CRI Online

د سان چينګ شان د حيرانتيا وړ طبيعی منظره

cri     (GMT+08:00) 2011-01-29 17:22:43

کله چې سان جينګ شان نومي غر يادېږي، وخت دې يو مليارډ کاله پخوا ته بېرته راستون شي. په هغه وخت کې د ځمکې په کره کې انسان نه و او د سان جينګ شان غر له اوسني بڼې سره بېل و چې يوازی په سمندر کې د اور غورځونکی غر يو ټاپو و.

اته سوه او پنځوس مليونه کاله مخکې، ځکه چې د وچو د دوو جيولوژيکو تختو د ټکر له امله د دې سيمې ځمکه جګه شوه، نو اور غورځونکی ټاپو چې د دغو تختو په څنډه کې پروت دی، په غرنی سلسلې بدل شو. له دې نه وروسته په څو مليارډو کالو کې د بادونو او بارانونو په اثر او د جيولوژيکو بدلونونو له امله اوسنۍ ځانګړتيالرونکې طبيعی منظرې رامنځه شوې.

په ٢٠٠٨ کال کې سان چينګ شان غر د خپلو ځانګړو جيولوژيکو جوړښتونو او طبيعی منظرو له امله د م م د يونيسکو سازمان لخوا د نړيوالو طبيعي ميراثونو په ليست کې شامل شو. د سان چينګ شان منظردارې سيمې د ادارې مرستيالې چنګ شياو فانګ په دې اړه وويل،

سان چينګ شان سيمه د جيانګ شي ولايت د شانګ ژاو ښار په شمال ختيځ کې پرته ده او د منظرلرونکې سيمې پراخوالی اووه سوه او شپږ پنځوس مربع کيلومتره دی چې د مرکزي سيمې مساحت يې دوه سوه او نهه ويشت اعشاريه پنځه مربع کيلومترو ته رسېږي. څرنګه چې په سان چينګ شان غر کې جيولوژيکې بدلونونه د څو مليارډو کلونو لپاره پېښ شول، نو د عجيبو ډبرو په ګډون اوسني په زړه پورې منظرې رامنځته شوې. د بېلګې په توګه، د اژدها او سپين ږېری بودا غوندی جګې ډبرې ليدل کېږي. د سان چينګ شان د ډېرې لوړې څوکې لوړوالی يو زر او اته سوه او نولس اعشاريه نهه متره دي.

د سان چينګ شا غر د عجيبو ډبرو او ژورو درو په درلودلو سره ډېر شهرت موندلی دی چې د ګرانېټ ډېرې زياتې څوکې او ستونونه ولاړ دي. دغه منظرې د خلکو لخوا د ګرانېټ د ګاليری په توګه بلل کېږي. طبيعت خارق العاده مهارت او جادوګر هنر په وسيله د دغو ډبرو بېلا بېل شکلونه جوړ کړل، خو د بشری تمدن په بشپړتيا دغو ډبرو ته ژوند، نومونه او کيسې ورکړل شوې. کله چې تاسی په سان چينګ شان غر کې قدم ووهئ، خامخا د دغو ډبرو د ښکلا له امله حيرانتيا وکړي.

رښتيا ده چې سان چينګ شان غر د تاويزم په دين کې د يوه مقدس غر په توګه ګڼل کېږي او نوم يې هم له تاويزم سره نژدې اړيکې لري. د سان چينګ شان منظردارېسيمې د ادارې کميټې د اطلاعاتو څانګې مشر لي هوا په دې اړه وويل، 

ولی دغه غر سان چينګ شان نومېږي؟ ځکه چې لومړی جګه څوکه يې يو جينګ نومېږي او دغې څوکې ته نژدی نورې دوې څوکې هم موجودې دي چې په جلا توګه يو شيو او يو هوا نومېږي. دغه درې څوکې د لوړوالي له نظره زيات توپير نه لری. نو دوی د تاويزم په دين کې د يو چينګ، شانګ چينګ او تای چينګ په نامه د دريو اربابو په شان ناست دي. نو دغه غره سان چينګ شان نوېږي چې په چيني ژبه کې د سان مانا دری دی.

 

څرنګه چې دوه مليونه او پنځه لکه کاله مخکې د کنګل سيند په څلورمه دوره کې سان چينګ شيان غر په کنګلونو پټ نه و، نو په کې ډېر زيات ډوله حيوانات او نباتات ساتل شوي دي چې په ختيځه اسيا کې ډېر غنی بيولوژيکی چاپيريال په کې موجود دی. که تاسی سان چينګ شان ته سفر وکړئ، ښايي کله نه کله د وحشی چرګ او سنجاب په شان کوچنيی مرغان او حيوانات وګورئ.

دغه راز د سان چينګ شان په غرنی سيمه کې د څلورو موسمونو منظرې د مختلفو تصويرونو په شان ډېر ښکلۍ دي او د بېلا بېلو موسمونو منظرې ځانګړتياوی لري. لي هوا وويل،

مثلاُ په پسرلی کې باران زيات دی، نو ټول غر تک شين ښکاری، دغه راز ښکلی ګلان د غر په ګوټ ګوټ کې غوړيږی. په دوبی کې تودوخه لوړه نه ده او له ګرمۍ نه د ځان د پټولو لپاره ډېر ښه ځای دی. په منی کې د ونو پاڼو رنګونه ډېر ښکلي دي او په ژمی کې ټولې څوکې په واورو پټ دی او د جومولاماڅوکې په شان معظمې دی. نو هر موسم ځانګړتياوې لري او بېله ښکلا پکې ليدل کېږي.

په سان چينګ شان غر کې لارې کړنګې او پيچلی دي. نو د په زړه پورې طبيعی منظرې د نژدی لېدو لپاره د ادارې څانګې د څو څوکو په لمنو کې په لرګينو تختو د سيلانۍ لارې جوړې کړې دي. په عين وخت کې د غره ګرځيدنې په برخه کې خلکو ته د اسانتياوی برابرولو لپاره اړوندې څانګې د غره په جنوبي او ختيځي برخې کې دوه کيبلي زانګوګانې جوړې کړې. مېرمن چنګ شياو فانګ وويل،

سياحان د خپلو روغتيايي حالت او خوښۍ سره سم د سيلانې لارې انتخابې کولای شي. زاړه کسان زموږ د نان چينګ يوان له منظرې لرونکې سيمې څخه ليدنه کولای شي او ځوانان خيتځي او لويديځي منظردارې سيمې ته تلی شي. سياحان نه يوازی ښکلی منظرې ليدلی شي، بلکې د غره ګرځېدلو له لارې روغتيا ساتلی شي.

په تېرو څو کلونو کې سان چينګ شان د طبيعی او ايکولوژيکي چاپيريال د ساتنې په هکله د غره په ډډه کې يو شمېر رسټرانټونه له منځه يووړل شول او د غره په يوه لمن کې بيا جوړ شو. د سان چينګ شان کليوال وانګ ده مينګ د يو کوچنی رسټرانټ خاوند دی. د ده راسټرانټ به ژر وتړل شي، خو هغه هيڅ شکايت نه لري او هيله لری چې ډېر ښکلی سان چينګ شان غر وساتل شي. ده وويل

موږ بايد له عمومي لحاظه د ميراث د ساتنې په هکله د حکومت د پريکړې ملاتړ وکړو. موږ په سان چينګ شان کې زېږېدلي او وده شوې يو، نو هر کلی کوو چې کورني او بهرني سيلانيان له دغه غره څخه ليدنه وکړي. سان چينګ شان رښتينی سکلی منظرې لري، نو دغه ځای د عکاسانو لپاره مقدس ځای دی.

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای