CRI Online

د تايوان د دوو لان غره په لمن کې د بحر کتنه

cri     (GMT+08:00) 2011-04-09 18:28:35

 کله چې تايوان ته سفر وکړئ، د سيلانۍ لارښوونکې همېشه داسی وايي، تايوان يو داسی ښه ځای دی چې د اوسپنکښ غوندی سيلانيان ورجذبوي. څرنګه چې په تايوان کې نه يوازی په زړه پورې طبيعی منظرې او ارام خليج، بلکې ساده ولسي دودونه هم ليدل کېږي. په دې ځای کې د سمندري د څپو غټ اوازونه اوريدل کېږي، ځايي لرغونی تاريخ او غنی کولتور احساسېږي او ساده ژوند تېرېږي.

د سيلانۍ لارښوونکې له قوله، د تايوان يو شمېر هنرمندان چې په لويو ښارونو کې اوسېږي، په ښارونو کې د هنری نوښت په اړه الهام ورته نه راځي، نو دوی د تايوان ختيځي سيمې ته سفر کوي او د سمندر او غرونو ترمنځ له طبيعی منظرو څخه د نوښت خوځنده ځواک لټوی. اوسني ټولنه په ګړندی توګه پرمختګ کوي، خو د تای دونګ په نامه ساحلي ولسوالۍ د ښاری پرمختګ په بهېر کې نه ده بدله شوې چې په دې سيمه کې د سمسورتيا او عصری کېدا نښه نه ليدل کېږي، ان ترافيک يې نه دی عصری شوی. په همدې وجه دلته چې طبيعت ښه ساتل شوی دی. د سيلانۍ لارښوونکې جيانګ يي هوي وويل، 

د تايوان په ختيځه برخه کې ترافيکی اسانتيا نه شته. په تېره بيا په تای دونګ ولسوالۍ کې. د اورګاډي په وسيله تای دونګ له تای بی څخه شپږ ساعته ليری پروت دی، د الوتکې په واسطه هم هلته رسېدای شي، خو د الوتنې شمېر لږ دی. نو په دې ځای کې د سياحانو شمېر د نورو ځايونو په پرتله لږ دي. تاسی کولی شي چې د سمندر په غاړه سمندرې منظرې وګورئ او د سمندری څپو غټ اوازونه واورئ.

د تاي دونګ د دوو لان شان په غرنۍ سيمه کې د ډبرې نوې دورې تاريخي کنډوالې ساتل شوي دي چې له دې څخه د تايوان ټاپو لرغونی مدنيت او تمدن څرګندېږي.

دوو لان کلی د دوو لان غره په لمن کې پروت او مخامخ يې بی پايه ارام سمندر دی چې ډېرې په زړه پورې منظرې تر سترګو کېږي. د دې ترڅنګ د دوو لان شان تر غره لاندې د سمندری اوبو رنګونه بېل دي. د سيلانۍ لارښوونکې جيانګ يي هوی وويل، 

دغه سمندری سيمه په ارام سمندر پورې اړه لري، څرنګه چې د اوبو ژوروالی او د اسمان رنګونه يې بېل دي، نو د سمندری اوبو رنګونه هم بېل دي.

د ځايي سيلانۍ ارګان د دوو لان کلي په غرنی سيمه کې ساده څوکۍ ايښودل شوی دي او کيدای شي چې سياحان په کيناستلو سره سمندر وګوري او سيل وکړي. هنرمندانو د څوکيو ترڅنګ په سمندر کې د پيدا شويو شناورو لامبو وهونکو لرګيو څخه ډول ډول مجسمې جوړې کړې دي.

د دوو لان شان په غره کې د سپوږمۍ وړانګې په نامه يو کوچنی هوټل شته چې د تايوان د مشهور ډايرکتر لين جنګ شنګ لخوا د يو فلم د اخيستلو له امله ډېر شهرت لري. دغه دوه پوړيز هوټل په پوره توګه له لرګيو څخه جوړ شوی چې لومړی پوړ يې د هنرمندانو د نندارې ځای او دوهم پوړ په ياد شوي فلم کې د عمده ښځينه وو د رول خونه ده. که سيلانيان د دغه هوټل په برنډه کې ناست وي، سمندر او د دوو لان شان منظرې هم په ښه توګه ليدلی شي. د دغه هوټل خاوندې مېرمن لي يون يي وويل، 

زموږ په اند، دغه ځای ډېر ښکلی دی، پلان مو کړې چې د هنري او کولتوري نندارو لپاره يوه ښه صحنه جوړه کړو. نو په ٢٠٠٥ کال کې د دغه هوټل د ادارې له پيل راهيسې، موږ په هره دوو مياشتو کې يو هنرمند ته بلنه ورکړې چې په دې ځای کې خپل هنري نوښت او نندارې وړاندې کړي او هنري نندارتون جوړ کړي. څرنګه چې په هر دوو مياشتو کې د نندارې موضوع بېل وي، نو سياحان د رنګا رنګ هنر له نعمت څخه خوند اخيستی شي.

دغه هوټل ته په نژدی ځای کې يو هنري سالون شته چې په کې نه يوازی قهوه، بلکې يو شمېر هنري توکي هم خرڅېږي. يو شمېر هنرمندان کله نا کله په دې ځای کې پر ژوند او شعرونو بحث کوي. د دې ترڅنګ د تای دونګ پوهنتون ښوونکی هم په کې د تايوان د فلمونو د څيړنو په اړه درسونه ورکوي.

د لي يونګ يي په اند، د دغه هوټل اوسنی حالت ډېر مناسب دی. د ده ښکلا او ځانګړتياوو له ارامتيا څخه څرګندېږي. نو هغه غواړي د تل لپاره اوسنی حالت وساتي. دې وويل،

لازمه نه ده چې لاره پراخه شي او د لارې په دواړو غاړو ډيوه هم ودرول شي، څو چې طبيعي ښکلا يي وساتل شي. دغه موقعيت مناسب دی. موږ ارام چاپيريال ته اړتيا لرو.

په تايوان کې تاسی په ګوټ ګوټ کې د سيلانۍ له کارکوونکو سره تماس نيولی شئ. خو د دوی په اند، په خپل اصليت سره د دغه ځای ساتل ډېر مهم دی او دوی نه غواړي چې د سيلانۍ چارو د پرمختګ له امله ځايي چاپيريال زيانمن شي. د دوی د کوښښونو له لارې، د تايوان د سيلانۍ چاپيريال په ښه توګه ساتل شوی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای