CRI Online

د جيانګ شي ولايت په وو يوان ولسوالی کې په چين کې د ډېر ښکلی کلی سيل.

cri     (GMT+08:00) 2011-03-01 18:42:28

په چين کې يوه اصطلاح وايي، چې له پنځو مشهورو غرونو څخه له ليدنې وروسته د نورو غرونو سيل ضرورت نشته او وو يوان ته له سفر وروسته د نورو کليو ښکلا هيڅ ارزښت نه لري.

وو يوان يوه کوچنی ولسوالی ده او مشکل دی چې د چين په نقشه باندې پيدا کېږي. خو دغه ځای ډېر شهرت لري او په چين کې د ډېر ښکلی کليوالی سيمې په توګه ګڼل کېږي. لامل څه دی؟ د وو يوان ولسوالی د ګوندي کميټې مشر لي شيان جيون په دې اړه وويل،

وو يوان ولسوالی چې د ان هوی، جه جيانګ او جيانګ شي دريو ولايتونو په ګډه پوله کې پرته ده، نه يوازی ښه ايکولوژيک چاپيريال لري، بلکې ځانګړتيالرونکي ولسي دودونه هم ليدل کېږي. بر سېره پردې په دغه ولسوالی کې لرغونی کلي، ودانۍ او پلونه ډېر موجود دي، ويل کېږي چې د دری زرو مربع کيلومترو په پراخوالی وو يوان ولسوالی نه يوازی ښه ايکولوژيک چاپيريال لري، بلکې له غنی کولتوري اثارو څخه ډکه ده. يوه خبره ده چې د وو يوان ښکلا د ايکولوژيک او کولتور د يوځايښت او د انسان طبيعت ترمنځ همغږي ده.

په پسرلی کې په وو يوان کې د شړشمو ګلان ډېر ښکلی دي، په تېره بيا په مارچ او اپريل مياشتو کې په پټيو کې تک ژيړ ښکاري. نو زيات سياحان په دې وخت کې وو يوان ته سفر کوي. خو څرنګه چې د وو يوان هوا مناسبه او لنده ده او په څلورو موسمونو کې په وو يوان کې منظرې بېلې دی، نو ډول ډول سيلانيان راجلبوي. ځايي اوسيدونکي داسی وايي

په څلور موسمونو کې د وو يوان د سيلانۍ پروګرامونه او محتويات بېل دي، د بېلګې په توګه، ټولو ته معلومه ده چې په پسرلی کې د شړشمو ګلان غوړيږي. رښتيا ده چې په پسرلي کې په پټيو کې د شړشمو ژيړ ګلان، د ناک سپين ګلان، د شفتالو ګلابی ګلان، د ازاليا سره ګلان، د سيند شنه اوبه، د لرغونی کليو زړې ودانۍ او د ونو شنې پاڼې ليدل کېږي، ته به وايي، لکه په انځور کې ګرزي.

کليوال ګه جيان وويل، چې د دوبی په شپه دوی تل په انګړ کې ناست وي او ستوري شمېري او د چونګښو غږونه غوږېږي. دغه شان ارام ژوند په ښارونو کې د شورماشور او غوغا په پرتله ډېر خوندور دی او طبيعت ته فرحت ورکوي.

منی د لو کولو موسم دی. بزګران همېشه د خپل کور په بام باندې حاصل شوي غلودانې په لمر کې ږدي. د وو يوان ودانۍ ځانګړي تعميراتي شکلونه لري چې د هرې کورنۍ لپاره انګړ په کوټو احاطه دي. نو په انګړ کې مرچ او ږدن په لمر واچول کېږي. په دې وخت کې سور رنګ مرچ، د طلايي رنګ ږدن او تور رنګ کاشې تور رنګ کاشې د لمر تر وړانګو لاندې ځليږي، لکه يو روغنی انځور ډېر ښکلی دی.

په ژمی کې بزګری پای ته رسېږي. کروندګر پخپله ځايي اوپرا ننداره کوي او د پسرلنی جشن لپاره تيارياني نيسي.

د وو يوان ولسوالۍ له شمال څخه په شلو کيلومترۍ يو لرغونی کلی موجود دی چې جيانګ وان نومېږي. د دغه کلی تعميراتي شکلونه ډېر ځانګړی دی چې د يو واټ په دواړو خواوو کې شپږ کوڅې موجودې دي. تر اوسه پورې په دغو زړو کوڅو کې د چين د مينګ او چينګ امپراطورۍ په موده کې د ژوند نښې ليدل کېږي چې د واټ په دواړو غاړو مغازو کې ټول سامانونه د پخوا په شان دی. له دې څخه د سلګونو کلونو مخکې د سوداګرۍ حالت څرګندېږي. په دغه کلي کې زياتې لرغونی ودانۍ، څاګانې او پلونه په ښه توګه ساتل شوي دي. د سيلانۍ لارښوونکې د سان شينګ تانګ په نامه د يوې ودانۍ تاريخ وروپيژاند. دې وويل،

د بې من واټ په جيانګ وان کلي کې يو لرغونی واټ دی او ډېرې قديمی ودانۍ هم په کې پرتې دي. اوس موږ څو ډېر په زړه پورې ودانۍ ګورو. د بېلګې په توګه سان شينګ تانګ. هغه د چينګ د امپراطوری مودې په نيمه کې جوړه شوې او تر اوسه دوه سوه کاله دی.

سابقه دار سياحان داسی وايي، چې که تاسی وو يوان ته ځئ، خامخا به له لي کنګ څخه ليدنه وکړئ. که نه ځئ، په دې ماناچې تاسی وو يوان ته سفر نه دی کړی. د وو يوان په لهجه د (( کنګ )) د لښتی مانا ده. د لي کنګ زياتره کليوال د لی کورنۍ پورې اړه لري. دوی نسل په نسل د لښتي پر دواړو غاړو اوسېږي. نو دغه کلی د لي کنګ په نوم ونومول شو. لي کنګ د وو يوان له ولسوالۍ څخه دوولس کيلومتره واټن لري. د دغه کلی ودانۍ د ان هوی ولايت د ځانګړې تعميراتي شکلونو له امله ډېر شهرت لري. کله چې تاسی د کلي د واټ سيل وکړئ، د کوچني پلونه، لښتی او کورونه په خپلو سترګو ليدای شئ. ځايي اوسېدونکی داسی وويل،

زموږ کلی په دنيا کې جنت او وګړي ارام ژوند تيروي. څرنګه چې طبيعی ايکولوژی په ښه توګه ساتل شوی، نو د چينايانو په خولو پلونه، لښتی او کورونه د وګړو په خيال کې د سولې او صفا ژوند ښه ده. اوسيدونکی د لښتی په دواړو غاړو اوسېږي او کوچنی پلونه د خلکو د تګ راتګ عمده لاره ده.

دغه قديمی کلی د سيلانيانو د ستاينې وړ دی. يوه سيلانې داسې وويل، له دغه ځای سره ډېره علاقه لرم. تاريخي اثار، لرغونی ودانۍ او کولتور ډېر ارزښتناک دی. زه له خپلې کورنۍ سره يو ځای دلته سفر کوم. موږ په يي چيون ښار کې د تاريخي اثارو د ساتنې کار کوو. په دې ځای کې تاريخي اثار او ودانۍ په ښه توګه ساتل شوي دي.

وو يوان په چين کې د ډېر ښکلی کلی په توګه د طبيعت او انسانانو ترمنځ د همغږۍ له لارې سيلانيانو ته د چين د کليو ښکلا او ځانګړتياوی څرګندوي او د دوی په زړونو کې به ژورې خاطرې پاتې وي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای