CRI Online

په شي ان ښار کې د باغوانۍ نړيوال نندارتون .

cri     (GMT+08:00) 2011-04-25 18:58:02

 ټولو ته معلومه ده چې په ١٩٩٩ کال او ٢٠٠٦ کال کې د باغوانۍ نړيوال نندارتون په جلا جلا توګه د چين په کون مينګ او شين يانګ ښارونو کې تر سره شو. د خوښۍ وړ ځای دا دی چې په ٢٠١١ کال کې دغه نندارتون به د درېيم ځل لپاره په چين کې جوړېږي. د اپريل په اته ويشتمه نېټه، د ٢٠١١ کال لپاره د باغوانۍ نړيوال نندارتون به د چين د شي ان په لرغونی ښار کې پرانستل شي چې د زرګونو کلونو اوږد تاريخ لري. اوس د دريو کلونو د تياريانو نه وروسته د دغه نندارتون لپاره ټول کارونه بشپړ شوي دي. د معلوماتو له مخې، د دغه نندارتون پراخوالی د پخوانيو نندارتونونو په پرتله ډېر لوی دی. نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د دغه نندارتون په اړه معلومات وړاندې کړم. 

ګرانو اوريدونکو، همدااوس مو د يو هلک او يوې نجلۍ خبرې واورېدلې چې خاص دغه نندارتون ته د راتلونکو ميلمنو لپاره هر کلي ل وايي. د شي ان د باغوانۍ نړيوال نندارتون نښان او بختوره نښه د((چانګ ان په نامه ګل دی چې ((چانګ ان)) په لرغونی زمانه کې د شي ان ښار نوم و. دغه نندارتون د شي ان ښار د چان با په نامه سيمه کې پروت دی. د شي ان يو ښاري اوسېدونکي وويل، 

زما کور دغه نندارتون ته نژدی واقع دی. پخوا د دغه ځای چاپيريال بيخي خراب و، خو اوس ډېر ښه شوی دی ، چاپيريال يې پاک دی.

له ٢٠٠٨ کال څخه د نندارتون د ابادونکو د کوښښونو له برکته د چان با په ايکولوژيکې سيمه کې د نندارتون بنسټيزه بڼه جوړه شوې ده. د نندارتون په مرکز کې د چانګ ان برج، بختوره دروازه، د طبيعت او نوښت د نندارتونونو په شمول څلور نمونوي ودانۍ پرتې دي چې د نندارتون د ختمېدو وروسته به لا هم د شين ان ښار د دايمي نښو په توګه وساتل شی ..

ځکه چې د چانګ ان برج د دغه نندارتون په مرکز کې د جون نان غره په غاښ کې پروت دی، نو دغه برج له لېرې ليدل کېږي. د دغه برج لوړوالی نهه نوی متره دی او اووه پوړونه لري. کله چې سيلانيان د دغه برج ډېر لوړ پوړ ته وخيژي، د ټول مرکز منظريې تر سترګو کېږي . دغه برج د چين د سوی او تانګ د امپراطورۍ دورو د ساختماني ځانګړتياوو له مخې ډېزاين او جوړ شوی او په عين وخت کې د جوړونې په بهېر کې يو شمېر عصري سامانونه او شکلونه هم پکې کارول شوي دي. د چين د انجنيرۍ اکاډمۍ غړي او مشهور ډيزاينر جانګ جين چيو وويل،

په دغه نندارتون کې نندارچيان نه يوازی د ښکليو ودانيو، رنګارنګ ګلانو، نباتاتو او طبيعي منظرو له سيل څخه خوند اخلي ، بلکې د انسانانو او طبيعت ترمنځ د همغږۍ اړيکې هم په نندارتون کې ښکاري. نو نندارچيان په دغه برج کې د طبيعي منظرو په ليدو سره دا احساسوي چې ځانونه يې د طبيعت له ښکلا سره يو ځای روان دي.

د دغه برج په شاوخوا زياته رنګه څراغونه نصب شوي دي چې د روان کال د جنورۍ له اوولسمې نېټې څخه يعنی د نندارتون له پيل څخه تر پايه پورې ځليږي.

پر چانګ ان برج سر بېره، ګوانګ يون دروازه هم د دغه نندارتون يوه بله نښه ده چې بڼه يې د يو پل په شان ده. دغه دروازه هم نندارتون ته د نندارچيانو د ننوتلو لار ده. د دغه دروازې پلنوالی شپيته متره دی او په يو ساعت کې شل زره تنه ترې تېرېدای شی. د دغې دروازې ساختماني ډلې په ٢٠٠٨ کال کې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د عمده لوبغالي د جوړولو دنده هم پر غاړه درلوده. دغه دروازه چې د پل او ودانۍ د کامل يوځايښت سمبول دی ، نه يوازی د شي ان د لرغونی تاريخ، بلکې د يو عصری، فشن او شنه ښار په توګه د شي ان ځانګړتياوی ښيي او د ښار او طبعيت ترمنځ د همغږۍ په اړه د ياد شوي نندارتون له سرليک سره هم سمون خوري.

له ګوانګ يون دروازې څخه له تېرېدو وروسته لومړی د نوښت نندارتون ليدل کېږي. د دغه نندارتون بهرنی برخه د فولادی او ښيښه يي موادو څخه جوړه شوې. د چين ودانيز سهامي شرکت عمومي انجنير دونګ هوان تاو وويل چې دغه شرکت د باغوانۍ د نړيوال نندارتون د جوړولو دنده په غاړه لری، ،

د نوښت نندارتون په وړاندې، چانګ ان برج او چين لينګ غرونه ليدل کېږي او دغه نندارتون ودانۍ دوه پوړيزه ده او په کې عصری تخنيکي توليدات د نندارې لپاره ايښودل شوي دي ، مثلاُ هغه سبزي او نباتات چې پخوا هيچا نه و ليدلی .

زموږ د راډيو خبريالې څاو چن لس د شي ان د باغوانۍ نندارتون د لسو په زړه پورې منظرې معرفې کړې او ويې ويل،

زما نوم څاو چن او يوه خبرياله يم. په دغه نندارتون کې د ليدو وړ زيات ځايونه شته. تاسی کولی شئ چې د وړې کښتۍ په چلولو سره د جهېل سيل وکړئ او په چانګ ان برج کې له لېرې د دغه مرکز ټولې منظرې وګورئ . دغه راز د طبيعت او نوښت په نندارتونونو کې ډول ډول لرغوني ودانۍ، باغونه، ګلان او علمي او تخنيکي لاس ته راوړنې له نژدې څخه کتلی شئ . بر سېره پردې، د دغه نندارتون په موده کې به د سندرو او نڅاوو د نندارو او په رانګارنګ ګلانو د ښکليو شويو موټرونو د ګرځنده نمايش په شمول پنځه زره ځلې د خوښيو ګڼ شمېر فعاليتونه تر سره شي.

سينمايي لوبغاړې يان ني چې په شي ان کې زېږيدلې او د نندارتون د يوې تبلغاتي سفيرې په توګه ټاکل شې. د دغه نندارتون د يادونې په وخت کې داسی وويل،

شي ان پخوا د خلکو په خاطرو کې يو لرغونی ښار و. اوس شي ان يو شين ښار دی چې له حياتي قوت څخه ډک بريښي، ځکه چې موږ د دغه نندارتون لپاره يو شين او همغږی چاپيريال برابر کړی دی او د بېلا بېلو هېوادونو د نندارچيانو د راتګ هر کلی کوو. زه د شي ان د باغوانۍ د نندارتون د تبليغاتي سفيرې په توګه پر دې ډېره وياړم.

د باغوانۍ د نړيوال نندارتون پرانيستنه د شي ان ښار لپاره يوه ډېره مهمه پېښه ده. نو اوسمهال د شي ان اته مليون او څلور لکه تنه ښاريان په پوره صداقت او تودو احساساتو سره د چيني او بهرنيو نندارچيانو هر کلی کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای