CRI Online

چين ته د سفر په اړه د ويزې اخيستلو لارې چارې او په دې اړه نور معلومات

cri     (GMT+08:00) 2011-02-15 19:43:28

چين ته د سفر لپاره د ويزې تر لاسه کولو لپاره تر ټولو نه لومړی مهم کار دا دی، هغه بهرني دوستان چې غواړي د سفر لپاره چين ته راشي، بايد په خارجي هېوادونو کې د چين سفارتونو او قونسلګريو ته لاړ شي او توريستي ويزه تر لاسه کړي، له نهو تنو څخه زيات سياحان کولای شي چې د ګروپ په جوړولو سره چين ته راشي او ډله ييزه توريستي ويزه تر سره کړي. هغه بهرني سياحان چې غواړي د چين د شن جين، جو های او شيا من خاصو اقتصادي ناحيو ته ولاړ شي، کولای شي چې په مستقيم ډول د نوموړو سيمو د ويزو جوړولو څانګو په نامه غوښتنليکونه ورکړي، ترڅو چې خاصو سيمو ته توريستي ويزه تر لاسه کړي. هغه خارجيان چې غواړي د چين د های نان ولايت ته سفر وکړي او په نوموړي ولايت کې يې د توقف وخت له پنځلسو ورځو څخه زيات نشي، نو هغوي کولای شي چې د های کوه او يا سان يا په بندري څانګو کې چين ته د ننوتلو ويزه واخلي. هغه خارجيان چې په هانګکانګ کې اوسيږي، په ډله ييزه توګه د شين جين خاصي سيمې ته سفر کول غواړي او په دې ځای کې يې د توقف وخت له دوه اويا ساعتو څخه زيات نه شي، نو دوی ته په کار نه دی چې چين ته د ننوتلو ويزه تر لاسه کړي. دغه راز هغه خارجيان چې توريستي ويزه يې تر لاسه کړې وي، بايد له خاصو بندرونو څخه تېر شي او د چين د سرحدي پلټونکو څانګ د تشخيص نه وروسته چين ته ننوتلي شي. هغه خارجيان اعتباري پاسپورټونه او توريستي ويزې يې تر لاسه کړې دي، کولای شي چې هغو ځايونو ته سفر وکړي چې خاص د خارجيانو لپاره يې دروازې خلاصې دي. د چين حکومت د چين په دننه کې د خارجيانو د حقه حقونو او ګټو ساتنه کوي. خو هغوی هغه کارونه نه شي کولای چې چين ته راتګ موخې سره يې سمون نه خوري. د بېلګې په توګه، په چين کې مذهبي تبليغ کول او په غيرقانوني توګه د چا سره مطبوعاتي مرکه کول او داسې نور. که داسی څه کار وکړي، نو هغه ته به سزا ورکړی شي. په عين وخت کې د چين په دننه کې هر خارجي سياح بايد د چين د قوانينو مراعات وکړي او د چين د دودونو او رواجونو ته احترام ولري.

هر خارجي سياح کولای شي چې د ويزې په موده کې په چين کې سفر وکړي، که چيرې د ويزې وخت پوره شي او وغواړي چې بيا هم په چين کې سفر وکړي، نو هغه بايد چې محلي امنيتي څانګې ته خپل د توقف د مودې د اوږديدو غوښتنليک وړاندې کړي، کله چې په چين کې خپل سفر پای ته ورسوي، نو بايد د ويزې په اعتباري موده کې د سرحدي څانګو لخوا د پلټنې نه وروسته لته هغو نړيوالو سرحدي بندرونو څخه ووځي چې خاص د خارجيانو لپاره پرانيستل شوي دي.

کله چې بهرني دوستان چين ته سفر کوي، دوی همېشه يو شمېر شيان له ځان سره راوړي، خو يو شمېر شيان د چين د ګمرکي معيارونو سره سمون نه خوري، نو دوی به ګمرک د تېريدو په وخت کې له زياتو ستونزو سره مخامخ وي. نو ورپسی موږ د چين له ګمرکاتو څخه د وتلو او ننوتلو په اړه يو لړ قواعدو به خبرې وکړو. د چين له ګمرکاتو څحه د وتلو په وخت کې دې دغو قواعدو ته پاملرنه ورکول شي. د ګمرک څخه د تيرېدو په وخت کې بايد ټول شيان د پلټنې لپاره د ګمرک کارکوونکو ته ورکړي. هغه شيان او مالونه چې د ګمرک اجازه يې نه ده تر لاسه کړې، د وړلو حق نه ورکول کېږي. هغه شيان او مالونه چې د ځان سره جلا وړل کېږي، بايد د مسافرينو د مالونو په ليست کې وليکل شي او د هغې ورځې نه وروسته چې مسافرين چين ته ننوځي، په شپږو مياشتو کې چين ته راوړل شوي دي. ګمرک به د پلټنې نه وروسته اجازه ورکړي چې انتقال يې کړي. د مسافرينو د بار پاڼه چې د ګمرک لخوا ورباندې مهر لګول شوی وي، بايد په ښه شان سره وساتل شي، ترڅو د چين څخه د وتنې او داخلېدو په وخت کې د هغې په واسطه مربوط مقررات تر سره شي. علاوه پردې، که مسافرين وغواړي چې د چين قديمي او لرغوني اثار له ځان سره له مسافرين کولای شي چې د چين څخه د وتنې مخکې په شپږو مياشتو کې د خارجي اسعارو د بدلولو په باب د باوري سند په واسطه د ژن مين بي په عوض خارجي اسعار تر لاسه کړي او له چين څخه يې وړلې شي. خو د خارجي اسعارو د بدلولو بيه د وخت د تيرېدو له امله يو شان نه ده او د توريستي چک، باوري کارټ په واسطه يو ډول ثابه بيه لري او د نقدي خارجي پيسو په وسيله توپير او بله بيه لري. په چين کې لانديني خاريج باوري کارټونه استعمالېږي. مارتير کارټ، ويسا کارټ، امريکايي ايکسپريس کارټ او دينيرس کارټ.

که تاسی غواړي چين ته سفر او سوداګري وکړئ، بايد نور دوې برخې هم په پام کې ونيسئ. تاسې بايد د روغتيايي ماينات او په چين کې د بهرنيو پيسو د استعمال قواعدو ته پاملرنه وکړئ. ورپسی به تاسو ته د روغتيايي قرانطين په اړه معلومات وړاندې کړم. د چين د ولسي جمهوريت د روغتيايي مايناتو پلټنې رياست د خارجيانو په ارتباط د قانون يوه اجرايوي څانګه ده چې د چين د ولسي جمهوريت د دولتي شورا لخوا هغې ته صلاحيت ورکړ شوی دی. نوموړي څانګه او د دې فرعي څانګې د چين په سرحدي بندرونو کې د هغو کسانو په هکله چې له چين څخه ځي او يا راځي روغتيايي ماينات بايد تر سره کړي. هغه خاص شيان چې له ګمرک څخه تېرېږي، بايد چين د روغتيايي ماينات د څانګو لخوا له منظورۍ وروسته وړل او راوړل کيدلی شي.

هغه شيان او سفري بارونه چې د مسافرينو لخوا وړل او راوړل کېږي او ممکنه وي چې له دې امله ځينې ساري ناروغۍ خپرې شي بايد تر روغتيايي مايناتو لاندې راوستل شي. د روغتيايي مايناتو څانګې حق لري چې د هغو خوراکونو، شربتونو او سمندري پيداورو په مقابل کې چې د ساري ناروغۍ د خپرېدونکو سيمو څخه راوړل شوي او يا د ساري ناروغۍ په سيکروب ککړ شوي وي، د حفظ الصحې بشپړ تدبيرونه ونيسي او د دې نه وروسته له ګمرک څخه تيريدای شي او يا يې له منځه يوسي. هغه کسان چې د ژيړې تبې د ناروغۍ د خپرېدونکو سيمو څخه راغلي دي، چين ته د ننوتنې په وخت کې بايد د چين د روغتيايي مايناتو څانګو ته د نوموړې ناروغۍ د وقايي لپاره د واکسين کولو په باب اعتبار ليکونه وښيي، که هغه کسان چې دغسې اعتبار ليکونه ونه لري، بايد د شپږو ورځو لپاره په خاص ځاي کې قرنطين او وساتل شي. د شپږو ورځو نه وروسته که د نوموړي ناروغۍ نښه ونه ليدل شي، نو هغه ته د تللو اجازه ورکول کېږي. حشرات او حيوانات ټول د ساري ناروغيو انتقالولی شي، نو د چين د روغتيايي مايناتو څانګې پلټنې حق لري چې هغه خارجيانو ته چې په ايډز، مقاربتيناروغۍ، عصبي ناروغۍ او د سږي په ناروغۍ اخته دي اجازه ورنه کړي چې چين ته ننووځي. 

ګرانو دوستانو، اوس به موږ په چين د پيسو د استعمال په اړه معلوماتو خبرې وکړو. د چين پيسې د ژن مين بي په نامه يادېږي او د چين د ولسي بانک لخوا چاپيږي. د ژن مين بي پولي واحد يوان دي. نورې يې جياو او فن دي. يو يوان لس جياو او يو جيا لس فينه دي. د يوان پيسې د يو يوان، پنځه، لس، پنځوس او سل يوانو څخه عبارت دي، د جياو واحد د يو، دوو او پنځو جياو او د فين واحد د يو ، دوو او پنځو فينو څخه عبارت دي. د ژن مين بي يوان لنډ ليکل لنډيز RMB دی.

اوس په چين کې لانديني اسعار يو د بل سره تبادله کېږي. امريکايي ډالر، انګليسي پونډ، د فرانسوي پرانک، د المان مارک، جاپاني ين، د استراليې ډالر، د اطريش شلينګ، د بلژيک فرانک، کاناډايی ډالر، د هانګکانګ ډالر، د سويس فرانک، د ډنمارک کرون، د هالنډ ګولدر، د ناروي کرون، د سويډن کرون، د سينګاپور ډالر، د ماليزيا رنکت، د ايټاليا لير، د مکاو روپۍ او د فنلينډ مارک او داسی نور.

په چين کې د خارجي اسعارو د بدلون په باب د اوسنيو قاعدو سره سم، د چين د ولسي جمهوريت په خاوره کې د خارجي اسعارو چلند ممنوع دی او د معاملاتو په بهېر کې په خارجي اسعارو حساب نه کېږي. د دې لپاره چې چين ته د سفر لپاره خارجي ميلمانو او د هانګکانګ او مکاو وطنوالو ته د پيسو د مصروفولو لپاره اسانتياوې برابرې شي، د چين بانک او نور بانکونه چې هغوی ته د خارجي اسعارو د تبادلې حق ورکړل شوی دی، د توريستي چکونو او د خارجي باوري کارټونو په واسطه د ژن مين بي پيسو د بدلولو کارونه تر سره کوي. پرته له دې نه خارجي مسافرين هم کولای شي چې په دغو بانکونو کې د دوو ډوله خارجي اسعارو په وسيله د ژن مين بي پيسې تبديلې کړي، په عين وخت کې د مسافرينو لپاره اسانتياوې برابرېږي. د بانکونو څخه پرته، په ځينو هوټلونو، رسټورانونو او مارکيټونو کې هم د خارجي اسعارو په وسيله ژن مين بي پيسې بدلېږي. هغه ژن مين بي پيسې چې د خارجي اسعارو په عوض کې تر لاسه کېږي او د چين څخه له وتلو نه مخکې هم زياتې پاتې وي، نو چين څحه يوسي، حتماُ بايد ګمرک ته خبر ورکړي، هغه قديمي او لرغوني اثار چې د مسافرينو لخوا په هغه مغازو او دوکانونو کې اخيستل شوي دي چې د حکومت لخوا د قديمي او لرغوني شيانو د پلورلو اجازه لري، د چين ګمرکي څانګې د مربوطو رسمي رسيدونو او د مغازې بېل د چين د قديمي او لرغوني اثارو د اداره کوونکو څانګو د مهرونو سره سم نوموړو شيانو او مالونو ته به اجازه ورکړي چې له چين څخه ډول کېږي. دغه راز هغه قديمي او لرغوني شيان چې د نيکه ګانو نه راپاتې او يا د خپلوانو دوستانو لخوا د تحفو په توګه چا ته ورکول کېږي. له چين څخه د وړلو نه مخکې بايد د چين د قديمي اثارو د ادارې پلټنې څانګو ته خبر ورکړي او د نوموړو څانګو له اجازې او تشخيص نه وروسته له چين څخه نوموړي توکي وړلي شي. اوس د چين د بېجينګ، شانګهای، تيان جين او ګوانګ جوو په شمول اتو بندرونو کې د قديمي او لرغوني شيانو د تشخيصو او اجازې ورکولو ادارې جوړې شوې، هغه شيان چې د مربوط څانګې لخوا تشخيص او اجازه ورکړی شوی وي د مربوطو څانګو لخوا اجازه ليک ورکړی شي او قديمي شيان به له چين څخه وړلی شي.

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای