CRI Online

د چين په جنوب کې د ځانګړې ښايسته منظرې لرونکې سيمې ننداره وګړئ

cri     (GMT+08:00) 2010-05-31 18:27:29

ګرانو اوريدونکو! السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم! د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به له تاسو سره يو ځای د چين جنوب جيانګ سو ولايت ته ولاړ شو چې هلته د چين په جنوب کې ډېرې ځانګړې ښايسته منظرو لرونکې سيمه ده.

د جيانګ سو ولايت مرکز نان جينګ ښار دی. د چين ارواښاد مشهور ليکوال ښاغلی جو زي چينګ په خپله يوه ليکنه کې د نوموړي ښار په اړه داسې ليکلي چې ((د نان جينګ په هر ګوټ کې ژورې تاريخي نښې او کلتوري سبک ليدل او احساس کيږي.))

نان جينګ ښار د چين له څلورو عنعنوي او تاريخي پلازمينو او لرغوني تاريخي ښارونو څخه شميرل کيږي چې څه دپاسه زر کلن تاريخ لري. نان جينګ ښار ته له ننوتلو نه مخکې لومړی يو لرغونی دېوال تر سترګو کيږي چې شپږ سوه کاله دمخه اباد شوی او درويشت کيلومتره اوږدوالی لري. په نان جينګ ښار کې تر ټولو دوه مشهور د ليدو وړ ځايونه شته چې يو يی د فوزي مياو معبد او بل يی د چين هوای هه سيند ښايسته منظرې دي. يوې لارښوونکې د چين هوای هه سيند پر دواړو غاړو د ودانيو د ځانګړتياوو په اړه داسی وويل:

د دغې لارې په اوږدو کې موږ کتلی شو چې د دغه سيند پر دواړو غاړو ټولې ودانۍ د ان هوي ولايت څرګند سبک لري. د دغو دېوالونو پر سرونو ټولې ګوښې جګې دي چې د اور اخيستلو په مخنيوي هم رول لري. د دې ترڅنګ د کورونو پر بامونو ټولې خښتې وړوکی دي چې په ژمي او دوبي کې د تودوخې د تعدل ساتلو رول لوبوي.

(موسيقي)

فوزي مياو معبد د چين ستر مفکر او عالم کونفوسيوس معبد دی چې زر کلن تاريخ لري. دغه لرغونی ودانۍ له ترميمولو او ښکلی کولو وروسته اوس ډېرې ښکلې بڼې ښکاريږي.

د چين هوای هه سيند د نان جينګ ښار مورنی سيند دی چې په شاوخوا کې ګڼ شمير لرغونی ځايونه ليدل کيږي. د دې ترڅنګ دغه سيمه هميشه د نان جينګ ښار کلتوري او تجارتي مرکزي سيمه هم ده.

د نان جينګ ښار ترڅنګ يوه ښايسته علاقه داري موجوده ده چې يی شينګ نوميږي. په يي شينګ کې کليوالې سيمې ترټولو د ليدو وړ دي چې يو ښکلی په زړه پوری تصوير په شان ښکاريږي. د يي شينګ په کليوالو سيمو کې د چای بی شميره بوټي ليدل کيږي. تاسو بهتر د دوبي په موسم کې له همدی ځای څخه ليدنه وکړئ. لارښوونکی پيغلې هوانګ په دې اړه وويل:

يي شينګ د جيانګ سو په جنوبي ګوښه سيمه کې پروت دی چې شاوخوا پنځلس زره هکتاره بامبو ونې لري. دلته د هندارې په نامه يو جهيل موجود دی چې ترڅنګ يی يو باغ هم شته چې کابو يو سل او پنځوس ډوله بامبو ونې لري. ستاسو هرکلی کوو چې دلته سفر وکړئ او دا ښکلې سيمه له نژدې څخه وګورئ.

له يي شينګ څخه له وتلو وروسته تاسو کولی شی چې سو جو ښار ته ولاړ شی چې د چين مشهور لوی ښار شانګ های ته د اورګاډي په وسيله يوازی يو ساعت واټن لري. سو جو ښار تر اوسه پوری څلور زره کلن تحريري تاريخ لري. د دغه ښار نهه بڼونه د نړېوالو کلتور ميراثو په ليست کې شامل شوي دي. په دغه ښار کې ګڼ شمير وړوکی سيندونه هم ليدل کيږی چې دغه ښار د چين ابی مرکز هم بلل کيږي. د سو جو ښار د شي زي لين په نامه د يو لرغونی باغ کارکوونکي دنګ جياچن په دې اړه وويل:

د سوجو ښار باغونه عموماً شخصي باغونه وو چې په کې وړوکی پلونه، سيندونه او وړې غونډۍ ابادې شوي وې. په تېره زمانه کې د چينګ امپراطورۍ سلسلې يو مشهور امپراطور چيان لونګ شپږ ځله له شي زي لين څخه ليدنې کړې وي.

ګرانو دوستانو! هرکلی کوو چې له جيانګ سو ولايت څخه ليدنه وکړئ. د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده. خوشحاله او نيکمرغه اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای