CRI Online

د چونګ چينګ ښار

cri     (GMT+08:00) 2010-12-17 19:53:39

ګرانو دوستانو! السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم. د پروګرام په دې کړۍ کې به د چين د مرکزی حکومت تر مستقيمې ادارې لاندی يو بل ښار چونګ چينګ په اړه څه ناڅه معلومات درته کړم.

چونګ چينګ ښار ___ کوچنی نوم يی ( يو) دی او د چين د جنوب لويديځ په ختيځه برخه او د يانځی سيند په پاسنی برخه کی پروت دی . څه دپاسه دوه زره کاله دمخه موجود ؤ او د جاپان د تيری په ضد د جګړی په دوره کی د ګوميندانګ واکمن ګوند په مشرۍ د حکومت موقتی مرکز ؤ . په ١٩٩٧کال کی د سی څوان ولايت د (چونګ چينګ )، (وان سيان ) او ( فولينګ ) دري واړه سيمه ايز ښارونه او د (چې جيانګ ) اداری سيمه سره يو ځای شوی او د مرکزی حکومت ترمستقيمی اداری لاندی د( چونګ چينګ ) لوی ښار په پايله کې ترې جوړشوی دی . اوس چونګ چينګ ښار له ١٥اداری ناحيو ، ٤ ښارونو ، ١٧ ولسواليو او ٤ خپلواکو ولسواليو څخه عبارت دی چې پراخوالی يی ٨٢ زره ٣ سوه مربع کيلومتره دی . د ٢٠٠٢کال تر پايه پوری د ټول ښار نفوس ٣١ مليونو ٧٠ زرو تنو ته ورسيد . چونګ چينګ يو ترکيبی صنعتی ښار دی او هلته د يانځی سيند د دريو ټنګيو ناوونه ، ( پيپا ) غر او (جين وين )غر د ليدو وړ توريستی ښکلي ځايونه دی .

د ولسی چين د جوړيدو په تيره بيا د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون راهيسی چونګ چينګ ښار په اقتصادی ابادۍ کی لوی پرمختګ کړی دی او اوس د کرنې ، صنعت ، ترانسپورټ او د مالونو د تګ راتګ سيستمونه بشپړ شوی دي چې د چين د جنوب لوېديځ سيمې او د يانګ ځی سيند په پاسنی برخه کی يو اقتصادی مرکز او د ترانسپورټ يو مهم ځای ګرځيدلی دی . په همدې وخت کی چونګ چينګ ښار معنوی ابادۍ ته هم زياته پاملرنه کړې ده . په دغه ښار کی د بيلابيلو ښوونځيو شمير ١٧ زره شپږ سوو ته رسيدلی او هر کال ګڼ شمير شخصيتونه پکې روزل کيږی او فارغيږي .

په چونګ چينګ ښار کی طبی چارو ستر پرمختګ کړي او د بيلابيلو طبی ارګانونو شمير څلور زره نهه سوو ته رسيدلی چې پکی ٢٥٨٦ روغتونونه شامل دی . دغه راز په ٨٨ زرو روغتيايی او تخنيکی کارکوونکو کی ٤٣ زره ډاکتران شته . اوس چونګ چينګ ښار هغه حالت ته ګام پورته کړی چې هر وکړی د کشر روغتيايی خدمتونه منلی شی . برسيره پردی د دغه ښار سپورټی چارې د لويو سپورټی لوبو دنده پر غاړه اخيستلی شی .

چونګ چينګ ښار ډير اوږد تاريخ لری چې پکی د سيلانۍ وړ زيات ځايونه موجود دي او زيات ځايونه د غرنی ښار ځانګړيتوب څرګندوی . اوس په دغه ښار کی څه ناڅه شل توريستی ناحيې او څه دپاسه دری سوه څخه زيات توريستی ځايونه زيات سيلانيان ځان ته راجلبوی .

دغه ښار يو عنعنوی ګډ صنعتی ښار هم ګڼل کيږی چې پکی څه ناڅه ٢٠٥٤ تصدی او ٨لکه څلويښت زره کارکوونکی شته او عمومی پانګه يی ٢٠١ مليارده ٣٠٠ مليونه يوانو ته رسيږی . په دغه ښار کی د ألومينيوم د توليدولو يوه فابريکه چې په أسيا کی ترټولو لويه ده . په هېواد کی د موټر سايکلونو يو په درېيمه برخه او د موټربايسيکلونو د صادراتو نيمه برخه له دغه ښار څخه ده . چونګ چينګ ښار د هېواد د برقی سامان الاتو د صادراتو په اړه له لسو لويو مرکزونو څخه شميرل کيږی .

برسيره پردې ، چونګ چينګ ښار د لوی ښار او لوی کلی څخه ګډ شوی دی چې پکی کرهڼيزې ځمکې دوه مليونه يو لکه هېکتارو ته او د کرنې د برخې د کارکوونکو شمير ١٣ مليونه شپږ لکه ١٥ زره تنو ته رسيدلی دی . په ٢٠٠٤ کال کی د بزګرانو په سر منځنی کلنی عايدات له دوه زره پنځه سوه يونو څخه اوښتی وو . اوس د دغه ښار ټول وګړي د لا نور سمسور ژوند په لوری ګام پورته کوی .

ګرانو اورېدونکو! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده. خوشحاله او نېکمرغه اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای