CRI Online

د سي چوان د هوانګ لونګ په نامه منظرې لرونکی سيمې ته سيل

cri     (GMT+08:00) 2011-05-26 18:47:00

 د چين د سي چوان ولايت په شمال لويديځ د مين شان غره په جنوبي برخه کې د حيرانتيا وړ يوه ډېره ښکلی طبيعی منظره لرونکی سيمه موجوده ده. دغه سيمه د رنګين ډنډونو، ابشارونو، تر واورو لاندې د غرونو، ځنګلونو، تنګنا او لرغونی مبعدونو له امله په نړۍ کې شهرت لري چې هر کال مليونه تنه سيلانيان دغه ځای ته سفر کوي. دغه سيمه ((هوانګ لونګ)) نومېږي.

د ((هوانګ لونګ)) په نامه د دولت په کچه منظره لرونکی سيمه د سي چوان ولايت د ابا د تبت او چيانګ قومونو د خپلواکې سيمې د سونګ پانګ په ولسوالۍ کې د مين شان غره د عمده څوکې په لمن کې پرته ده. دغه غره په چين کې درېيمه لوړه غره ده چې په دايمي توګه په واورو پوښل کېږي. د دغه غره سلسلې لوړوالی د سمندر له سطحې څخه له ١٧٠٠مترې نه تر ٥٥٨٨مترې پورې دي او د هوانګ لونګ سيمې لوړوالی د سمندر له سطحې نه دری زرو مترې ته رسېږي. په ١٩٨٢ کال کې دغه سيمه د چين د دولتي شورا لخوا د دولت په کچه د منظره لرونکو سيمو په لومړنی لېست کې شامل شوه او په ١٩٩٢ کال کې يي د م م د تعليمي ، علمي او ثقافتي سازمان لخوا د طبيعی ميراث په توګه په نړيوال ميراثونو په ليست کې هم شامل شوه.

(( هوانګ لونګ )) د چين په لوړې کې يوازنی لندی ځمکه ده چې په ډېره ښه توګه ساتل شوی دی. (( هوانګ لونګ)) منظرې لرونکی سيمه په عمده توګه د (( هوانګ لونګ)) وج جر، (( مو ني)) وج جر او (( دان يون)) تنګي په شمول له اوو برخو څخه عبارت دی چې په کې (( هوانګ لونګ وج جر او (( مو ني )) وج جر سيلانيانو ته په خدمت کې دی. د (( هوانګ لونګ)) د ټولې منظرې لرونکې سيمې پراخوالی ١٨٣٠ مربع کيلومتره دی چې له دې جملې څخه د مندکې سيمې پراخوالی يو نوی مربع کيلومترې ته رسېږي. په دغه سيمه کې يوه ډېره مشهوره منظره موجوده ده چې پلنوالی يې له دېرش نه تر يو سل او اويا مترې څخه او اوږدوالی يي دری زره او شپږ سوه مترې ته رسېږي او له هغه کاڼي ډبرو څخه يې جوړېږي چې د چينو اوبو له کونوبی څخه جوړېږي او په ودانيو کې هم کارترې اخيستل کېږي. ځکه چې دغه ډول کاڼي ډبره د لمر په زرينې وړانګې کې د طلايي رنګ ښکاروي او د دغې منظرې بڼه د يو ښامار په شان دی، نو دغه سيمه د ((هوانګ لونګ)) په نوم يادېږي چې په چيني ژبه کې د (( هوانګ)) مانا ژېړ رنګ دی او ((لونګ)) د ښامار مانا لري. اغلی ما د دغې سيمې يوې ژباړونکې ده. دی وويل،

(( هوانګ لونګ)) د تبت په ژبه کې (( سه عر څوه)) ويل کېږي او مانا يي د طلايي رنګين جهېل دی. د (( هوانګ لونګ)) منظرې لرونکی سيمه په عمده توګه د کارسټ ځمکني منظرې لخوا جوړېږي چې سل مليونه کاله مخکې رامنځته شوی دی.

په کاناډا کې د چين د سيلاني چارو د ټولنې مشر څای شيوی چي د نړۍ زياتو سيمو ته سفرونه کړي دي، خو هغه لا هم د (( هوانګ لونګ)) د ښکلې له امله حيرانتيا څرګنده کړه. ده وويل،

زه د نړۍ په بېلا بېلو ځايونو کې سيل شوی، خو په دې ځای کې منظرې په ډېرو ښکليو سيمو کې يو دی. پخوا مې له عکسونو او تصويرونو څخه دغه منظری ليدلی، زما په اند، د دغو عکسونو رنګونه عصنوعی دی. خو اوس باور لرم چې په نړۍ کې دغه شان په زړه پورې او ښکلی طبيعی منظرې ليدل کېږي. دا د بشريت لپاره يوه خزانه ده.

څرنګه چې د(( هوانګ لونګ)) سيمې ايکولوژيک چاپيريال ډېر ښه دی، نو په دې سيمه کې بېلا بېل ډولونه نباتات او حيوانات ژوند کوي. دا نه يوازی د کارپوهانو د څيړنې کارونو ته ښه زمينه برابروي، بلکې د سيلانيانو لپاره هم ډېره ګټوره ده. د معلوماتو له مخې، د (( هوانګ لونګ)) سيمې په سلو کې اته اتيا اعشاريه نهه خاروه په ځنګلونو پوښل شوې ده. اغلی ما وويل،

(( هوانګ لونګ)) د چين د دولت په کچه د ځنګلونو باغ دی. که څه هم د سمندر له سطحې څخه د زيات لوړوالی له امله په هوا کې د اکسيايد انډول زيات نه دی، خو هوا يي ډېر پاک دی.

پر طبيعی منظرې سر بېره، د (( هوانګ لونګ)) په سيمه کې درې لرغونی معبدونه ليدل کېږي. دغه دری معبدونه د چين د مينګ په امپراطورۍ موده کې جوړ شول چې په جلا جلا توګه د بوديزم او تاويزم معبدونه دی. له دغو دريو معبدونو څخه په دغه سيمه کې د تبت او خان قومونو د مذهبونو ترمنځ همغږی څرګندېږي. د مينګ د امپراطوری مودې راهيسې، د چين د کرهنيزې جنترۍ له مخې د هر کال د جون له ديارلسمې نېټې نه تر پنځلسمې نېټې پورې د دغو معبدونو په وړاندې د (( هوانګ لونګ)) د معبد فسټېوال تر سره کېږي چې په دې موده کې به مذهبي کسان، سوداګران، سيلانيان او د دغې سيمې د تبت، چيانګ، هوی او هان قومونو وګړي په دغه فسټېوال کې ګډون وکړي. په تېرو څو کلونو کې دغه فسټېوال د چين د ملي لږکيو د ځانګړتياوو د څرګندونې يوه ډېره ښه صحنه بلل کېږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای