CRI Online

د ان حوی ولايت په تونګ چنګ ښار کې يوه تنګه کوڅه

cri     (GMT+08:00) 2011-04-12 19:36:32

د ان حوی ولايت تونګ چنګ ښار يو لرغونی ښار دی او د اتلسمې پيړۍ له پيل څخه راپديخوا د چين د يوه مشهور ادبي مکتب له امله يې ډېر شهرت موندلی دی، نو دغه ښار د چين د ادبي مرکز په نامه سره هم يادېږي. په تونګ چنګ ښار کې ډېر زيات تاريخي ځايونه ليدل کېږي او ډېرې تنګې او لنډې لارې کوڅې يې په زړه کې پرتې دي چې د ليو چي شيانګ په نامه کوڅه يې تر ټولو ډېره مشهوره ده چې په چيني ژبه چي د اوږدوالي واحد او مانا لري او ليو چي يعنی شپږ چې له دوو مترو سره د برابرۍ په مانا.

دغه کوڅه چې په ډبرو پوښل شوې ده، يوازې يو سل متره اوږدوالی او دوه متره پلنوالی لري. د تاريخچې له مخې درې سوه کاله مخکې چې د چينګ په امپراتورۍ دوره کې د اداب او تشريفاتو وزير جانګ اينګ په پلازمينه کې دنده درلوده، په خپل ټاټوبي تونګ چنګ کې د ده خپلوانو د کورونو جوړولو په مهال کې له ګاونډي سره شخړه وکړه، نو وزير جانګ ته يي يو ليک ورولېږه، څو چې شخړه هواره شي. وزير جانګ اينګ په ځوابي ليک کې يو شعر ورته وليکه:

د ديوال جوړولو د شخړې په اړه ليک راغی، پروا نه لري چې ګاونډي ته درې چه ( يو متر) واټن حريم پرېږدي. د لسو زرو لي اوږد ديوال لا تر اوسه درېدلی دی. خو بنسټ ايښودونکی امپراتور ورک دی.

د ده خپلوان د پيغام له لوستلو وروسته ګاونډي ته درې چه واټن حريم پرېښود چې په نتيجه کې ګاونډي هم درې چه واټن او حريم پرېښود چې په دې وجه د ليو چي کوڅه رامنځته شوېده. په ١٩٥٦ کال کې د چين د فقيد ولسمشر ماو ځه دونګ د پخواني شوروي اتحاد له سفير سره وکتل او د دوه اړخيزو اړيکيو د يادونې په مهال کې يې په ځانګړې توګه دغه شعر وويلو. ورپسې وزير جانګ اينګ د تونګ چنګ ښار په اطراف کې د دوو وړونکيو سيندونو په تقاطع کې يوه ودانۍ جوړه کړه چې د دروازې په دواړو اړخونو باندې يې د شعر دا بيت ليکل شوی وو چې د لګښت سپما د کور د سمسورتيا بنسټ دی، سوله او صفا د نيکمرغۍ اساس دی. دغه بيت هم د چيني ملت د غوره اخلاقو نښه ده. د تونګ چنګ موزيم مشر جانګ ځه ګوه چې د جانګ اينګ يوولسم نسل لمسی دی، وويل،

څرنګه چې زموږ د درک کچه محدوده ده، نو د تونګ چنګ کولتور په تونګ چنګ مکتب پوړې اړه لري، خو په حقيقت کې په دې سيمه کې د څو سوو کلونو لخوا زيرمه شوی کولتور ډېر ژور دی. د ګاونډيانو ترمنځ د روغې جوړې ښه چلند زموږ په ټوله سيمه کې د غوره اخلاقو يوه نښه ده او بس.

د تېرې پيړۍ له اتمې لسيزې راهيسې، د ليو چي شيانګ کوڅه د حکومت د ډېرې پاملرنې وړ ګرځېدلې ده. په ١٩٨٥ کال کې دغه کوڅه د ښاروالۍ لخوا د ساتل شوي لرغونې يونټ په توګه وپيژندل شوه او ورپسی دوه ځله ترميم او پراخه شوه. د موزيم مرستيال جانګ ګنګ وويل،

اوسنۍ کوڅه په ٢٠٠٢ کال کې ترميم شوې ده چې پلنوالی يې لا هم شپږ چه دي يعنې دوه متره پلنه ده. د کوڅې په دواړو خواوو کې د ودانيو ديوالونه د اصلي شکل سره سم ساتل شوي دي. دغه کوڅه په پخوانۍ زمانه کې يوه ترافيکي لار وه، اوس لا هم د تګ راتګ لاره ده.

نن ورځ ليدل کېږي چې د کوڅې په ختيځ او لويديځ کې دوه ډبرين طاقونه درېدلي، د سيل يو لوی ډګر او د ښکلا لپاره مصنوعي غونډۍ جوړې شوي او په کوڅه کې ډېره ګڼه ګوڼه ده.

يو ځايي خطاط چې جوه ګوه ليانګ نومېږي او د دې کوڅې د شپيتو کلونو د بدلون شاهد دی، خبريال ته وويل، 

ماشومتوب او خاپوړې د ليو چي شيانګ کوچې په څنګ کې تېرې شوي او همدلته زېږېدلی يم، په هغه مهال کې ډېرې زړې ودانۍ قطار په قطار ولاړې وې. زما کور يوه جګه ودانۍ وه او په ښکليو انځورونو تزيين او ښکلې شوې ده.

د تونګ چنګ ښار ګوندي مشر وانګ چيانګ وويل، 

زموږ اوسنۍ دنده دا ده چې د وزير جانګ کور بيا ترميم شي څو چې ليو چي شيانګ کوڅه د سيل او فکر کولو په ځای بدله شي.

د تونګ چنګ ښار د ابادۍ په هکله مشر وانګ داسې وويل،

زما پلان دا دی چې درې سوه کاله مخکني تونګ چنګ بڼه بېرته اعاده شي، د پخوانۍ نقشې له مخې چې درې سوه کاله مخکې طرحه شوې، د ښار اصلي جوړښت لا هم پاتې دي، نو موږ به کوښښ وکړو چې د دغه اصلي جوړښت سره سم د زاړه ښار بڼه ښه وساتو. ليو چي شيانګ کوڅه که څه هم يوه تنګه کوڅه ده، خو د فلسفې او اداب له نظره يعنې د خلکو په زړونو کې د يوې ډېرې پراخې لارې په توګه لا تر اوسه پاتې ده او خپل مقام يې ژوندی ساتلی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای