CRI Online

د شانګهای په نړېوال نندارتون کې د بانګس او پوزی نندارتون ودانۍ

cri     (GMT+08:00) 2010-05-31 18:37:32

ګرانو دوستانو! السلام عليکم! سلامت اوسئ او کورودانی تاسو ټولو اوريدونکو ته وايم. د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم!

د شانګهای نړېوال نندارتون په لوی پارک کې د بانګس او پوزي د نړېوال سازمان له خوا جوړ شوی يو ځانګړی نندارتون ودانۍ ليدل کيږي چې په جوړښت کې يی د بانګس او پوزيو څخه په پراخه توګه کار اخيستل شوی دی . د شانګهای نړېوال نندارتون د ترسره کيدو په موده کې به ياد شوی سازمان ګرځندويانو ته د پاک او ټيټ کاربن په نامه ژوند په اړه معلومات ورکړي.

بانګس او پوزي هغه پاک توکي دي چې د ښارونو ښکلا شي او له اقليمي بدلون سره د مقابلې کولو په برخه کې هم رول لري. د بانګس او پوزيو نندارتون مسؤل او بانګس او پوزيو د نړېوال سازمان د چاپيريال ساتنې څانګې مشر لو يي پينګ په دې اړه وويل:

((لومړی، بانګس او پوزي په طبعی او چټکه توګه وده کوي. د يوې ونې لويدل شل يا دېرش کاله وخت ته اړتيا لري خو بانګس ته يوازی دری يا پنځه کاله وخت په کار دی. نو بانګس او پوزيو د اقليمي بدلون د مخنيوي په برخه کې مثبت رول لوبوي چې چاپيريال په ګټه دي. دوهم، د بانګس د کارولو ساحه پراخه ده چې د ځينو اېکولوژيکي توکيو پر ځای کولی شي. مثلا پلاستيک ، دغه راز د پلاستيک د جوړولو لپاره انرژی تر ډېرې اندازې پوری سپما او د کاربن ايستنه هم ورسره کمه شي. ))

برسيره پردی بانګس او پوزي د بی وزلو کسانو لپاره ښې ونې هم ګڼل کيږي. د بانګس او پوزيو توکي نه يوازی په کليوالو سيمو کې بلکې د فيشن ژوند په برخه کې په پراخه توګه کارول کيږي مثلا اثاثيه، جامې، ساختماني توکي او داسې نور.

نوموړي زياته کړه چې د بانګس او پوزيو د پراخو کارولو له امله د دغو دوو طبعی سرچينو ضرورت هم زيات شوی چې د ځينو پرمختيايی هېوادونو عايدات هم ورسره زياتيږي.

نوموړي هم وويل:

((د بانګس او پوزيو طبيعی سرچينې عموماً په اسيا، افريقا او لاتينه امريکا کې پرتې دي. نو د بانګس او پوزيو پرمختګ روښانه راتلونکی لري چې د اسيا، افريقا او لاتينې امريکا هېوادونه به ترې ډېره ګټه ترلاسه کړي او په دغو هېوادونو کې د استخدام فرصتونه زياتيږي. د دې ترڅنګ له دغو توکيو څخه د جوړ شويو توليداتو له لارې بهرنی اسعار هم ترلاسه کيدای شي))

د بانګس او پوزيو د چارو د پرمختګ او په نړۍ کې د بی وزليتوب د کمښت او چاپيريال ساتنې لپاره په ١٩٩٧ کال کې د چين، کانادا او ميانمار په ګډون د نهو هېوادونو له خوا يو نړېوال سازمان جوړ شوی چې مقر يی په بيجينګ کې ځای پر ځای شوی دی. دغه سازمان د چين د حکومت په بلنه د حکومتونو ترمنځ د ګټو نه پرته لومړی نړېوال سازمان دی چې موخه يی په اسيا، افريقا او لاتينه امريکا کې د بانګس او پوزيو چارو د دايمی پرمختګ هڅونه ده.

د ښاغلی لو په اند د بانګس او پوزيو د نړېوال سازمان هغه موخه چې د بانګس او پوزيو چارو د انکشاف له لارې چاپيريال ساتل او بی وزليتوب له منځه وړلی شي، د شانګهای د نړېوال سازمان له عمده موضوع سره برابره ده. هغه وويل:

((موږ نه يوازی د بانګس او پوزيو د توليداتو له لارې د ښاريانو بلکې د کليوالو سيمو د وګړو ژوند ښه کړو چې د دغه نندارتون له سرليک : ښار او نورهم ښايسته ژوند سره نژدې تړاو لري. موږ اوس د بانګس او پوزيو د چارو د پرمختګ له لارې په ښارونو او کليوالو سيمو کې د خلکو ژوند نورهم ښه کوو چې نه يوازی مادي ژوند به ورسره ښه شي بلکې چاپيريال نورهم ورسره ښکلی کېدای شي.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای