره تر سره کړه. په دغه مشاعره کې بزګرانو يو په بل پسی د کرنيز حاصل په اړه خپلې

هيلې څرګندې کړې او د خپل ښکلی ژوند ستاينه يې وکړه. له دې وروسته شعر ليکنه د دغه کلي اوسېدونکو لپاره د ساتېرۍ تر ټولو د خوښۍ وړ فعاليت شو.

کله چې سيلانيان د کليوالو کورونو يوې دروازې ته ورننوځي، ښايی له داسې بزګرانو سره مخامخ شي چې د شعر په ويلو بوخت دي. يو ځايی اوسېدونکي په وياړ سره وويل چې د شعر ليکنې يا وينې دود د هر سپين ږيری يا هم هر ماشوم ډېر خوښيږي. هر کله چې بزګران بوخت نه وي، نو سره راغونډېږي، خپل شعرونه وايی او يو له بل سره د اړوندو تجربو تبادله کوي. که څه هم د دوی له خوا ليکل شوي شعرونه ساده، خو ډېر خوندور او په زړه پوری دي. دغه شعرونه په ژوند او کار کې د بزګرانو د تجربو او ځيرکۍ څرګندوی هم دی. که تاسو لومړی ځل دغه ساده شعرونه واورئ، نو د ځانګړي کليوال خوند احساس به وکړي او د دغو شعرونو له سپيڅليتوب او صميميت څخه به متاثر او اغېزمن شي.

د بزګرانو په وينا د دوی شعرونه د سيلانيانو ډېر خوښيږي او د هغوي له خوا ډېر ستايل کېږي. دغه راز د دغه کلي ځانګړی کلتور زيات شمېر شاعران او اديبان جلبوي. دوی هميشه په دغه کلي کې راغونډيږي او ډول ډول کلتوری فعاليتونه تر سره کوي. د دغه کلي ډېر مشهور کليوال شاعر وی پينګ خپله ځانګړې نظريه لري. ده وويل

د شعر ليکلو چاپېريال هر ځای نه، خو په تاو هوا شه کلي کې موجود دی. ځکه چې له يوې اوږدې مودې راهيسی دغه کلی له شعر او شعر ويلو سره زياتې اړيکې ټينګې کړې دي.

اوس په تاو هوا شه کلی کې د شعرونو يو ځانګړی کتابتون او پر انترنيټ د چين د تاو هوا شه کلي يو فورم جوړ شوی دی. دغه راز د تاو هوا شه په نامه د غوره شعرونو يوه ټولګه خپره شوه چې د دغه کلي د اوسېدونکو دری سوه ښکلي شعرونه په کې ساتل شوي دي. د لونګ چوان يی سيمې يو اړوند چارواکي کوانګ لي په دې اړه معلومات ورکړل او و يې ويل

د لونګ چوان يی سيمه د شفتالو کرلو څه دپاسه دوه زره کلن تاريخ لري چې د شفتالو له ځانګړي کلتور سره يې نژدی اړيکې درلودې. د دغې سيمې اوسېدونکي د زړه له کومې د سندرو ويل خوښوي او د ځانګړيو سوسياليستی کليوالو کلتورونو د جوړولو تر څنګ له روحياتی ژوند څخه په زړه پوری خوند اخلي.

دغه کلي ته نه يوازی د شفتالو ګلانو ښکلي منظرې وړل شوي، بلکې د بزګرانو د زياتو الهامونو سبب هم شوی دی.

ګرانو او محترمو اورېدونکو، چين ته د سفر نننی پروګرام په همدی ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. هر چېری چې وئ، روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای