CRI Online

د ګوی جو ولايت په ان شون ښار کې د شړشمو ګلانو سيل

cri     (GMT+08:00) 2011-04-25 18:52:39

 ان شون ښار د چين د ګوی جو ولايت په منځنی ختيځ پروت دی او يو لرغونی ښار دی چې په چين کې د سيلانۍ ډېر مشهور ښار بلل کېږي. په چين کې د هوانګ ګوه شو په نامه ډېر مشهور ابشار هم په دغه ښار کې پروت دی چې د ګوی جو ولايت د سيلانۍ په اړه د پيژند کارډ په توګه ګڼل کېږي.

د بازاري اقتصاد د پرمختګ او په ګوی جو ولايت کې د سيلانۍ چارو د پراختيا سره سم، ان شون ښار هم د نويو سيلانيزو ځايونو أبادولو لپاره هڅه کوي. څرنګه چې د ان شون ښار جغرافيايي او اقليمي زمينه ښه ده، نو دلته د شړشمو کرلو لپاره ډير مناسب ځای دی . د يو لړ ترتيباتو وروسته د شړشمو ګلانو ننداره د سيلانۍ يو ښه پروګرام ګرځېدلی دی چې ان شون هم له دې امله په چين کې لا زيات شهرت موندلی دی.

هر کال په مارچ مياشت کې د ان شون ښار په اطراف د لونګ ګونګ په پټيو کې د شړشمو تک ژيړ ګلان لېدل کېږي. څرنګه دلته غرنی سيمه ده او پټي د غره په لمن کې پراته دي ، نو د شړشمو له ژيړ ګلانو څخه ډک پټي د غالۍ غوندی په ښکته پورته لمن باندی ځواړنده دي چې ته به وايي يو ښکلی انځور دی . په همدې مياشت کې د ګوی جو ولايت د ان شون ښار په لونګ ګونګ سيمه کې د شړشمو ګلانو د نندارې فسټېوال جوړېږی او سياحان له بېلا بېلو ځايونو څخه دغه ځای ته راغونډېږي. د ګوی جو ولايت د سيلانۍ چارو د ادارې مشر فو اينګ چون وويل،

زموږ د سيلانۍ ځانګړتياوې بايد په پوره توګه وکارول شي او په دې هکله زموږ نظريې بايد د زمانې د پرمختګ سره سم هم بدلېږي . مثلاُ شړشم د پسرلي په موسم کې غوړيږي او تخمونه يې د غوړيو اخيستلو لپاره دي او ژيړ ګلان يې د بزګرانو لپاره خاص ګلونه نه دي ، خو د شړشمو ژيړو ګلانو سيل د ښاريانو لپاره د سياحت غوره پروګرام دی. نو د زياتو کلونو د کوششونو له برکته د شړشمو ګلانو د نندارې فسټېوال په يو زړه پورې توريستي پروګرام بدل شوی دی.

د شړشمو پټي د جيانګ شي ولايت په وو يوان ، د شان شي ولايت په هان جونګ او د چونګ چينګ په تونګ نان او د هېواد په نورو زياتو ځايونو کې هم ليدل کېږي . ، خو په ان شون کې د شړشمو ګلانو په اړه منظرې ځانګړی خصوصيت او ژور کولتور لري. د ګوی جو ولايت زياترې سيمې په کارست جيامورفولوژۍ پورې اړه لری يعنی زياتې غونډۍ پکې پرتې دي . نو په غرنيو سيمو کې ډير پټه دار کښتونه ليدل کېږي او اوارې ځمکې ډېرې کمې دي .کله چې پسرلی راځي ، په ښکته پورته پټه دارو کښتونو کې د شړشمو ګلان غوړېږي، بېلا بېل ښکلي انځورونه تر سترګو کېږي.

د روان کال په مارچ کې د شړشمو ګلانو د نندارې په فسټېوال کې د شړشمو په ګلانو کې د ښامار په بڼه يوه لويه چيني کليمه چې د باقلاوو لخوا د لمن په پټه دارو کښتونو کې جوړېدله ، د زياتو سيلانيانو د پاملرنې وړ ګرځېدله. سياحې چن لي وويل،

دغه غټه کليمه زما لپاره ژوره خاطره پاتی شوې ده. په دغه ځای کې مو څو عکسونه اخيستي دي.

سيلانيان له بېلا بېلو زاويو څخه يعنی يا له لوړ ځاي څخه کښته ځاي ته ، يا په دره کې د شړشمو ګلان ګوري ، د ګلانو رنګونه يې هم بېل دي . عکاسانو په دې اړه لا زياتې تجربې لري. ښاغلي جوه چينګ جونګ چې د عکاسۍ په اړه شل کلن تجربه کار دی ، وويل،اورېدلی مې دی چې په دې ځای کې د شړشمو ګلانو د نندارې فسټېوال هر کال جوړېږي. ډېر ښه دی. روان کال دغه ځای زما په زړه کې ښه خاطره ايښې ده. دا د ان شون د سيلانيزوچارو د ترقۍ لپاره ښه فرصت دی.

که سيلانيزې چارې سمسورې او ابادې شی ، بايد ځايي کولتور پکې وکارول شی څو چې د سيلانۍ او کولتور ترمنځ د يو بل ملاتړ او يووالي همغږی زمينه رامنځته شی . نو ان شون ښاروالي د دغه فسټېوال په موده کې په زړه پورې کولتوري فعاليتونه تر سره کوي. د بېلګې په توګه، د سيلانيانو لخوا د نيالګيو ايښودلو فعاليت او د سيلانيزو توکيو نندارتون او داسي نور. د ان شون ښاروالي د شي شيو سيمې مرستيال او د لونګ ګونګ سيمې د ادارې کميټې مشر وانګ فنګ لين وويل،

د شړشمو ګلانو د نندارې په سږنی فسټېوال کې لا زيات چيني کولتوري محتويات لېدل کېږي . مثلاُ، په کښتونو کې د ښامار په بڼه د بلاقاوو لخوا جوړه شوې لويه کليمه تر سترګو کېږي چې ښامار د چيني ملت توتم دی، نو موږ د ښامار او زمري په بڼه د نڅاوو ننداره او د ښامار په سرليک د خطاطۍ سيالی جوړوو چې سږ کال سل تنه کوچنيانو په دغه سيالۍ کې ګډون کړی دی . پرته د ګلانو د نندارې او مشاعري نه سوداګېيز فعاليتونه هم ترسره کېږي چې د ګوی جو ولايت د سيلانۍ زيرمې په لا ښه توګه وکارول شي.

کله چې سياحان د ان شون د کليو په تنګو او کږو لارو کې سيل کوي ، د شفتالو ګلابي ګلونو او د ناکو سپينو ګلونو په ښکلا د شړشمو ژيړ ګلان نور هم ښکلي دي . باور دی چې تر شنه اسمان او سپينو وريځو لاندې د ښکلی ګلانو ننداره کوي او د مرغانو خوږې سندرې اوريدي ، د هر چا زړه جلبولي شی . د ګوی جو د ګوانګ شينګ په نامه د سيلانۍ شرکت غړي دونګ شيانګ بو وويل، 

د مارچ مياشت د شړشمو ګلانو د غوړېدو موسم دی. له مارچ نه تر جون پورې موده د سيلانۍ لپاره په غرونو کې د غارونو او د کښتۍ په وسيله تر ځمکې لاندي د سيندونو د سيل ډېر ښه وخت دی. په هغه وخت کې د ګوی جو هوا توده نه ده او طبيعی منظرې يې ډېر په زړه پورې دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای